مولانا فضل الرحمن او ورسره مل پلاوی دې د ا.ا روښانه پیغام اسلام اباد ته یوسي

مولانا فضل الرحمن او ورسره مل پلاوی دې د ا.ا روښانه پیغام اسلام اباد ته یوسي سیاست
مولانا فضل الرحمن او ورسره مل پلاوی دې د ا.ا روښانه پیغام اسلام اباد ته یوسي

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د پاکستان د جمعیت علماء ګوند مشر مولانا فضل الرحمن او مل پلاوي سره په لیدنه کې ویلي، مولانا فضل الرحمن دې د ا.ا رښانه پیغام اسلام اباد ته ولېږدوي، چې ا.ا په سیمه کې د امن او ثبات غوښتونکی دی. 

مولوي عبدالکبیر په دې لیدنه کې ویلي، ا.ا چاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د چا پرضد وکاروي. نوموړي هیله څرګنده کړې، چې کابل ته د فضل الرحمن سفر د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو په ټینګښت او د غلط فهمي په راکمولو کې ګټور تمام شي. 

مولوي کبیر همداراز زیاته کړې، اسلامي امارت له ټولو ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي ډول له پاکستان سره ښې او په متقابل احترام ولاړې اړیکي غواړي او ډاډ یې ورکړی، چې د افغانستان له خاورې څخه به هیچا ته خطر او ګواښ متوجه نشي او د رسنیزو ادعاوو او پروپاګند پر ځای غوره ده په واقعیتونو بحث وشي. 

په همدې حال کې ښاغلي عبدالکبیر په دې لیدنه کې په پاکستان کې له افغان کډوالو سره ناسم چلند او په اجباري ډول د ایستلو پروسې د بندېدو ترڅنګ ورته د لازمو اسانتیاوو برابرېدو غوښتنه کړې. 

بلخوا فضل الرحمن او ورسره مل پلاوي هم کابل ته په راتګ خوښې ښودلې او ویلي يې دي، چې دواړه هېوادونه ګډ مشترکات لري او باید ستونزې د خبرو له لارې حل کړي. 

فضل الرحمن په جبر د افغان کډوالو ایستلو پرېکړه غندلې او زیاته کړې یې ده، چې موخه یې دا ده چې شته اړیکي د دواړو هېوادو په مشترکاتو کې استعمال کړي. 

د یادونې وړ ده، چې په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په رغښت او د ستونزو پر حل ټینګار شوی دی.

تړلي موضوعات