څلورو زونونو کې د کرنیزو، مالدارۍ، بڼوالۍ او ترویجي کمپلیکسونو جوړیدو طرحه تائید شوې

څلورو زونونو کې د کرنیزو، مالدارۍ، بڼوالۍ او ترویجي کمپلیکسونو جوړیدو طرحه تائید شوې سوداګرۍ او اقتصاد
څلورو زونونو کې د کرنیزو، مالدارۍ، بڼوالۍ او ترویجي کمپلیکسونو جوړیدو طرحه تائید شوې

د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویلي، چې د دغه وزارت وزیر مولوي عطاالله عمرۍ له لوري څلورو زونونو کې د کرنیزو، مالدارۍ، بڼوالۍ او ترویجي کمپلیکسونو طرحه تائید شوې ده. 

د یاد وزارت د خبر له مخې د یادې طرحې تر تائید وروسته پرېکړه شوې، چې په دې برخه کې دې تخصصي ټیمونه څلورو زونونو ته سفر وکړي او د یادې پروژې د تطبیق لپاره دې ځمکه مشخصه او عملي کار پیل شي.

د سرچینې په خبره ، چې ددغې طرحې پر بنسټ به د افغانستان څلورو زونونو کې د کرنې، مالدارۍ او د اوبو لګولو د نویو میتودونو د دودولو په موخه د کرنې او مالدارۍ کمپلیکسونه جوړ شي. 

خبر کې زیاته شوې، چې د کرنې وزیر ټینګار کړی، چې کرنیز کمپلیکسونه دې د کروندګرو، مالدارانو او بڼوالو لپاره د روزنیزو مرکزونو په څیر وي، تر څو په دې برخه کې له نویو چارو سره بلد شي.

تړلي موضوعات