ا.ا د ولس لومړیتوبونو ته په کتو په تدریجي ډول ټولې ستونزې حل کړي
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د ارزګان ولایت له علماوو او قومي مشرانو سره په لیدنه کې ویلي، اسلامي امارت له خپل ولس سره ژمنه کوي، چې د دوی لومړیتوبونو ته په کتو به په تدریج سره ټولې ستونزې حل کړي.
ښاغلي برادر زیاته کړې، اسلامي امارت ته ډېری ستونزې په میراث پاتې دي، چې د ټولو حل کول وخت او امکاناتو ته اړتیا لري.
نوموړي ډاډ ورکړی، چې له مرکز ترینکوټ څخه ولسوالیو ته د غځېدلو سړکونو، د څښاک پاکو اوبو او همدارنګه د چک ډیمونو جوړولو په برخه کې به خپلو امکاناتو ته په کتو اقدام وکړي.