آیا کولی شو چارجرونه تل له برېښنا سره نښتي پرېږدو؟

آیا کولی شو چارجرونه تل له برېښنا سره نښتي پرېږدو؟ ټولنیزې

چارجوونکي وسايل يا چارجرونه نن سبا له دې امله د ورځني ژوند یوه نه بېلېدونکې برخه ګرځېدلي، چې خلک يې د خپلو موبایلونو، کمپیوټرونو، ځيرکو ساعتونو او نورو ډېرو وسایلو د چارج کولو لپاره کاروي.

سره له دې چې موږ په دې اند يوو چې که دا وسايل له برېښنا سره نښتي هم پاتې شي، کوم ضرر نه لري، خو انډيپنډنټ ورځپاڼه د متخصصینو له خولې وايي چې د دغو چارجرونو دننه چې موږ  يې هره ورځ کاروو، داسې ناڅاپي خطرونه پټ دي چې ډېری خلک پرې نه دي خبر.

د ورځپاڼې له دغه راپور سره سم څېړنو ثابته کړې ده چې دا وسايل برېښنا زبېښونکي دي، چې له امله يې د برېښنا بيلونه هم زياتېدی شي او د کورونو خونديتوب ته هم ګواښ پېښوي.

پوهان دې ته اشاره کوي چې د هر چارجر دننه یو پېچلی بریښنايي سیستم شته، چې د برېښنا له سرچېنې نه راتلونکی AC (بدیل جریان) په DC (ثابت جریان) تبدیلوي چې زموږ وسایلو ته مناسب دی. دا پروسه د ټرانسفرمرونو، د تبديل سيستمونو او فلټرونو په څېر ګڼ شمېر برېښنايي وسايل غواړي.

ثابت جریان دا ځانګړتیا لري چې الکترونونه یې د يوې دايرې دننه یوازې په یوه لوري حرکت کوي، خو په بدیل جریان کې دا الکترونونه  له ګردش پرته شا او مخې ته حرکت کوي.

که څه هم برېښنا په AC بڼه تولیدېږي، خو ډېری نوي وسايل DC ته اړتیا لري، نو له همدې امله تقریباً هره وسیله یو  (AC-DC) تبدیلوونکی لري.

اصلي ستونزه په هغه څه کې ده، چې «د برېښنا خيالي لګښت» یا «د وینه‌څښونکې انرژي» په نوم یادېږي. کله چې تاسې یو چارجر همداسې نښلېدلی پرېږدئ، نو که څه هم وسایل ورپورې نه وي نښتي، بیا هم له دې امله يوه اندازه بریښنا مصرفوي چې د کنټرول او خوندیتوب سیستمونه یې فعال پاتې شي. پاتې انرژي بیا د تودوخې په بڼه ضایع کېږي. که څه هم خلک دا له پامه غورځوي او وايي چې د يوه چارجر به لا څه لګښت وي، خو د ټولو چارجرونو ګډ مصرف په کور کې د کال په اوږدو کې سلګونه کیلوواټه ساعت برېښنا ضایع کولی شي.

خو ستونزه یوازې د برېښنا د ضایع کېدو نه ده. هغه چارجرونه چې ارزانه او غير باوري دي، يو حقيقي ګواښ راولاړولی شي. دا ډول چارجرونه چې د برېښنا د فشار له پرله‌پسې تغیراتو سره مخ شي، داخلي سيستم يې زيانمنېدی شي او دا وروسته د شارټۍ او ان د اورلګېدنې لامل کېدی شي. پوهان ټينګار کوي چې په دغه حالت کې مو که ولیدل چې چارجر غیرمعمولي ډول تودېږي یا عجیبه غږونه وباسي؛ نو غوره ده چې ژر تر ژره یې بدل کړئ.

تر ټولو ښه حل دا دی چې چارجرونه هغه وخت له برېښنا څخه لرې کړئ چې کار نه ترې اخلئ، په ځانګړي ډول د شپې يا هغه وختونه چې له کوره وځئ. همدا راز هڅه وکړئ چې د معتبرو شرکتونو لوړ کیفیت لرونکي چارجرونه وکاروئ، ځکه دا ډول چارجرونه د خوندیتوب پرمختللي سیستمونه لري او په standby حالت کې هم لږه بریښنا کاروي.

د متخصصينو په وينا په دې توګه تاسو نه یوازې خپل کور او وسایل خوندي ساتئ، بلکې د برېښنا د بیلونو په کمولو کې هم مرسته کوئ او چاپېریال ته هم ګټه رسوئ.

تړلي موضوعات