څېړنه: په مصنوعي ځيرکتيا تکيه کول انسان لټ او غبي کوي

څېړنه: په مصنوعي ځيرکتيا تکيه کول انسان لټ او غبي کوي ټولنیزې

سروې کې د ډېری ګډونوالو په ادراکي هڅو کې د پام وړ کمښت..

يوې نوې څېړنې موندلې ده، چې کوم خلک چې د خپلو کارونو لپاره د مصنوعي ځيرکتيا توکي ډېر کاروي، هغوی په داسې کولو اسانه لار نيسي، ځکه د دې په ځای چې خپله دوی فکر وکړي، له دې وسايلو د فکر کولو کار اخلي، نو په بدل کې يې خپله عقلي توانايي له لاسه ورکوي.

د سافټوير لپاره امريکایي شرکت مايکروسافټ د مصنوعي ځيرکتيا د يوه نوي سيستم "Copilot AI" په رامنځته کولو يوه څېړنه ترسره کړې، چې په ادراکي دندو کې بوخت ۳۰۰ کسانو په کې ګډون کړی دی. څېړنې موندلې، چې په سروې کې د ډېری ګډون کوونکو په ادراکي هلو ځلو کې د پام وړ کمښت راغلی دی. سروې کې ګډونوالو ته د دندې پر مهال د مصنوعي ځيرکتيا د کارونې په څرنګوالي له ۹۰۰ ډېرې بېلګې تشرېح شوې وې.

د المان خبري اژانس له راپور سره سم د دې څېړنې د موندنو له مخې به چې د اپرېل له ۲۶ مې د مۍ تر لومړيو به د کمپيوټنګ سيستمونو اړوند د جاپان په يوکوهاما ښار کې د يوه کانفرنس په ترڅ کې اعلان شي؛ «د ټکنالوژۍ ناسمه کارونه ښايي هغه ادراکي وړتياوې له منځه يوسي، چې بايد وساتل شي».

په بله معنا د مصنوعي ځيرکتيا توکي کارول ښايي وګړي د سختو ادراکي کړنو لکه ستراتيژيانې جوړول او ستونزې اوارول، له ترسره کولو ډډې ته کړي او په ځای به يې هغوی په روزمره يا روټيني کړنو بسنه کوي، لکه د مصنوعي ځيرکتيا د وسايلو په توليد بسنه کول.

د مايکروسافټ شرکت او د امريکايي پوهنتون «کارنيګي ميلون» ګډې څېړونکې ډلې د هغو ګډونوالو چې د خپلو دندو ترسره کولو لکه بريښناليک ليکل يا د ملګرو کار ته کتنه کولو لپاره چټ جي پي ټي کاروي، له ځواب وروسته وويل: «توليدي مصنوعي ځيرکتيا د نقدي تفکر طبيعت اړولی او يوازې د معلوماتو په ترلاسه کولو، د ځوابونو په يوځای کولو او د دندو په اداره کولو يې بدل کړی دی».

تړلي موضوعات