طبيعت سره مخ کېدل درد ته د دماغو ځواب ورکولو کې بدلون راولي

طبيعت سره مخ کېدل درد ته د دماغو ځواب ورکولو کې بدلون راولي ټولنیزې

يوې نوې څېړنې موندلې ده، چې طبيعت سره مخ کېدل ښايي درد ته د دماغو په ځواب ورکولو کې بدلون راولي، داسې چې د دماغو معاينو ښودلې چې کومو ګډونوالو چې د طبيعي منظرو ويډيوګانې وليدې، د درد د ادراک اړوند فعاليت کې يې کموالی راغی.

د انډېپېنډنټ له راپور سره سم د ايکسټر او ويانا پوهنتونونو د څېړونکو يوې ډلې په ۴۹ کسانو ازموينه کړې، چې هغوی ته يې په کې کمزوري برېښنايي شاټونه ورکړي دي او همهال يې د هغوی دماغ تر څارنې لاندې نيولي وو. څېړونکو وروسته ګډونوالو ته د طبيعي منظرو ويډيوګانې هم وښودې او د کارځايونو يا غير طبيعي منظرو ويډيوګانې هم.

ګډونوالو څرګنده کړه، چې د غير طبيعي منظرو د ويډيوګانو کتلو پر مهال يې د درد احساس ډېر و، خو کله يې چې د طبيعي منظرو ويډيوګانې کتلې، نو دا احساس يې کم شو. څېړنو دغه راز ومونده چې دې سره درد ته د دماغو په ځواب ورکولو کې بدلون رامنځته شوی دی.

د ويانا پوهنتون د دکتورا د مرحلې محصل او څېړونکي ماکس سټينګر چې د دې څېړنې مشر ليکوال هم دی، وويل: «ګڼو څېړنو ښودلې ده چې خلک د طبيعي نندارو کولو پر مهال د درد احساس کم کوي، خو تر اوسه د دې تر شا پټ لامل څرګند نه دی. زموږ څېړنه په دې اړوند لومړنۍ هغه ده او د دماغو له معاينو څرګندېږي چې دا تش وهمي اغېز نه دی، چې د خلکو له دې باوره راپيدا وي چې طبيعت هغوی ته ګټور دی، بلکې دماغ دا مهال د نور کله په پرتله لږ، د درد شدت او د درد د سرچينې معلوماتو ته ځواب ويونکي وي».

سټينګر زياته کړې ده چې په «Nature Communications» مجله کې د خپرې شوې څېړنې پايلو ښودلې چې «د درد په کمولو کې د طبيعت اغېز حقيقي دی»، سره له دې چې دا اغېز د درد کموونکو درملو د اغېز نيمايي ته رسېږي. هغه ټينګار کړی چې کوم خلک چې له درده کړېږي، بايد د ورکولو شويو درملو خوړو ته دوام ورکړي. خو هغه اميد ښودلی چې راتلونکې کې د درد کمولو لپاره طبيعت سره د مخ کېدو په څېر بديلې لارې چارې وکارول شي.

بل پلو د اکسټر پوهنتون يوه ډاکټر اليکس سمولي ويلي: «دا څېړنه په دې رڼا اچوي، چې که خلک په واقعي توګه طبيعت ته و نه هم وځي؛ څه ډول له يوه فرضي طبيعته ګټه اخيستل کېدی شي، خو موږ اميد لرو چې زموږ پايلې د دې لپاره يو نوی دليل وي، چې د صحي او فعالو طبيعي چاپېريالونو ساتنه څومره مهمه ده، دغه راز خلک وهڅوي چې د انسان او چاپېريال د روغتيا لپاره په طبيعي ماحول کې وخت تېر کړي».

هغه زياته کړې ده: «دا واقعيت چې فرضي طبيعيت سره د مخ کېدو له لارې دا اراموونکی اغېز، چې ترسره کول يې هم اسان دي، په غير درمليزو درملنو مهم عملي اغېز لري او زموږ په دماغو د طبيعت د اغېز د څرنګوالي د لا ښه پېژندو لپاره نوې دروازې پرانېزي».

تړلي موضوعات