میدان وردګ کې د پلاستیکي توکو تولید یوې فابریکي فعالیت پیل کړی

میدان وردګ کې د پلاستیکي توکو تولید یوې فابریکي فعالیت پیل کړی سوداګرۍ او اقتصاد
میدان وردګ کې د پلاستیکي توکو تولید یوې فابریکي فعالیت پیل کړی

د میدان وردګ ولایت صنعت او سوداګرۍ ریاست مسؤلین دغه ولایت کې د ۹ میلیون افغانیو په ارزښت دپلاستیکي توکو د تولید فابریکې د فعالیت پیل خبر  ورکوي.

د یاد ریاست رئیس محمد خان ځواک وایي، چې یادې فابریکې پر فعالیت پیل کړی، چې نېږدې ورځو کې به یې رسمي افتطاح هم ترسره شي.

د دغې فابریکې مسؤل شاه محمود عابد وایي، چې اوس مهال دغه فابریکه کې شاو خوا ۲۰۰ تنو ته کار زمینه برابره شوې ، چې  ۹ تنه یې په مستقیم ډول کار کوي او پاتې نور یې په غیر مستقیم ډول په کار بوخت دي.

د عابد په خبره چې دغه فابریکه کې هغه پلاستیک کارېږي کوم چې چاپېریال کې د ککړتیا سبب ګرځي او تر راټولېدو وروسته له خلکو په مناسبه بیه اخیستل کېږي.

همدا راز د دغه ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسؤلین زیاتوي ، چې یاد ولایت کې پانګوالو ته د پانګونې برخه کې مناسب شرایط برابر شوي چې سږ کال پانګوالو پر بېلابېلو لکه خوارکي او غیر خوارکي توکو تولید برخو کې یو شمېر کارخونې جوړې کړې دي.

تړلي موضوعات