ارزانه هندواڼه.. بې شمېره ګټې او يوازې يو تاوان

ارزانه هندواڼه.. بې شمېره ګټې او يوازې يو تاوان طبي او روغتیايي

سره له دې چې د هندواڼو ۹۲ سلنه اوبه جوړوي، خو بېخي ډېرې داسې ګټې هم لري چې په هره دانه کې يې ویټامین A او C، انټي اکسيډانټ او امينو اسيدونه شته دي. دا هم ويل کېږي چې څومره چې هندواڼه پخه وي هغومره په کې د لايکوپين او بيټا کيروټين کچه لوړه وي.

په کروماټوګرافي مهالنۍ کې خپرې شوې يوې څېړنې ښودلې چې د هندواڼې د پوټکي سپين اړخ لا ډېر سيټرولين او امينو اسيدونه لري، چې دا زړه ته د وينې جريان ښه کوي او داسې د زړه روغتيا او سلامتيا ساتي.
په دې سربېره د هندواڼې زڼي د مګنيزيم، پروټين، صحي غوړو او ویټامین Bلرونکي دي.

لاندې د دې خوږې او ارزانې مېوې ځينې هغه ګټې راخلو چې د انسان بدن ته يې پېښوي او ورپسې يې يوازېنی تاوان هم په ګوته کوو.

۱- په سرطان د اخته کېدو مخنيوی کوي
هندواڼه د لايکوپين مادې په درلودو په هاضمي سيستم کې د سرطان د ناروغيو د رامنځته کېدو مخنيوی کوي.
روغتيا پوهان وايي چې لايکوپين د IGF په نامه انسولينو ته ورته د ودې د فکتور د کمولو له لارې په سرطان د اخته کېدو ګواښ راټيټوي، دا هغه پروتين دی چې د حجرو په وېشلو کې مرسته کوي. هغوی زياتوي چې د دې پروتينو لوړه کچه په سرطان د اخته کېدو ګواښ ډېروي.

۲- د سترګو روغتيا ته ګټه رسوي
لايکوپين سترګې له التهاب او اکسيډيټيو زيان څخه ساتي او دا چې دا د التهابونو ضد او انټي اکسيډانټ مرکب دی، نو د عمر په تېرېدو د ماکولر انحراف مخه نيسي. ماکولر د سترګې هغې برخې ته اشاره ده چې د دقيق ديد مسؤله ده.

۳- د زړه روغتيا پياوړې کوي

هندواڼه کې د شته لايکوپينو لوړه کچه د زړه په ناروغيو د اخته کېدو ګواښ هم کموي، ځکه دا ضرري کوليسټرول او د وينې فشار کموي، د سکای نيوز له راپور سره سم د وينې د لوړ فشار اړوند په يوه امريکايي مجله کې خپرې شوې څېړنې ښودلې چې هندواڼه په سختو چاغو بالغانو کې د وينې د لوړ فشار کمولو کې ګټوره ده.
هندواڼه سيټرولين هم لري، دا داسې اميني اسيد دی چې بدن کې د نايټريک اکسايډ کچه لوړوي او هغه د وينې فشار کمولو کې مرسته کوي.

۴- د عضلاتو دردونه کموي
هندواڼه د سيټريک اسيد د مقدار په لوړولو د عضلاتو درد کموي او په هغو کسانو کې د وينې جريان ښه کوي چې تمرينونه کوي.

۵- د سالنډۍ مخه نيسي
هندواڼه د ویټامین سي غوره سرچينه بلل کېږي، چې دا په سالنډۍ د اخته کېدو ګواښ کموي. څېړنو ښودلې ده چې ویټامین سي التهاب ضد او انټي اکسيډانټ ځانګړتياوې لري او په سالنډۍ د اخته تن په بدن کې د ویټامین سي کچه کمه وي ځکه له دې ناروغۍ کړېږي.

۶- هاضمه ښه کوي
هندواڼه په پراخه پيمانه فايبرونه لري، چې د يوه صحي او سالم هاضمي سيسټم ملاتړ کوي او د کولمو حرکت منظم ساتي.

۷- التهاب کموي
هندواڼه کې د لوړې کچې لايکوپين او ویټامین سي د التهاب او اکسيډيټيو زيان په کمولو کې مرسته کوي. طبي څېړنو ښودلې چې په لايکوپين او ویټامین سي بډايې مېوې خوړل په بدن کې د التهابونو کچه راټيټوي.

۸- بدن مرطوب ساتي
دا چې د هندواڼې بېخي ډېره سلنه له اوبو جوړه ده، نو د بدن رطوبت ساتي او په ځانګړي ډول د اوړي په ګرم موسم کې خورا ګټوره تمامېږي.

۹- د پوستکي او وېښتو روغتيا پياوړې کوي
روغتياپوهان دې ته اشاره کوي چې هندواڼه کې شته وټامن سي او اې د پوستکي او ويښتو روغتيا پياوړې کوي، ځکه وټامن سي د کولاجين جوړولو لپاره اړين دی او دا هغه پروتين دي چې د پوستکي او ويښتو د روغتيا لپاره ډېر ضرور دی. دغه راز وټامن اې د پوستکي د حجرو د ترميمولو له لارې د څهرې په روغ ساتلو کې مرسته کوي.

۱۰- د نعوظ يا عضوي اختلال درملنه کوي
هندواڼه د سيټرولين يوه غوره سرچينه ده کوم چې وروسته د ارجينين په نامه په يوه بل امينو اسيد بدلېږي او هغه په خپل وار په نايټريک اکسايډ بدلېږي، دا هغه توکی دی چې د وينې د رګونو په پراخولو کې مرسته کوي او د وينې رسېدا زياتوي، چې دا په ځانګړي ډول د نرانو لپاره ګټور دی.

يوازېنی تاوان چې هندواڼه يې ښايي ولري
د هندواڼې يوازېنی تاوان ښايي دا وي چې که ډېره زياته وخوړل شي ښايي د اسهال يا د معدې د ځينو نورو ستونزو لامل شي، دغه راز له ۳۰ ملي ګرامو ډېر لايکوپين خوړل هم ښايي د هاضمې د سختېدو، د ګېډې د پړسوب او زړه بدۍ لامل شي.

تړلي موضوعات