د دې خوړو ورځنۍ اندازه د بدن د کولسټرولو کچه راکمولی شي

د دې خوړو ورځنۍ اندازه د بدن د کولسټرولو کچه راکمولی شي طبي او روغتیايي

یوه نوې څېړنه ښيي چې په ورځنۍ توګه يوه اندازه نخود يا چولې د خوراکي رژیم برخه ګرځول کولی شي بدن کې د کولسټرولو کچه راکمه کړي.

د برېتانوۍ ورځپاڼې «اندیپینډنټ» له مخې دا څېړنه له شکرې په وړاندې مرحله کې په  ۷۲  کسانو ترسره شوه، چې ګډونوال په کې له کوم ځانګړي ترتيب پرته په درېيو ډلو وېشل شوي وو: لومړۍ ډلې په پرله‌پسې ډول د ۱۲ ورځو لپاره هره ورځ یو پیاله نخود وخوړل، دویمې ډلې یو پیاله توره لوبیا او درېیمې ډلې یو پیاله وریژې وخوړې.

څېړنه کې په پرله‌پسې ډول د ګډونوالو د وينې نمونې واخيستل شوې، چې لومړی د څېړنې په سر کې، بيا له شپږو اوونيو وروسته او بيا له ۱۲ اوونيو وروسته په کې د کولسټرولو، التهاباتو او د وينې د شکرې کچه وڅارل شوه.

څېړونکو دغه راز د څېړنې په پيل او پای کې ګډونوالو کې د ګلوکوز د زغم ټيسټونه هم وکړل.

موندنو وښوده چې کومې ډلې چې د څېړنې پر مهال نخود خوړلي وو، د کولسټرول کچه په کې د پام وړ راټيټه شوې وه، چې د څېړنې په پيل کې په هر ډيسي ليټر کې له اوسط ۲۰۰.۴ ملي ګرام نه د څېړنې په پای کې (۱۲ اوونۍ وروسته) تر ۱۸۵.۸ ملی ګرامه پورې راښکته شوې وه، چې دا یو څرګند کمښت دی.

کومو کسانو کې چې توره لوبیا خوړلې وه، هغوی کې د التهاب رامنځته کوونکې مادې سايټوکين «انټرلوکېن-۶ (Interleukin-6) » منځنۍ کچه په ملي ليټر کې له ۲.۵۷ پیکوګرامو څخه تر ۱.۸۸ پیکوګرامه پورې راټيټه شوې، چې دا هم یو مهم بدلون دی.

خو په هغو کسانو کې چې وریژې یې خوړلې وې، نه د کولېسټرولو او نه هم د التهابي موادو په کچه کې کوم توپیر راغلی و.

د ایلینوي د تخنیکي انسټیټیوټ څېړونکې مورګن سمیت وویل: «هغه کسان چې له شکرې له وړاندې مرحلې سره مخ وي، ډېری وختونه د وازدو په میتابولېزم کې له ستونزو کړېږي، چې دا په لوړه کچه د کولسټرولو، د زړه د ناروغیو او دویم ډول شکرې د رامنځته کېدو لامل کېدی شي».

هغې زیاته کړه چې «زموږ څېړنې وښوده چې نخود خوړل د هغو کسانو لپاره چې له شکرې وړاندې مرحلې سره مخ دي، د کولېسټرولو د کچې په راټيټولو کې مهم رول لري، سره له دې چې دې خوراک د ګلوکوزو په کچه کې کوم بدلون نه و رامنځته کړی».

نوموړې ټینګار وکړ چې دا ګټې یوازې د شکرې له وړاندې مرحلې لرونکو کسانو پورې محدودې نه دي، بلکې د ټولو لپاره دي.

یاده څېړنه فلوريډا کې د امریکا د تغذیې ټولنې په کلنۍ غونډه کې وړاندې شوه.

تړلي موضوعات