امازون ځنګلونه؛ د نړۍ سږي او طبيعي ساتونکی
امازون ځنګلونه چې د امازون باراني ځنګلونه هم ګڼل کېږي، د امازون سيمه کې يو مرطوب او ګرم ځنګل دی چې د سوېلي امريکا د امازون حوزې ډېره برخه په کې شامله ده. دغه حوزه اووه میليونه (۷۰۰۰۰۰۰) کيلومتر مربع سيمه ده چې پنځه نيم میليونه کيلومتر مربع برخه يې باراني ځنګلونه دي او د ۹ هېوادونو د قلمرو برخې په کې دي.
د امازون ځنګل ډېره برخه د برازيل هېواد جغرافيه بلل کېږي چې نږدې ۶۰ سلنه يې باراني ځنګلونه دي، پاتې نوره برخه يې د پيرو، کولمبيا، بوليويا، ايکواډور او نورو هېوادونو اړوند ده.
د ځمکې له نيمايي ډېر باراني ځنګل
له معلوماتو سره سم امازون د ځمکې د سيارې له نيمايي برخې ډېر باراني ځنګلونه لري چې د نړۍ تر ټولو رنګينه برخه هم بلل کېږي او تر ۳۹۰ میلياردو ونې په کې دي، چې د نادرو ونو ۱۶ زره ډوله لري.
د تودوخې درجه
د پوهانو او متخصصينو په اند د امازون ځنګلونه تر ټولو باثباته اقليم لري چې د تودوخې درجه په کې له ۲۷ سلنې لوړه نه ځي.
۲۰٪ اکسيجن
ډېری پوهان په دې اند دي چې امازون ځنګلونه د ځمکې د کُرې د سږو حيثيت لري او يوازې دې ته به اشاره بس وي چې دغه ځنګلونه د هغه اکسيجن ۲۰ سلنه توليدوي چې د نړۍ میلياردونه اوسېدونکي پرې پايي.
سيندونه
د امازون د دې ځنګلي سيمې سيندونه سره له دې چې د نورې نړۍ له سيندونو ډېر توپير نه لري، خو دا سيندونه د نړۍ د پاکو اوبو يوه ستره او مهمه سرچينه بلل کېږي، چې ټول شمېر يې ۵ دی او مشهور يې د امازون سيند دی چې د حجم له پلوه د نړۍ تر ټولو ستر او د اوږدوالي له پلوه د نړۍ دويم سيند بلل کېږي، دغه سيند ۱۷ مرستيال سيندونه لري.
د (ريو حمزه سيند) بل هغه لوی سيند دی چې د امازون ځنګل په هغه برخه کې دی چې د برازيل اړوند ده او اوږدوالی يې ۶۰۰۰ کيلو مترو ته رسېږي. دا سيند په ۲۰۱۱ کال کې کشف شو او نوم يې هم د کشفوونکي په احترام د همغه نوم کېښودل شو، واليا حمزه د برازيل د ملي څارنې ادارې يو ساينسپوه و.
د پوهانو په اند دا سيند هم د لومړي هغه په اندازه اوږد دی خو سور يې د لومړي هغه له ۲۰۰ برابرو هم ډېر دی او تر امازون لاندې يې ژوروالی تر ۴۰۰۰ مترو پورې رسېږي.
د دوو سيندونو اوبه چې په يو بل نه ګډېږي
د انټرنېټ په مخ سلګونه هغه ويډيوګانې شته چې ګرځندویان دغه ځای ته ورغلي او خپله هيښتيا ښيي، هغوی دغه راز د خپلو دغو سفرونو اړوند يونليکونه ليکلي او د دې يادونه يې په کې کړې، چې د برازيل په ماوناس ښار کې چې د ځنګله په ځمکه اباد شوی دی، د ريو نيګرو يا تور سيند او سوليموس سيندونو اوبه يو بل سره څنګ په څنګ په حرکت دي، خو يو په بل نه ګډېږي، دغه سيندونه وروسته دواړه په امازون ورګډ شوي دي. دا هغه څه دي چې د اسلام د مبارک دين په سپېڅلي کتاب قرآن کريم کې الله جل جلاله د «الرحمن» سورت په ځينو ايتونو کې هم ورته اشاره کړې ده، سره له دې چې د ايتونو تفسير په ځانګړي ډول همدغه سيندونه نه شو بللی، خو دا ده چې الله ورځينې ياده کړې ده.
پوهان د دې لاملونه بېلا بېل بولي، چې ولې دا اوبه په يو بل نه ګډيږې، په هغو کې د دواړو سيندونو د تودوخې درجه چې سره په توپير کې ده، د اوبو کثافت او په عضوي موادو يې شموليت، د دواړو سيندونو د سرعت جدا اندازه او د تېزابيت مختلفې درجې هغه څه دي چې پوهان وايي دا اوبه په يو بل ورګډېدو ته نه پرېږدي.
د امازون د سيندونو ماران
په دې وروستيو کې د انټرنېټ په مخ په ځانګړي ډول د ټولنيزو رسنیو په پاڼو يوه ويډيو خپره شوه چې يو لوی مار په کې د سيند په اوبو کې د حرکت په حال کې دی، سره له دې چې دا ويډيو د مصنوعي ځيرکتيا په مټ جوړه شوې وه، خو خلکو د حقيقي په ګومان بېخي ډېره سره لاس په لاس کړه.
النهار وېبپاڼه کې يوې متخصصې د همدې ويډيو تحليل کړی او هغه يې په کره دلايلو غير حقيقي بللې ده، هغې د ويډيو لومړی خپروونکی لوری د انسټاګرام (subarna.mahanti.5) حساب بللی دی چې دا ويډيو يې د روان ميلادي کال د مۍ د مياشتې په اوومه نېټه خپره کړې ده او تر څنګ يې ورسره ليکلي چې لوی اناکونډا مار په امازون کې ليدل شوی.
خو همدې حساب له ويډيو سره د (AI#) نښه ايښې ده، په دې معنا چې دا په مصنوعي ځيرکتيا جوړه شوې ويډيو ده او حقيقي نه ده. دغې متخصصې د ويډيو د جعل اړوند نور قانع کوونکي ځوابونه هم ويلي دي، خو ايا دا سيندونه دغه ډول ماران لري که نه؟
ځواب دا دی چې هو.
د العربيه د تېر کال له يوه راپور سره سم د امازون په باراني ځنګلونو کې دغه ستر اناکونډا مار ليدل شوی دی چې تر ۸ مترونو اوږد او تر ۲۰۰ کيلو ګرامو وزن لري.
له راپور سره سم هالنډي بيولوژي پوه فريک وانک د نړۍ تر ټولو ستر دغه مار د لومړي ځل لپاره د امازون په سيندونو او دښتو کې کشف کړ. دا مار ډېر چټک تګ کوي او له خپل ښکاره د ځان تاوولو له لارې د هغه ژوند اخلي او په بشپړ ډول يې تېروي. خو دا منل شوې خبره ده چې په دې سيمه کې تر دې دمه (۲۰۲۴ کال) يوازې همدغه يو مار ليدل شوی دی او بس.
د انسانانو مېشتېدنه
بېلابېلو څېړونکو د خپلو موندنو په اساس ويلي، چې نږدې ۱۲ زره کاله پخوا انسان په دې سيمه کې مېشت شوی دی خو له دې امله چې د سيمې طبيعت داسې نه دی جوړ چې ډېر خلک په کې واوسېږي، نو خورا لږ انسانان هلته اوسېدلي دي. د دې سيمې اوسني اوسېدونکي هم په ځينو ځانګړو شيانو کې د نورې نړۍ له هغو بدل دي.
امازون د ژويو او نباتاتو غوره ساتونکی
امازون ځنګلونه د نړۍ له هرو لسو پېژندل شويو نوعو څخه يوه په خپله غېږه کې لري چې دا په نړۍ کې د ژونديو نباتاتو او حيواني نوعو تر ټولو لويه مجموعه بلل کېږي.
د ويکيپيډيا له معلوماتو سره سم په دې سيمه کې نږدې دوه نيم میليونه حشرې، لسګونه زره نباتات او تر ۲۰۰۰ پورې الوتونکي، تي لرونکي او ژوي اوسېږي، چې تر دې دمه په کې ۴۰ زره نباتي نوعې، ۲۲۰۰ ډوله کبان، ۱۲۹۴ ډوله الوتونکي، ۴۲۷ ډوله تي لرونکي، ۴۲۸ ډوله ذوحياتين او ۳۷۸ ډوله خزندې له علمي پلوه ډلبندي شوې دي.
انسان د طبيعت دا ساتونکی له منځه وړي
په دې معنا چې انسان د دې لپاره چې دا ځنګلي سيمې په اوسېدو وړ هغو بدلې کړي؛ د دې ځنګل په ځينو سيمو کې يې فعاليتونه کړي دي. له معلوماتو سره سم تر ۲۰۱۸ کال پورې د امازون نږدې ۱۷ سلنه باراني سيمه وار له مخه له منځه تللې وه او دا سلنه ښايي تر اوسه لا ډېره شوې وي او که د اټکل له مخې تر ۲۵ سلنې وښودل شي، نو د متخصصانو په اند دا به د يوې ځنګلي سيمې په غير ځنګلي هغې د بدلولو لپاره د اوج ټکی وي.
متخصصان دې ته اشاره کوي، چې که هر څومره دا ځنګلي سيمې ووهل شي او په څړځايونو او نورو بدلې شي، خو دا چې ځنګل کمېدل د اورښت کمېدو لامل ګرځي، نو سيمې ته اورښت کم رسېږي او د ګټې په ځای يې تاوان ډېرېږي.
د دويچه ويله پښتو څانګې د ۱۳۹۸ په دويمه نيمايي کې په خپل يوه راپور کې ويلي وو، چې د ځنګل وهنې دا چاره په خورا چټکۍ روانه ده او خلک په کې د برازيل ولسمشر پړ ګڼي. سرچينې د يوه برازيلي بنسټ د خپرو کړو شمېرو په اساس ويلي وو، چې ځنګل وهنه د روان کال په سپتمبر کې په ډېرې چټکۍ د پراخېدو په حال کې ده. اورلګېدنې بله هغه ستونزه ده چې دا ځنګلونه ورسره وخت ناوخت مخ کېږي او له امله يې زرګونه ونې له منځه ځي چې د دې ځنګل د کمېدو وېره يې لا ډېره کړې ده.