د شام د بایللو او ګټلو کیسه
شام یا د ( انبیاوو خاوره) د اسلامي نړۍ هغه مهم جز دی چې د حرمينو له مبارکې خاورې وروسته تر ټولو لوړ مقام او حیثیت لري. دا خاوره مسلمانانو د ابوعبیده بن الجراح، خالد بن وليد، عمرو بن العاص، شرحبیل بن حسنة رضی الله عنهم د اتلوليو او د یرموک او اجنادین د درنو قربانیو په قیمت راخپله کړه.
وروسته شام د اموي خلافت مرکز شو، له همدې ځایه د شرق او غرب پر خوا د فتوحاتو لښکرې لیږل کیدلې، دمشق له اندلسه، تر کاشغر او قفقازه د بریمنو لښکرو د قومندې مرکز وو. پر اسلامي نړۍ د صلییي او تاتاري یرغلونو په وخت کې هم دا سیمه د اسلامي امت وروستی مورچل وو. دلته لکه څنګه چې د زنګیانو او ایوبیانو تورې د صلیب پر وړاندې د اسلام د دفاع لپاره وچلېدې، په عین جالوت کې سلطان قطز د ( جیش التتار لاتقهر) روایت مات کړ او د چنګیزیانو زوال پيل شو.
شام لکه څنګه چې د فتحو او اسلام ساتنې د مبارزو مرکز و، د علم او ثقافت په ډګر کې هم له چا وروسته نه و، د خورا سترو محدثینو، فقهاوو، مؤرخينو، صوفیانو او ادیبانو نومونه له همدې خاورې سره تړلي دي چې دلته یې له تفصيل تیريږو.
شام یا سوريه وروستیو پیړیو کې شاوخوا ۴۰۰ کاله د عثماني خلافت تر واک لاندې پاتې شوه. د عثماني دولت د ضعف او سقوط په جریان کې، چې اسلامي امت ته له غرب څخه د ملتپالنې افکار راغلل، په شام کې د عربي ملتپالو خوځښت پيل شو، د دې حرکت بنسټګر د صلیبي مستشرقينو هغه محلي شاګردان وو، چې اکثره یې په قوم عرب او په عقيده مسيحیان یا له نورو غیر اسلامي فرقو سره تړلي وو.
په شام کې د قومي فعالیتونو پیل د کلتوري ټولنو په بڼه وشو، لکه د "النهوض العربی" ټولنه چې په ۱۹۰۶م کې په دمشق کې جوړه شوه او د "العربیة الفتاة" ټولنه چې په ۱۹۱۱م کې په پاریس کې تاسیس او وروسته دمشق ته ولېږدېده او هلته يې تر ۱۹۲۰م پورې فعالیت درلود.
د ملتپالو خوځښتونو په لړ کې په ۱۹۱۳م کال کې په پاریس کې لومړنی عربي ملتپالکنفرانس جوړ شو، دا په داسې حال کې چې دغه وخت په واکمنو ترکانو کې هم د قومپالنې خوځښت زور نیولی و او د پان ترکیزم په نوم مفکورې په ځوان نسل کې په خپرېدو وې.
کله چې په ۱۹۱۴م کال کې لومړۍ نړیواله جګړه پیل شوه، عثماني خلافت د آلمان په ملاتړ جګړې ته ننووت. په همدې وخت کې د "عربوپاڅون" په نوم د عثماني ترکانو خلاف پاڅون وشو چې د حجاز والي امیر حسین بن علي یې مشري کوله. انګرېزانو هغه د لويې عربي واکمنۍ په ورجوړولو تېر ایست، د عثماني دولت خلاف یې بغاوت وکړ چې د شام خلک هم ورسره یوځای شول.
د جګړې پایله د عثماني ترکانو او آلمان ماته او د بریتانیا او فرانسې بری و.دغه وخت چې عثماني ترکان له عربي ځمکو په شا شوي وو، د دې په ځای چې د عربو په خاورو یو متحد حکومت جوړ شي، عربي سيمې د سایکس - پیکو تړون او د بالفور اعلامیې له مخې د بریتانیا او فرانسې ترمنځ وویشل شوې، چې په هغه کې فلسطين د یهودانو لپاره په نظر کې نیول شوی و. له دې ورځې شام د سوریې، لبنان، فلسطين او اردن په نومونو څلور ټوټې شو.
په ۱۹۲۰م کې د سوریې ملي کنفرانس فیصل بن حسین د سوریې پاچا اعلان کړ. په همدې کال کې د سان ریمو کنفرانس پرېکړه وکړه چې سوریه به د فرانسې تر ولکې لاندې راشي. فرانسې فیصل ته اخطار ورکړ چې فرانسوي اشغال ومني او د سوريې پوځ منح کړي.
فرانسې د دمشق پر لوري پوځونه واستول. فیصل د ولس په ملاتړ د جهاد اعلان وکړ . د فرانسوي پوځ او د سوریې د دفاع وزیر یوسف العظمه ترمنځ د میسلون په سيمه کې سخته جګړه وشوه، خو د فرانسې پوځ بریالی شو او دمشق یې ونیو.
له دې وروسته، فیصل دمشق پرېښود، فرانسویانو په بشپړ ډول سوریه ونیوله. فرانسې سوریه څلور برخې کړه: دمشق، حلب، د علویانو دولت، او د دروز دولت.
د دې اقداماتو په وړاندې شاميانو مقاومت پیل کړ. په ۱۹۲۵م کال کې د دروزو پاڅون د فرانسویانو پر وړاندې پیل شو، چې ځینې سیمې یې ونیولې هغوی په څو جګړو کې بریالي شول، خو فرانسویانو په سختۍ سره دغه پاڅونونه وځپل.
وروسته د سوریې لپاره ملي حکومت په نوم حکومت اعلان شو خو فرانسویانو دا حکومت په ۱۹۳۰م کې منحل کړ. فرانسې په ۱۹۳۶م کال کې د یوې معاهدې په ترڅ کې سوریې ته مشروط استقلال ورکړ. په ۱۹۴۱م کال کې د ملي مقاومتونو او نړیوال فشارونو له امله، فرانسې سوریې ته تر پخوا ډېر استقلال ورکړ، خو خپل پوځونه یې وساتل.
په ۱۹۴۳م کال کې شکري القوتلي د سوریې د خپلواک جمهوریت لومړی ولسمشر وټاکل شو، له دې وروسته په ۱۹۴۶م کال کې فرانسې خپل پوځونه له سوریېوایستل، چې د سوریې بشپړې آزادۍ ته یې لاره هواره کړه.
تر استقلال وروسته، په سوریه کې د پوځي کودتاوو یوه سلسله پیل شوه. په ۱۹۵۸م کال کې په سمبولیک ډول د مصر او سوریې یووالی اعلان شو، خو په ۱۹۶۱م کال کې دا یووالی د یوې پوځي کودتا له لارې ختم شو. بیا د ۱۹۶۳م کال د مارچ په ۸مه "د بعث عربي سوسیالست ګوند" کودتا وکړه. دا ګوند زیاتره د غیر اسلامي اقلیتونو له غړو جوړ شوی وو، لکه نصیریه، دروز، او عیسویان.
د بعث واکمنانو په ښکاره توګه د اسلام پر وړاندې مخالفت اعلان کړ، دوی به ویل عربيت زموږ دين دی. د بعثيانو په واکمنۍ کې د امين الحافظ له سقوط وروسته د نصیريانو او دروزو نفوذ زیات شو او د سوریې اصلي واکمن سنيان حاشیې ته لاړل، د بعثيانو لومړۍ کارنامه دا وه چې د ۱۹۶۷م په جنګ کې (هغه وخت چې حافظ الاسد د دفاع وزیر و) د جولان ستراتيژيکه سیمه يې اسرائیلو ته وبایلله. وروسته د حافظ الاسد په واکمن کېدلو سره په سوریه/ شام د ظلم، بي دينۍ، استبداد او وحشت یو داسې حالت راغی چې شاید دې مبارکې خاورې یې کله هم ساری نه وي لیدلی.
حافظ الاسد له ۱۹۷۰م څخه تر ۱۹۹۸م کال پورې په سوریه واکمن و، حافظ الاسد چې نصیري ريښه یې درلوده په تدريج سره یې په واکمنۍ کې د هغو سنيانو واک کمزوری کړی چې د اتیا فیصده اهل السنة سره یې اړه درلوده. حافظ الاسد د استخباراتي اصولو په اساس واکمني چلوله او هر مخالف غږ یې په ډېر ظلم او تشدد سره سرکوب کاوه. د ده په وخت کې شام په تېزۍ سره د کفر، الحاد او سیکولریزم لور ته روان و. فساد او رشوت د سیاسي، اداري، قضايي او اقتصادي چارو ټولې برخې ونیولې او خلکو سخت کړاوونه وزغمل.
د حافظ الاسد د استبداد په وړاندې د شيخ مروان حديد او د اخوان المسلمين ګوند د ځینو سرلارو په مشرۍ فکري مقاومت روان و، تر دې چې دغه مقاومت د پاڅون کچې ته ورسېده، په ۱۹۸۲ م کال کې حافظ الاسد د حماة د مسلمانانو احتجاج د ټانګونو او جنګي الوتکو په مټ سرکوب کړ، حافظ الاسد په حماة کې په ۱۴ ورځو کې تر څلویښت زره زیات بې ګناه مسلمانان قتل عام کړل. دغه راز یې لسګونه زره مسلمانانو زندانونو ته واچول. د حافظ الاسد مظالم خورا هيښوونکي دي، له دې جملې د نوموړي په لاس د ۲۵ زره مسلمانانو اعدام هم د یادولو وړ دی چې په ډلییزو قبرونو کې تر خاورو لاندې شول.
حافظ الاسد د خپلې ظالمانه واکمنۍ د دوام لپاره خپل مشر زوی باسل روزلی و، خو هغه د نوموړي د ژوند وروستیو کې په یوه ناڅاپي حادثه کې ووژل شو، نو ځکه یې خپل دوهم زوی بشار الاسد خپل ځایناستی وټاکه. بشار الاسد هم د پلار تګلارې ته دوام ورکړ، په ځانګړي توګه په تېرو ۱۳ کلونو کې یې د خپل استبدادي واک د ساتنې لپاره نه یوازې ټوله سوریه ونړوله، بلکې په میلينونو خلک یې شهیدان، مهاجر او بې کوره کړل. نوموړی په عربي نړۍ کې د ظلم او نفرت سمبول و چې سقوط ته یې شیبې شمارل کیدې.
د بشار الاسد په وړاندې چې ۱۳ کاله وړاندې د عربي پسرلي په لړ کې یو ځل بیا قیامونه پيل شول، سره له دې چې نوموړي دغه قيامونه په ډېر ظلم او تشدد وځپل، اما د تحریر الشام ډله چې د څو د جهادي ډلو یوه ایتلافي تشکيل دی په دې وتوانېد چې تر دې وخته د سوریې په شمال ادلب کې مقاومت ته دوام ورکړي. بالاخره څو ورځې وړاندې همدې ډلې د بشار الاسد د حکومت خلاف د ردع العدوان په نوم تهاجمي عمليات پيل کړل، هيچا تصور نه و کړی چې دغه تهاجم به دغسې حیرانوونکي نتایج ولري. حلب او حماة مهم ښارونه یو په بل پسې فتح شول او د یکشنبې په شپه چې رسنيو د حمص د سقوط وړاندوینه کوله، سهار د دمشق د فتحې او بشار د تيښتې خبر سر ټکی و.
په دې ډول شام یو ځل بیا خپلو مالکانو ته په لاس ورغی، هوکې ، شام یو ځل بیا شام او دمشق یو ځل بیا دمشق شو. نور به د شام او دمشق د نوم له یادېدو سره د چا ذهن ته د بشار الاسد، حزب البعث او حماة د قتل عام تصورات نه ورځي. بلکې د اسلامي شام د علمي، جهادي او فرهنګي عظمت یادونه به ورسره تازه کیږي.
د دمشق فتحه او د بشار الاسد د واکمنۍ پای یوازې د کوم حکومت تبدیلي نه ده، بلکې د اسلامي نړۍ د هغه ورک جزء بیرته راستنیدل او د مسلمانانو لاس ته لوېدل دي چې شاوخوا شپږ لسیزې ورباندې د پردیو اجیران واکمن و او خپلو اصلي مالکانو په کې د بې کورۍ احساس کاوه.