سرمقاله: د ایران او اسراییلو جګړه کې د سیمې تقدیر
د نړۍ سیاسي نقشه ښايي د ایران او اسراییلو ترمنځ د شخړې له امله بدلون ومومي. د ایران او اسراییلو ترمنځ وروستیو نښتو دا پوښتنه پورته کړې، چې آیا دا د دواړو هېوادونو ترمنځ زور ازمویل دي، که سیمه کې د پراخې جګړې پر لور روانه مرحله ده؟
د اسراییلو هوایي بریدونه چې د ایران پر مهمو پوځي او استخباراتي تاسیساتو ترسره شول، د یوې اوږدې او پټې دښمنۍ ښکاره کول دي. غبرګون کې یې ایران هم د بالیستیک توغندیو او بې پیلوټه الوتکو پرمټ اسراییل نښه کړ او د هغه ډک زړه تشولو هڅه یې وکړه، چې د غچ دروند بار پرې له اوږدې مودې ایښی و. دا تاریخي رقابت اوس په ښکاره اور بدل شو، چې ټولې سیمې ته تاوان رسوي.
دا نښته د ټولې سیمې امن، سیاسي ثبات او نړیوالو اړیکو لپاره واضح ګواښ دی. که د دواړو ترمنځ دا غبرګون لږ نور هم وړاندې لاړ شي، نو وضعیت به د سیاسي حل له مرحلې ووځي او ممکن پراخې جګړې ته ننوځي.
د اسلامي نړۍ لپاره دا حالت د عبرت او ویښتیا زنګ دی. له کلونو راهیسې د فلسطین مظلوم ولس وینې بهیږي، خو اوس جګړه د غزې له کوڅو وځي او د فارس خلیج، شام، لبنان او د اشغالي قدس ترڅنګ د ډیپلوماسۍ له مېزونو تر استخباراتي خونو زور اخلي.
دا وضعیت اسلامي امت لپاره مهم آزمیښت دی. ملتونه باید د جذباتو پر ځای د بصیرت، حکمت او اصولو پر بنسټ خپل دریځونه غوره کړي. زموږ اسلامي امارت چې د عقلانیت، استقلال او حکیمانه سیاست نښه ګرځېدلې، دا مسوولیت لري چې د اسلامي امت د درد پر وړاندې خپل اصولي او متمدن دریځ بیان کړي.
موږ باید پوه شو چې د اسراییلو سیاست د جګړې له لارې د مسلمانانو ترمنځ د تفرقې اچولو او ځواک ضعیفولو پراخه تګلاره ده. هغوی هڅه کوي چې اسلامي هېوادونه یو بل سره مصروف وساتي، څو د قدس د آزادۍ هیلې همداسې په خوب پاتې شي.
صهیونیستي مشران پوهېدلي چې د نړۍ مسلمانان په یوه خوله د خپل بیت المقدس د آزادۍ فکرونه پایي. دا مسلمانان به بسیج کیږي او د دوی له حلقوم څخه به اشغالي فلسطین راباسي او آزادوي به یې، نو له همدې امله غواړي چې په هر هېواد کې دننه په بېلابېلو پلمو مسلمانان او حکومتونه وځپي یا یې خپلو کې په بېلابېلو پلمو اخته کړي.
د ایران او اسراییلو دا شخړه باید اسلامي هېوادونو ته ستر فکري او سیاسي درس وي. اسلامي نړۍ باید د اختلافاتو له امله ستر هدف هېر نه کړي او نه باید د استخباراتي لوبو ښکار شي. دوی ته پکار ده چې له خپلې ژبې، قلم، فکر او دریځه داسې استفاده وکړي چې امت د وحدت، بیدارۍ او عزت پر لور رهبري شي.
اسلامي امارت د حکیمانه حاکمیت پر بنسټ د نړۍ پام ځان ته اړولی. اوس کولای شي د امت په منځ کې د اعتدال، ورورولۍ او اصولي سیاست سمبول شي، چې دا د افغانستان ترڅنګ ټولې سیمې لپاره په خیر دی.
د سیمې وروستي بدلونونه مهم خبرداری دی. امت باید د کفري دسایسو پر وړاندې ځیرک او چمتو وي. له عصري ټکنالوژیو څخه باخبر او هم پرې لاسبری وي، څو په حکمت، قوت او یووالي سره د اسلامي ارزښتونو دفاع وکړای شي.
اسلامي حکومتونه دې د اسلامي امت ترمنځ وحدت لپاره په دې حساس وضعیت کې هوښیارانه، متوازن او غیر احساساتي دریځ غوره کړي؛ ځکه د حق ملاتړ، د ظلم غندنه او د امت عزت د ټولې اسلامي نړۍ مشترک مسوولیت دی، چې باید ادا یې کړي.