د اقتصادي ودې په موخه د کان کیندنې ۳۶ پروژې منظورې شوې

د اقتصادي ودې په موخه د کان کیندنې ۳۶ پروژې منظورې شوې سوداګرۍ او اقتصاد
انځور ارشیف


د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت وايي، د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت په ۱۴۰۳ کال کې د کان‌کیندنې ۳۶ پروژې منظورې کړې.

فطرت په اېکس زیاته کړې، له منظور شویو پروژو څخه یې موخه د هېواد کانونو پراختیا او اقتصادي وده ده.

نوموړی وايي، له منظور شویو پروژو څخه یې ۲۵ پروژې د کوچني مقیاس کانونو پورې تړاو لري چې د تراورټین، مرمر، نفرایټ، چونې، سرب، جستو، بیوتیت‌لرونکي ګرانیټ، سرپنټین، ګچ او نورو کانونو د استخراج لپاره په بېلابېلو ولایتونو کې تصویب شوي دي.

فطرت همداراز وایي، ۱۱ سترې پروژې د سیمنټو، مالګې، ګازو، ډبرو سکرو، کرومایتو او مرمر ډبرو د استخراج په موخه منظورې شوې دي چې له مهمو پروژو څخه یې، د جوزجان یتیم تاق سیمنټو، د فاریاب او جوزجان د مالګې کانونه، د لوګر د التمور سیمنټو، او د هرات کشک او تیرپل د ګازو حوزې دي.

د مرستیال ویاند په خبره، یادې پروژې به د هېواد په اقتصادي پرمختګ او کاري فرصتونو زیاتوالي برخه کې مهم رول ولوبوي.

تړلي موضوعات