مسکو کې د اسلامي امارت نوی سفیر څوک دی؟
وروستیو کې د کابل او مسکو تر منځ د دوه اړخیزو اړیکو یو نوی فصل پېل شو، چې د دې فصل بنسټ د روسیې هغه اقدام جوړ کړ، چې د افغانستان اسلامي امارت نوم یې د ممنوعه سازمانونو له نوملړ څخه لرې کړ او افغانستان سره یې د اړیکو لا پراختیا ژمنه وکړه.
د اړیکو د پراختیا دا بحث ژر ګرم شو، دواړه لوریو چارواکو لیده کاته وکړل او دواړو لوریو د سفیرانو کچې ته د ډیپلوماټیکو اړیکو پورته کولو په اړه خبرې اترې وکړې.
له دې کتنو د ګوتو په شمار ورځې تېرې نه وې چې مسکو لپاره د اسلامي امارت د سفیر ټاکلو خبرونه ورکړل شول.
د مسکو لپاره د اسلامي امارت نوی سفیر مولوي ګل حسن حسن دی.
نوی سفیر څوک دی؟
مولوي ګل حسن حسن د ګل نور زوی د غزني ولایت آب بند ولسوالۍ د خدوخېلو کلي اوسېدونکی دی. ښاغلی حسن په ۱۳۴۵ لمریز کال د دلوې په میاشت کې چې د رمضان المبارک میاشت هم وه خپل پلارني ټاټوبي کې دنیا ته سترګې رڼې کړې.
پلار یې د وخت د مشهور عالم قاضي محمد اکبر چې د سرفراز کلا په قاضي صاحب يي شهرت درلود خوريي وه.
لومړنۍ زده کړې یې:
نوموړي په شپږ کلنۍ کې ابتدايي زده کړې د آب بند ولسوالۍ د عبدالله په متوسطه ښوونځي کې پېل کړې او د دې ابتدايي ټولې دورې ممتاز زده کوونکی و، چې د هر ټولګي اول نمره به و.
١٣٥٧ لمریز کال کې د افغانستان د تاریخ پاڼې واوښتې د یوې تورې دورې پیلامه په یوه کودتا وشوه. ښاغلی حسن په دې وخت کې په څلورم ټولګي کې و تر هغو چې تر شپږم صنف پورې يې لومړنۍ زده کړې رسولې، مجاهدينو په اطرافي سيمو کې نفوذ پيدا کړ جنګونه شروع او اطرافي ښوونځي وتړل شول.
د ١٣٦٠ لمریز کال په اواخرو کې د کويټې ښار ته ديني تعليم حاصلولو لپاره ولاړ، هلته يې اکثر فنونه په مهاجر مېشتو افغاني مدارسو کې وويل، د کویټې نورالمدارس، واڼه ضياءالمدارس، پېښور دارالعلوم جهادي سه ګانه، مدرسه محمديه حرکت انقلاب اسلامي، مدرسه نورالمدارس د شهيد منصور صاحب رحمه الله، چې په١٣٧٠ شمسي کې د پېښور اکوړه خټک په حقانيه مدرسه کې يې د فراغت سند په اعلی درجه ترلاسه کړ، د فراغت نه لنډه موده وروسته دنجيب حکومت نسکور شو.
د مولوي ګل حسن ترسره کړي مسؤلیتونه او دندې:
نوموړي په لومړي ځل په ګردېز کې چې شهيد منصور صاحب والي و د ولايت په مقام کې د مشاور په توګه دندې سره سره په ديني مدرسه کې تدريس هم کاوو، چې وروسته يې په خپل کلي کې یوازې د تدريس مصروفيت درلود.
کله چې د مرحوم اميرالمؤمنين ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله د اسلامي امارت جهادي بهير پيل شو په ابتدا کې ورسره ملګری شو، د اب بند ولسوالۍ دنظامي ډلګۍ دمعاون په حيث، بیا د اب بند محکمې محرر، د غزني ولايت دټرانسپورټ مدير، په کورنیو چارو وزارت کې رئیس انسداد قاچاق، په اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کې رئیس اداري، په پوهنې وزارت کې لومړی رئیس دفتر په اخر کې په کويټه ښار کې د معارف اتشې په توګه دندې ترسره کړې دي.
مولوي ګل حسن په شل کلن جهادي بهیر کې:
ښاغلي حسن په تېر شل کلن جهادي بهير کې د غزني ولایت په کچه په مختلفو برخو کې خدمت کړی، څه موده يې د غزني ولايت دمعاونيت دنده هم په غاړه وه. په ٢٠٠٢ کې يې هجرت وکړ، چې بيا د غزني ولايت د دعوت ارشاد مسئول، وروسته یې د دعوت ارشاد دجنوب غرب حوزې د اولې حلقې «میدان وردګ، غزني او زابل ولایتونو» د مسئول دنده مخته وړه او په ژمني فرصت کې یې تر وړې دورې پورې د ديني علومو تدریس کاوه.
د اسلامي امارت له بیا حاکمیت او فتوحاتو وروسته د١۴٠٠ لمریز کال د عقرب په ۴مه د پاکستان بلوچستان ایالت کې د افغان سرپرست کونسل په حیث په دنده وګومارل شو او تر دې مهاله یې کابو څلور کاله دیپلوماتیک ماموریت کړی.
نوموړي ته نږدې کسان وايي، چې ښاغلی حسن د ټولنیز ژوند په نزاکت پوه، ځېرک، قوي مدرس عالم او د جرګو مرکو سړی دی.