ايا ايران هرمز تنګی تړلی شي او په نړۍ يې اغېز څه دی؟

ايا ايران هرمز تنګی تړلی شي او په نړۍ يې اغېز څه دی؟ سیاسي

د ايران او اسرائيلو ترمنځ جګړه کې په ځانګړي توګه د ايران په اتومي تاسيساتو د امريکا له بمباريو وروسته هرمز تنګی بيا د خبرو محور ګرځېدلی، ځکه د تړل کېدو ډار يې د نړېوالې انرژۍ تمويل ګواښي، چې له امله يې ښايي د تېلو بيې خورا لوړې شي، خو ايا ايران دا تنګی تړلی شي؟ په سيمه او نړۍ يې اغېزې څه دي او بديلونه يې شته که نه؟

پېژندنه:

هرمز تنګی د نړۍ د سمندري لارو يو مشهور تنګی بلل کېږي، چې د امريکا د انرژۍ د معلوماتو ادارې (EIA) «د تېلو د لېږد لپاره د نړۍ تر ټولو مهم تنګی» بللی دی، چې د عمان او ايران ترمنځ پروت دی.

دا تنګی په تر ټولو تنګه نکته کې يوازې ۳۳ کيلومتره پراخوالی لري چې سمندر کې د بېړيو تګ راتګ په کې يوازې په ۳.۷ کيلو مترو کې شونی دی، له همدې امله دا تنګی خورا له ګڼې ګوڼې ډک او په ځينو وختونو کې د بېړيو لپاره خطرناک هم ثابت شوی دی.

هرمز تنګی چې د عمان او ايران ترمنځ پروت دی، د سعودي، اماراتو، عراق او کويت په څېر د تېلو د توليد کوونکو هېوادونو د تېلو د صادراتو لپاره تر ټولو لومړنۍ لار ده. د اوپک هېوادونو د تېلو له ذخيرو د راويستل شويو خامو تېلو د صادراتو ستره اندازه د همدې تنګي له لارې کېږي او د نړۍ اړتياوې پوره کوي.

د تنګي له لارې څومره تېل تېرېږي؟

د انرژۍ او سمندري لېږد په برخه کې د متخصص مشوره ورکوونکي شرکت «فورټيکسا» له معلوماتو سره سم په دقيق ډول په ورځني توګه نږدې ۲۰ میليونه بېرله خام تېل او سوند توکي له هرمز تنګي تېرېږي. 

د امريکا د انرژۍ د معلوماتو ادارې هم په ۲۰۲۳ کال کې دا اندازه تائيد کړې وه، دا د سمندر له لارې د کېدونکې سوداګرۍ له کلني قيمت (۶۰۰) مليارد ډالرو سره برابره ده.

په بل حساب د نړۍ د خامو تېلو پنځمه برخه د همدې تنګي له لارې تېرېږي.

د ايران ګواښ:

د ايران او اسرائيلو په روانه جګړه کې ایران بيا بيا د دې تنګي د تړلو او په بمونو د پوښلو ګواښ کړی دی. د ايران د سمندري ځواکونو مشر ويلي چې ايران د دې تنګي په بندولو غور کړی دی. د اسوشيټيډ پرېس له راپور سره سم د بېړيو مالکانو دا ګواښونه جدي بللي او ځينو بېړيو خپل امنيتي تدابير سخت کړي او ځينو نورو د دې تنګي له لارې خپل تګ راتګ لغوه کړی دی.

دا چې په وروستيو ورځو کې امريکا د ايران په اتومي تاسيساتو درنې بمبارۍ وکړې، دغه وېره نوره هم زياته شوې ده او د نړۍ په کچه پرې تاوده بحثونه روان دي. ډېری پوهان په دې اند دي چې د ايران له لوري نظامي مداخله به د سمندري تګ راتګ په مخ کې تر ټولو لومړنۍ وسيله وي.

ايران دا تنګی تړلی شي؟

شنونکي وايي چې د هرمز تنګي تړل د ايران لپاره «د مخنيوي ځواک» يوه بڼه ده چې د اتومي وسلو له درلودلو سره ورته ده.

پوهان وړاندوينه کوي چې ايران دا تنګی تړلی شي، خو دا ښايي په لنډمهالي ډول وي. دوی په دې اند دي چې متحده ايالات او ملګري هېوادونه يې د نظامي لارو په کارولو کولی شي دې تنګي کې د سمندري تګ راتګ په مخ لارې بېرته پرانېزي.

د تنګي تړلو لپاره ايران کومې لارې کارولی شي؟

د امريکا د کانګرېس د څېړنيزو خدماتو ادارې په ۲۰۱۲ کال کې په يوه راپور کې دې ته اشاره کړې وه، چې ايران ښايي د تنګي د تړلو لپاره ګام په ګام مخکې ولاړ شي او له دې لارو استفاده وکړي:

- هرمز تنګي کې په سمندري تګ راتګ بنديز اعلانول، چې په څرګند ډول به د دې کار د مخالفت عواقب هم و نه ښيي.

- د تېرېدونکو بېړيو د تفتيش او نيولو اعلان.

- په کښتيو د خبرداري په پار ډزې کول.

- د معلومو کښتيو په نښه کول.

- په تنګي او خليج کې سمندري بمونه ځای په ځای کول.

- د سوداګريزو او نظامي بېړيو د په نښه کولو لپاره د اوبتلونو او توغنديو کارول.

د عراق او ايران د جګړې پر مهال هم ايران له ځينو توغندیو او سمندري بمونو کار واخيست او يو بم د يو اېس اېس سامويل بي رابرټس په نامه د امريکا يوه ويجاړوونکې بېړۍ ووهله چې په ځواب کې يې امريکا خپل غبرګون وښود.

د ايران د سپاه پاسداران انقلاب مشر جنرال حسين سلامي د تېرې اوونۍ په نيمايي کې له وژل کېدو دوه ورځې وړاندې هرمز تنګي کې د خپلو مېشتو ځواکونو ليدنه وکړه او دا سیمه يې د ايران لپاره يوه تر ټولو مهمه دفاعي سيمه وبلله.

هغه په ځانګړي ډول په توغنديو سمبال چټکې بېړۍ يادې کړې چې په دريو دقيقو کې تر لسو کيلو مترو پولې واټن وهلی شي.

سلامي ګواښ وکړ چې دا چټکې او په توغنديو سمبال نظامي بېړۍ به په دفاعي عملياتو کې وکاروي. هغه دې ته هم اشاره وکړه چې د کښتيو ضد سمندري بمونه په سمندري جګړو کې پرېکړه کوونکې وسلې دي.

شنونکي څه نظر لري؟

شنونکي وړاندوينه کوي چې ايران به له دې تنګي څخه هره مياشت د نږدې ۳۰۰۰ بېړيو د تګ راتګ د مخنيوي لپاره د بمونو د ځای په ځای کولو چاره ترسره کوي.

دغه راز شونې ده چې د ايران سمندري ځواکونه به له دې تنګي څخه په تېرېدونکو سوداګريزو او نظامي بېړيو بريدونه وکړي.

په همدا اوس وخت کې د سمندري تګ راتګ د څار نړيوالې ادارې وايي چې د سپوږمکيو انځورونه ښيي چې د ايران جنوب لور ته سمندري حدودو ته نږدې د ايراني نظامي بېړيو حرکت ډېر شوی دی.

کوم هېوادونه د هرمز تنګي په بندېدو ډېر اغېزمن کېږي؟

«فورټيکسا» شرکت د دې يادونه کړې ده چې سعودي عربستان په ورځني ډول د دې تنګي له لارې تر ۶ میليونو بېرلو پورې خام تېل صادروي چې دا تر ټولو لوړه شمېره ده.

په ورته وخت کې چين، هند، جاپان او جنوبي کوريا هغه هېوادونه دي چې د هرمز تنګي له لارې تېرېدونکي تېل تر ټولو ډېر دوی واردوي.

د نړيوالو ادارو اندازې ښيي چې په ۲۰۲۲ کال کې اسيايي هېوادونو ته د واردو شويو تېلو او ګازو ۸۲ سلنه د همدې تنګي له لارې تېر شوي دي.

په ايران د اسرائيلو د روانو بريدونو له پيل يوازې درې ورځې وړاندې ايراني رسنيو د جنوبي کوريا د مشر له خولې خبر ورکړ، چې د دې هېواد د اړتيا وړ تېلو ۶۰ سلنه د همدې تنګي له لارې تېرېږي.

د امريکا د انرژۍ د معلوماتو اداره وايي چې متحده ايالات په ورځني ډول د دې تنګي له لارې تر ۷۰۰ زرو بېرلو پورې خام تېل او نور مواد واردوي، چې دا يې د تېلو ۱۱ سلنه او د مصرف کېدونکو پټرولو ۳ سلنه ده.

د اروپا ټوله برخه تېل چې له هرمز تنګي تېرېږي، د ورځې له میليون بېرلو کمه ښودل شوې ده.

د دې معلوماتو په اساس برېښي چې عربي او اسيايي هېوادونه به تر ټولو ډېر زيان لېدونکي وي. په ورته وخت کې ځينې اسيايي هېوادونه ايران سره ښه بلکې ژورې اړيکې هم لري.

چين ښايي د تنګي د تړلو مخالفت وکړي:

چين چې د هرمز تنګي له تېرېدونکو تېلو يو ستر پېرونکی دی او ايران د دې تېلو يوه ستره برخه د نړيوالو بيو په پرته په ټيټه بيه پرې پلوري، چې دا د امريکايي بنديزونو په وړاندې د ايران د اقتصاد لپاره هم خورا ارزښت لري، شنونکي په دې اند دي چې ښايي چين له ايران سره د تنګي تړل و نه مني.

هغوی څرګندوي چې داسې نه ښکاري چې چین به د تېلو په بيو کې کوم لوړوالی يا د کښتيو په تګ راتګ کې کوم خلل له ايران سره ومني او دا هېواد ښايي خپل ټول ډيپلوماتيک زور په دې واچوي چې دا تنګی و نه تړل شي.

د انرژۍ د مشورتي شرکت «اوټلوک اډوايزرز» شريکوال «سي اېن بي سي» شرکت ته ويلي چې د هرمز تنګي تړل به د ايران دښمنانو ته دومره زيان پېښ نه کړي، څومره چې به د دوی دوستانو ته پېښوي، ځکه خو به دوی (ايرانيان) داسې کار و نه کړي چې خپله خپل ځان ته تاوان پېښ کړي.

په دې سربېره د تېلو صادروونکو هېوادونو سره ځينې بديلې لارې هم شته چې د ورځې په ميليونونو بېرله تېل ترې صادرولی شي. 

د امريکايي ادارو له معلوماتو سره سم د سعوي عربستان د «ختيځ-لويديځ» په نامه پايپ لاين د يادونې وړ دی چې ۱۲۰۰ کيلومتره اوږدوالی لري او د ورځې ترې تر ۵۰ مليونو بېرلو پورې خام تېل لېږدولی شي. دې هېواد په ۲۰۱۹ کال کې دا پايپ لاين کارولی هم دی. 

ځينې نور هېوادونه هم ورته بديلې لارې لري، خو انرژۍ لپاره د امريکا د معلوماتو اداره وايي چې ټولې دغه بديلې لارې د هغو صادراتو يوازې ۱۵ سلنه پوره کولی شي، چې دا مهال له هرمز تنګي څخه کېږي.

تړلي موضوعات