نړۍ کې د اټومي وسلې لرونکي ۹ هېوادونه؛ کوم یو یې تر ټولو پیاوړې اټومي زېرمي لري؟
د استکهلم سولې او څېړنو نړېوالې مؤسسې په خپل تازه راپور کې، چې د ۲۰۲۵ کال جنوري میاشت کې خپور شوی د نړۍ ۹ هېوادونه په رسمي یا غیر رسمي ډول د اټومي وسلو درلودونکي دي.
هغه وسلې چې د نړېوال امنیت لپاره تر ټولو ستر ګواښ په توګه پېژندل کیږي او لا هم د اټومي وسلو پر سر سیالۍ یوه نړېواله ستونزه ده.
امریکا، روسیه، چین، فرانسه او بریټانیا د اټومي وسلو اصلي درلودونکي پنځه هېوادونه دي، چې د اټومي وسلو پراختیا مخنیوي تړون (NPT) له لاسلیک کوونکو هم شمېرل کیږي.
د دغه تړون لرونکي هېوادونه د موجوده وضعیت ساتنې او نورو هېوادونو له اټومي وسلو راګرځولو مسئولیت لري.
بلخوا هند او پاکستان چې په سیمه کې د دوو سیالانو په توګه پېژندل کیږي، هیڅکله یې دغه تړون نه دی لاسلیک کړی او دواړو وروستیو کلونو کې خپلې اټومي زېرمي پراخې کړې دي.
هند په ۱۹۷۴ کال کې لومړنۍ اټومي ازموینه وکړه او پاکستان بیا له ۱۹۹۸ کلونو وروسته د اټومي هېوادونو په ډله کې شامل شو.
شمالي کوریا هم په پیل کې د NPT غړی و، خو په ۲۰۰۳ کال کې له دې تړونه ووت او له ۲۰۰۶ کال تر اوسه یې څو اټومي ازموینې کړې دي.
که څه هم اسرائیلو تر اوسه د خپلو اټومي وسلو موجودیت رسما نه دی تائید کړی، خو ډېری کارپوهان په دې باوري دي، چې یاد هېواد اټومي زېرمي په واک کې لري.
ایران بیا تل خپل اټومي پروګرام سولهییز اعلان کړی او د اټومي انرژۍ نړېوال سازمان هم تر اوسه له یاد پروګرام پوځي استفاده کول نه دي تائید کړي.
ایران وروستیو کلونو کې د یورانیمو غني کولو کچه تر ۶۰ سلنې لوړه کړې، چې د وسلې جوړولو ته نږدې شوی.
لاندې جدول کې د هېواودونو نومونه او د اټومي سرګلولو شمېر په ګوته شوي:
روسیه: ۴۳۰۹
د امریکا متحده ایالات: ۳۷۰۰
چین: ۶۰۰
فرانسه: ۲۹۰
بریټانیا: ۲۲۵
هند: ۱۸۰
پاکستان: ۱۷۰
اسرائیل: ۹۰
شمالي کوریا: ۵۰
دغه شمېرې ښيي، چې روسیه او امریکا د اټومي وسلو تر ټولو سترې زېرمې په واک کې لري او پاتې هېوادونه دغې سیالۍ کې په ټیټه کچه شامل دي.