بادام د سرطان، شکر او زړښت طبیعي مخ نيوونکی

بادام د سرطان، شکر او زړښت طبیعي مخ نيوونکی طبي او روغتیايي

بادام د لوړ غذایي ارزښت او بېلابېلو روغتیایي ګټو درلودو له امله ځانګړی ځای لري او د یو شمېر خطرناکو ناروغیو لکه لوړ کولېسټرول، شکر او سرطان پر وړاندې مبارزه کې مرسته کوي.

ویري وېل هیل(VeryWell Health) طبي وېبپاڼې د بادامو اړوند يو مطلب خپور کړی چې د طبي څېړنو په بنسټ د بادامو ځینې مهمې ګټې بیانوي:

کولسټرول کمول

څېړنو ښودلې چې د بادامو په ترکیب کې شته صحي غوړ کولای شي د مضر کولسټرول (LDL) کچه راټیټه کړي او ګټور کولسټرول (HDL) خوندي وساتي، چې دا د زړه په ناروغيو د اخته کېدو ګواښ کموي.

د سرطان ګواښ کموي

څېړنې ښيي چې بادام د التهاب او اکسېډېشن ضد خاصیتونو لرونکي نباتي مرکبات لري او دا مرکبات د ځینو ډولونو سرطانونو مخنیوي کې مرسته کوي.
 یوه څېړنه ښيي چې هغه کسان چې بادام، چارمغز او ممپلي زیات خوري، د سينې په سرطان د اخته کېدو ګواښ يې د نورو په پرتله درې برابره کمېږي.

د زړه روغتیا ته وده ورکوي

بادام د وینې لوړ فشار او تاواني کولېسټرول کموي او د رګونو فعاليت پیاوړی کوي، چې دا هر څه د زړه د عمومي روغتیا لپاره ګټور دي.

د وینې شکر تنظیموي

بادام لږ کاربوهایډرایټ لري خو پروټین او مګنیزیم په کې ډېر دي، نو له همدې امله دا د شکرې د ناروغانو لپاره یو غوره انتخاب دی.


د وزن کنټرول

له څېړنو سره سم بادام د وجود ټولې اضافي وازدې او د ملا او خېټې شاوخوا چربي راکموي او د اشتها په کنټرول کې مرسته کوي.
 یوه څېړنه ښيي چې که له غرمنۍ مخکې بادام وخوړل شي؛ انسان د غرمنۍ پر مهال لږ خوراک کوي او دا د دې لامل کېږي چې د اضافي وزن مخه ونيول شي.

د هډوکو روغتیا

بادام په کلشیمو بډای دی، چې دا د هډوکو او غاښونو لپاره خورا ګټور دی. ځکه نو بادام د هغو کسانو لپاره ښه بدیل دی چې د شیدو له محصولاتو سره حساسیت لري.

د پوستکي ښکلا

بادام د انټي اکسېډانټونو، غوړو اسیدونو او ویټامین اي په لرلو پوستکي ته ښکلا ورکوي. یوې څېړنې ښودلې ده چې له مياشتنۍ ناروغۍ نااميده شويو ښځو کې چې د ۱۶ اوونيو لپاره يې په پرله‌پسې توګه بادام خوړلي، د پوستکي رنګ يې ښه شوی او د مخ ګونجې يې راکمې شوې دي.

تړلي موضوعات