د اوږد ژوند لپاره له دې څلورو خوړو او مشروباتو ډډه وکړئ

د اوږد ژوند لپاره له دې څلورو خوړو او مشروباتو ډډه وکړئ طبي او روغتیايي

امريکايي څېړونکی او د روغتيا د برخې کارپوه ‌‌‌‌‌‌ډان پوټر د «شنې سيمې» په نوم يوه اصطلاح لري، چې وروسته له هغه يې وکاروله چې د خپلو سفرونو پر مهال يې د يونان د ايکاریا، د ایټالیا د ساردينیا ټاپو او د جاپان د اوکيناوا په څېر د نړۍ هغه ټولنې وليدې، چې خلک یې اوږده عمرونه پايي. پوټر ومونده چې د دې سيمو خلک ډېری وختونه له نوي او کله هم له سلو کلونو پورته ژوند کوي او په دې سربېره د زړه ناروغۍ او شکرې په څېر له نور مزمنو ناروغيو هم خوندي دي.

شنې سيمې هغه جغرافيايي ځایونه بلل کېږي چې اوسېدونکي یې د نورې نړۍ د وګړو په پرتله تر ډېره ژوندي وي او په مزمنو ناروغيو د اخته کېدو کچه په کې د پام وړ ټيټه وي. د دې لامل د دوی د ژوند ډول او خوراکي عادتونه دي، چې ډېری یې په نباتي خوړو ولاړ دي.

د اوږد عمر راز يوازې په جينونو (ارثي ځانګړنو) کې نه دی، دا د ژوند له ډول او هغو خوړو سره ژور تړاو لري، چې د دې سيمې د خلکو نږدې ۹۵ سلنه غذا جوړوي، چې له نباتاتو جوړه ده او غوښې او چمتو شوي بازاري خوراکونه په کې خورا کم دي.

د «ايرش سټار» وېبپاڼې له راپور سره سم دغه امريکايي کارپوه سپارښتنه کوي، چې څلور ډوله خواړه او مشروبات دي؛ که تاسو يې له کوره بهر کله نا کله د خوراک او څښاک عادت هم ولرئ، خو د کور دننه يې هيڅکله بايد و نه ساتئ، دا کار ستاسو روغتيا او اوږد عمر ته ګټه رسوي:

۱.  پروسس شوې غوښه

پروسس شوې يا چمتو شوې غوښه له هغو خورا مهمو عواملو څخه ده چې په ځينو سرطاني ناروغیو د اخته کېدو ګواښ زياتوي، ځکه د دغو غوښو په جوړښت او ساتنه کې داسې مواد کارول کېږي چې د بدن لپاره له ګواښه ډک مرکبات توليدوي.

۲.  خوږه لرونکي مشروبات

لکه مصنوعي جوسونه، کوکاکولا، سوډا او نور بوره‌لرونکي مشروبات، چې د ډېرو هېوادونو په خوړنيزو رژيمونو کې د پاکې شوې بورې تر ټولو ستره سرچينه بلل کېږي. دا مشروبات د چاغښت او شکرې لامل کېږي او د مېتابولېزم اړوند ستونزې رامنځته کوي.

۳. مالګينې سپکې غذاوې

لکه چپس (ليز) او نور مالګين سره شوي خوراکونه، چې زيات سوډيم او غير صحي غوړ لري. دا ډول خوراکونه د وزن له زياتېدو او د وينې فشار لوړېدو سره ژوره اړيکه لري.

۴.  بسته‌بندي شوي شريني مواد

لکه کريم لرونکي بسکټونه او چمتو شوي کېکونه چې د وينې شکره په چټک ډول لوړوي او بدن کې غوړ زېرمه کوي او له امله يې په چاغښت او د زړه په ناروغيو د اخته کېدو ګواښ ډېرېږي.

پوټر ټينګار کوي چې «که تاسو غواړئ له دغو خوړو خوند واخلئ؛ له کوره بهر يې وخورئ، خو مه پرېږدئ چې هره ورځ مو د پخلنځي برخه وي. داسې به وتوانېږو چې په سل کلنۍ کې يو بل سره ووينو!».

د امريکا د ملي طبي کتابتون د څېړنو له مخې د اوکيناوا او ساردينيا غوندې سيمو کې له نيم نباتي غذايي سيستم سره په څنګ کې د منځني ډول فزيکي فعاليت او پياوړی ټولنيز تړاو د روغتيا له پياوړې کېدا او د ژوند په اوږدو کې له مزمنو ناروغيو په خوندي کېدا کې مرسته کوي.

تړلي موضوعات