د امیرالمؤمنین (حفظهالله) اختریز پیغام؛ د امت د سعادتمندۍ لارښود
د اختر په سپېڅلې فضا کې چې د مؤمنانو زړونه د شکر، اطاعت او دعا احساسات لري، د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ الحدیث والقرآن مولوي هبةالله اخندزاده (حفظهالله) اختریز پیغام د سرتاسري امت زړه ته د روحانیت، شعور او عمل غږ دی. دا پیغام نه یواځې د اختر د مبارکۍ یو دودیز پیغام دی، بلکې یو جامع منشور دی چې امت ته د دین، دنیا او اخرت سمه لار ورښيي.
دیني بُعد: پر تقوا، توحید او اطاعت ټینګار
امیرالمؤمنین (حفظهالله) د خپل اختریز پیغام په لومړیو کې امت ته د تقوا او اطاعت پیغام ورکوي او مؤمنان هڅوي، چې د لوی اختر د حقیقي روحیې درک وکړي، کوم چې یواځې قرباني نه ده بلکې د نفس، خواهشاتو، ظلم، نفاق او مادي عبادتونو قرباني ده.
په پیغام کې دا ټکی ډېر ژور بیان شوی چې: الله ته د قربانیو غوښې او وینې نه رسېږي، بلکې تقوا ده چې قبولیږي.
دا پیغام امت ته وریادوي، چې اصلي نجات د الله په اطاعت، سنتو ته په تمسک او اسلامي نظام ته په وفادارۍ کې دی. په دیني برخه کې امیرالمؤمنین د علم، دعوت، او اخلاقو ارزښت ته ځانګړی ځای ورکړی، چې مؤمنان دین یوازې د عبادت په محدوده کې ونه ګڼي، بلکې د ژوند لپاره یې یو بشپړ نظام وبولي.
ټولنیز پیغام: د وحدت، عفوې او ترحم غږ
د پیغام یوه مهمه برخه ټولنیزې اصلاح ته ځانګړې شوې ده. امیرالمؤمنین (حفظهالله) د اختر له برکتي موقع څخه په استفادې خلک د عفوې، ورورولۍ، یووالي او د یو بل د حقونو رعایت ته رابولي. هغه مسلمانان هڅوي، چې د اختلافونو پرځای یو بل ته د خوښۍ، رحم او مرستې لاس ورکړي.
په ځانګړې توګه په دې پیغام کې د کونډو، یتیمانو، شهیدانو او بېوزلو د کورنیو یادونه شوې، چې باید د اختر خوښۍ له دوی سره په ګډه ونمانځل شي. دا ډول انساني او رحممحوره تعبیر د نړیوالې اسلامي ټولنې د واقعي هویت ښکارندوی دی.
امنیتي او سیاسي پیغام: د خپلواک نظام ثبات ته ژمنتیا
امیرالمؤمنین (حفظهالله) په خپل اختریز پیغام کې د اسلامي امارت له امنیتي لاستهراوړنو یادونه کړې او خلک یې هڅولي، چې له اسلامي نظام سره مرسته وکړي او د نظام د بدنامۍ، کمزوري کولو او بېثباتۍ هڅو ته متوجه اوسي.
د امیرالمؤمنین (حفظه الله) له پیغامه ښکاري، چې د اسلامي امارت هدف یوازې واک نه دی، بلکې د امت د عزت، خپلواکۍ، شرعي عدالت او اسلامي نظام تأمین دی. هغه له مسلمانانو غواړي، چې د بهرنیو دسیسو، دروغجنو تبلیغاتو او شومو ذهنیتونو پر وړاندې هوښیار اوسي.
په سیاسي برخه کې دا پیغام د افغانستان د اسلامي هویت ژغورنې، د اسلامي امارت د مشروعیت او د نړیوالو لهخوا د شفاف تعامل غوښتنه هم کوي. دا یو متین، متوازن او حکیمانه دریځ دی، چې هم اسلامي ارزښتونه په کې مراعت شوي او هم د بینالمللي اړیکو حکمت په کې له ورایه په څپو دی.
اقتصادي او ټولنیز اصلاحات: د خپلواک اقتصاد بنسټونه
د اختریز پیغام یوه مهمه برخه اقتصادي خودکفايي ته ځانګړې شوې. امیرالمؤمنین (حفظهالله) پر دې ټینګار کوي، چې اسلامي اقتصاد باید تقویه شي، داخلي تولید ته وده ورکړل شي او بیتالمال باید پر شفافیت، امانتدارۍ او عدالت ولاړ وي.
د هغه پیغام د اسلامي اقتصاد هغه روح احیا کوي، چې فقر د تقوا ضد نه ګڼي، بلکې یو اجتماعي ستونزه یې بولي چې حل یې د بیتالمال سم مدیریت، د تولیدي سرچینو پراخوالی او د حرامو سرچینو مخنیوی دی.
د اخرت فکر؛ د کامیابۍ اصل
د امیرالمؤمنین (حفظهالله) د پیغام یو تلپاتې ارزښت دا دی، چې د دنیا هر غم، امتحان او سختي باید د اخرت له فلاح او کامیابي سره وتلل شي. هغه مؤمنان هڅوي، چې خپل فکر، ژوند، سیاست، قرباني، اخلاق او نور ټول شیان یوازې د الله د رضا لپاره کړي ځکه اصلي کامیابي نه په مادیاتو کې ده او نه په شهرت کې، بلکې د الله په رضا او د قیامت د ورځې په نجات کې ده.
پایله: دا پیغام د امت د بیدارۍ رسا غږ دی
د امیرالمؤمنین (حفظهالله) اختریز پیغام یواځې د اختر د مبارکۍ الفاظ نه دي، بلکې د یوه امت، اسلامي ټولنې او د یوه پرتمین نظام د رهبرۍ فکري غږ دی. دا پیغام موږ ته را زده کوي، چې اسلام یواځې جومات نه دی، بلکې ژوند دی، حکومت دی، عدالت دی، اقتصاد دی، سیاست دی او رحمت دی.
د داسې پیغامونو که قدر وشي او عملي شي، نو د امت د اصلاح، بیدارۍ او د ټولنې د پرمختګ بنسټونه ږدي.