هره ورځ هوږه خوړل مو په بدن کې څه بدلونونه راولي؟
د مدافعې سيستم پياوړی کوي، په سرطان د اخته کېدو ګواښ راټيټوي او نورې هيښوونکې ګټې لري.
د «VeryWell Health» طبي وېبپاڼې له يوه مطلب سره سم هوږه یو ګټور بوټی دی چې انټياکسیډانټ، التهاب ضد او مکروب ضد ځانګړتیاوې لري او که په منظم او پرلهپسې توګه وخوړل شي؛ نو زړه، ځيګر، د بدن دفاعي سیستم، هاضمي سیستم او نورو برخو ته ګټه رسوي.
که تاسې منظم ډول هوږه وخورئ، بدن ته مو څه پېښېږي؟
۱.د بدن د دفاعي سیستم پیاوړتیا
څېړنې ښيي چې هوږه د ډېرو هغو وايروسونو په ضد فعاليت کوي چې ساحه يې پراخه ده، لکه د زکام او تنفسي سيسټم د التهاب لامل کېدونکي وایروسونه، د ايډز يا (HIV) وايروس، روټا وايروس يا هغه چې د معدې او کولمو انتان پيدا کوي، د چيچک وايروس، هيپټايټس A ، ډينګي او د تناسلي هرپس رامنځته کوونکی وايروس او نور وايروسونه.
هوږه د بکتریاوو او فنګسي ضد ځانګړتیاوې هم لري، ځکه دا د ډېرو عامو بکتریاوو او فنګسونو وده ټکنۍ کوي. همداراز د ناروغيو د رامنځته کوونکو او د درملو په وړاندې د جنګېدونکو مکروبونو په ضد د انټيبیوټيک اغېز زیاتوي او د فنګسي ضد دودیزو درملو اغېز هم پیاوړی کوي.
۲. په سرطان د اخته کېدو ګواښ کموي
له وېبپاڼې سره سم ډېرو څېړنو ثابته کړې چې هوږه د بېلابېلو ډولونو سرطان په ضد اغېز لرونکې ده، لکه د هډوکو، سينې، د رحم د دننه برخې، د سږو، د خولې، د تخمدان، د پانقرانس، د پروستات او د معدې سرطانونه.
په دې سربېره هوږه DNA ته د ورپېښ زيان رغونه کوي، د سرطاني حجرو د ودې مخه نيسي او التهاب راکموي.
۳. د کولسټرول کچه راټيټوي
ډېرو څېړنو ارزولي چې هوږه کولی شي د مضر کولسټرول کچه راټيټه کړي. یوه څېړنه ښيي چې هوږه له خوړنيزو توکو د کولسټرول جذب کموي او د بدن دننه د کولسټرول د توليد مخه نيسي.
۴.د لوړ فشار درملنه
روغتيا پوهان وايي چې هوږه د لوړ فشار په کابو کولو کې هم مرسته کوي. یوې څېړنې چې په لوړ فشار لرونکو کسانو ترسره شوې وه، وښوده چې له هوږې استخراج شوي د تغذيې اضافي مواد د وينې د فشار په کمولو کې د فشار ضد درملو په څېر کار کوي. همدې څېړنه کې د لوړ فشار راټيټېدل له ۱۶ تر ۴۰ سلنې د زړه او رګونو له ناروغيو په روغ پاتې کېدا پورې تړلي بلل شوي.
۵. د ځیګر روغتیا ښه کوي
څېړونکو په دې څېړنه کې په هغو کسانو د هوږې خوړلو اغېز هم وارزاوه، چې د غير الکولي غوړ ځيګر ناروغي لري. د ګډونوالو له منځه په سلو کې د ۵۱ هغو کسانو روغتيايي حالت ښه شو چې هوږه يې خوړلې وه، دا سلنه په هغو کسانو کې يوازې ۱۶ وه چې د دې ناروغۍ وهمي درمل يې خوړلي وو.
ځینې څېړنې دا هم ښيي چې د خامې هوږې خوړل د ځیګر د سرطان خطر کموي.
۶.د کولمو روغتیا ته ګټه
هوږه د کولمو لپاره هم ګټوره ده. څېړنو ښودلې چې له هوږې استخراج شوي د تغذيې اضافي مواد د کولمو مایکروبیوم تنوع زیاتوي، او له خورا چرب خوړنيز رژيمه له راولاړ شويو ميټابوليکو اختلالاتو د خونديتوب اغېزې لري. څېړونکي وايي، هوږه د خراب رژیم له امله د کولمو د مایکروبیوم ګډوډۍ مخنیوی کولی شي.
۷. د عصبي سیستم ساتنه
هوږه د عصبي سیستم یعنې د مغز، شا او اعصابو ساتنه کوي. یوه څېړنه ښيي چې زړه يا خميره شوې هوږه مغزو ته د وينې د جريان کمېدو او الزهايمر ناروغيو په څېر د عصبي اختلالاتو په وړاندې مثبتې اغېزې لري.
۸. د پښتورګو د فعالیت ښهوالی
د هوږې یوه مهمه ماده «الیسین» ښايي د پښتورګو د ناروغیو د ګواښ کمولو کې مرسته وکړي. دا ماده فشار او د بدن اکسیډېټیف فشار کموي، چې له امله یې پښتورګي ښه فعالیت کوي.
د هوږې د خوړلو حد او زیاته اندازه
د هوږې د خوړل کېدونکې اندازې اړوند تر اوسه هم کومې رسمي سپارښتنې نه شته چې خلک باید څومره هوږه وخوري. خو د هوږې يو پلی په عمومي ډول يو خواړه بلل کېږي او که چیرې په یو ځل خوړو کې له دې اندازې زیاته هوږه وخوړل شي؛ نو ښايي ځینې منفي اغېزې ولري.
د هوږې ډېر استعمال ممکن دا نښې ولري:
د هوږې بوی ته ورته د بدن او ساه بدبويي او د هاضمې سيستم ستونزې لکه د ګېډې باد، ګاز، پړسوب او د معدې جوش يا سوی د هوږې د ډېر استعمال نښې بلل کېدی شي.