منځني ختيځ کې امريکايي پوځي هډې چېرته پرتې دي او ټرمپ تازه کومې زياتونې په کې کړې دي؟
د امريکا متحده ايالاتو او ايران د عمان هېواد په منځګړیتوب تازه د ایران اتومي پروګرام پر سر خبرې اترې پیل کړې، دا په داسې حال کې ده چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وروستيو کې بيا ځلې ګواښ وکړ، که ايران ورسره د خپل اتومي پروګرام په سر خبرو ته کښېنني او دې برخه کې اغېزمن پرمختګ ونه شي، نو په ضد به يې نظامي عمليات ترسره کړي.
امريکا او غربي هېوادونه په ايران د اتومي وسلو د لرلو تور پورې کوي خو ايران دا تورونه ردوي، امريکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ بيا وايي، چې که ايران ورسره يوې هوکړې ته و نه رسېږي؛ نو «بمبار به پرې وکړو او داسې بمبار به وي چې پخوا به چېرته نه وي شوی».
ايران په خپل وار د هر ډول بريد په وړاندې چمتووالی ښودلی او څرګنده کړې يې ده، چې که بريد پرې وشو نو د سيمې او نړۍ په حسابونو کې به يو نوی څپرکی پرانېزي. دې هېواد ګواښ کړی، چې سيمه کې د امريکا نظامي هډې به په نښه کړي.
لاندې په منځني ختيځ کې د امريکا د نظامي هډو معلومات دي، چې رويټرز خپاره کړي دي:
منځني ختيځ کې امريکايي پوځي هډې چېرته پرتې دي؟
امريکا له پخوا راهيسې په منځني ختيځ کې نظامي هډې لري، چې تر ټولو ستره يې قطر کې «العديد» هوايي هډه ده، چې په ۱۹۹۶ کال کې د وګړو د شمېر په اساس رامنځته شوه.
له راپور سره سم نور هغه هېوادونه چې د امريکا متحده ايالات په کې لږ يا ډېر پوځ لري، بحرين، کويټ، سعودي، عراق، اردن او متحده عربي امارات دي.
ويل کېږي چې په ټولو دغو نظامي هډو کې شاوخوا ۳۰ زره امريکايي سرتېري شته، دا د هغه شمېر په نسبت خورا لږ دي چې امريکا په افغانستان او عراق د اشغال پر مهال لرل، داسې چې په ۲۰۱۱ز کال کې يوازې په افغانستان کې له ۱۰۰ زرو ډېر او په عراق کې له ۱۶۰ زرو ډېر امريکايي پوځيان مېشت وو.
متحده ايالات دا مهال نږدې ۲۰۰۰ سرتېري په سوريه کې هم لري، چې په کوچنيو نظامي هډو کې مېشت دي او ډېری يې په شمال ختيځ لوري کې دي. نږدې ۲۵۰۰ امريکايي سرتېري په عراق کې هم شته چې يوه برخه يې د بغداد په «يو اس يونين ۳» هډه کې مېشت دي.
ټرمپ نوي کوم تجهيزات کړي دي؟
پنټاګون په دې وروستيو کې څرګنده کړه، چې منځني ختيځ ته يې نوي ځواکونه او تجهيزات استولي دي. په دې کې يې په مارچ مياشت کې د هند سمندر په ډياګو ګارسيا ټاپو کې امريکايي-برتانوي پوځي اډې ته شپږ دانې B-2 بم غورځوونکې الوتکې هم لېږدولې دي. کارپوهان وايي چې دا بم غورځوونکې به منځني ختيځ کې د چټکې مداخلې لپاره په مناسب ځای کې ځای په ځای شي.
د امريکا دفاع وزير پيټ هيګسيت ويلي، چې خبره ايران ته پاتې ده، چې پرېکړه وکړي ايا دا د تهران لپاره يو پيغام دی که نه؟
پنټاګون دغه راز نورې الوتکې او د هوايي دفاع تجهيزات هم سيمې ته لېږدولي دي، چې د پاتريوت دفاعي توغندي کنډک هم په کې دی.
منځني ختيځ کې دا مهال د امريکا دوه لويې د الوتکو لېږدوونکې بېړۍ هم شته، چې په هره يوه کې زرګونه سرتېري او لسګونه الوتکې ځای په ځای دي.
امريکايي ځواکونه سيمه کې څه کوي؟
د کارپوهانو په اند امريکا خپل دغه شتون ته بېلا بېل نومونه ورکوي، د بېلګې په ډول عراق غوندې هېواد کې امريکا د خپل شتون لامل د داعش جګړهمارو په ضد جګړه بولي.
اردن کې سلګونه امريکايي روزونکي (ټرينران) مېشت دي او د کال په اوږدو کې پراخ تمرينونه ترسره کوي.
په نورو هېوادونو لکه قطر او متحده عربي اماراتو کې امريکايي نظاميان د امنيتي تضمين، پوځي تمرينونو او د اړتيا پر مهال په سيمهييزو نظامي چارو کې د مرستې په نامه مېشت دي.
دا هېواد په ورته وخت کې يمن کې د حوثي ځواکونو په ضد هوايي بريدونه هم له شاوخوا پوځي هډو څخه ترسره کوي.
خو شنونکي په دې اند دي، چې منځني ختيځ کې امريکا د خپل شتون له لارې خپلې سیاسي، اقتصادي، ستراتیژیکې او امنیتي ګټې خوندي کوي.
د يادونې وړ ده چې وخت ناوخت په دغو امريکايي هډو بريدونه هم کېږي، خو ډېری دا هډې پياوړي دفاعي سيستمونه لري او د قطر، بحرين، سعودي او کويټ په څېر هېوادونو کې له دې امله چې تر سختې ساتنې لاندې دي، له بريدونو هم خوندي دي.