د خپلې انرژۍ د بېرته ترلاسه کولو لپاره له دندې وروسته دا ۵ کارونه مه کوئ

د خپلې انرژۍ د بېرته ترلاسه کولو لپاره له دندې وروسته دا ۵ کارونه مه کوئ ټولنیزې

نن سبا چې نړۍ ډېره په منډه ده، ځينې دندې له لرې لرې واټنونو کېږي او تليفون او انټرنېټ يوه اړينه ورځنۍ بوختيا ګرځېدلې ده؟ سخته ده چې انسان د رسمي ورځې په پای ته رسېدو هم له کاره دمه شي.

په پرله پسې توګه کار کول يا په يوه وخت څو دندې ترسره کول هغه څه دي، چې د انسان په رواني او فزيکي روغتيا ښې اغېزې نه لري.

روغتياپوهان ټينګار کوي، چې په دې کشمکش کې د توازن ساتلو او د سبا ورځې لپاره د بدن د انرژۍ د بېرته پوره کولو لپاره اړينه ده، چې انسان له خپل غير رسمي يا فارغ وخته سالمه استفاده وکړي او په پرله‌پسې توګه کار و نه کړي.

ارواپوهې سوفي مورټ په همدې اړوند له هف پوسټ سره په خبرو کې ويلي: «په ځيرکتيا د فارغ وخت اداره کول ذهن ته ارام ورکوي، چې دا بيا په وظيفوي فعاليت مثبته اغېزه لري».

الجزيره عربي د ذهني بيدارۍ او شخصي پرمختګ متخصص لاکلان براون « Lachlan Brown» په حواله ليکلي، چې بريالي خلک له دندې وروسته د خپلو وختونو ارزښت پېژني، نو په بې ګټې کارونو کې يې نه تېروي. همدا ده چې روغتياپوهان له رسمي ساعتونو وروسته له وخته د غوره ګټه اخيستنې لپاره ټينګار کوي، چې له دې پنځو کارونو ډډه وشي:

۱- له رسمي ساعتونو وروسته کار کول

ليکواله او د کارځای د هوساينې کارپوهه هيدر لامب وايي: «بد کار چې له ستړې ورځې وروسته کېږي؛ هغه لا ډېر کار دی»، ځکه څېړنو ښودلې، چې «کوم خلک چې له رسمي ساعتونو وروسته هم د دندو د بشپړولو په پار کار ته دوام ورکوي؛ په پرله‌پسې توګه تر فشار لاندې وي. دوی دغه راز له خپلې دندې ناخوښه وي او د ستړيا ډېر احساس کوي».

دا هغه څه دي، چې د « ADHD» متخصص بلي رابرټس هم پرې ټينګار کړی، هغه وایي: «اړينه ده، چې خپل ذهن ته د ارام يو څه وخت ورکړو»، ځکه له دندې وروسته نور کار کول زموږ دماغ نه پرېږدي چې بېرته ځان راټول کړي او ورغېږي، د دې پايله دا کېږي چې موږ د هڅونې، خلاقيت او تمرکز کمی احساس کړو. هغه زياتوي، چې د دې لپاره چې په راتلونکې ورځ کې په ارامو دماغو کار وکړو؛ نو بايد خپل ذهن ته د رغېدا وخت ورکړو.

۲- کور کې د کار خبرتياوې تعقيبول

خوب لپاره د امريکا ملي بنسټ ټينګار کوي، چې کور ته له ستنېدو وروسته او د شپې تر ناوخته بايد له دغو خبرتياو ليدلو ډډه وشي، ځکه يوازې همدا چې په دې اړوند د ملګرو د ايميلونه وغيره خبرتياوې ليدل کېږي، «ذهن همغسې بيدار ساتي، اګر که و نه لوستل شي».

صوفي مورټ وايي: «کور ته له ستنېدو وروسته د کاري خبرتياو تعقيبول زموږ ذهنونه په پرله‌پسې دول بوخت ساتي، چې له امله يې دماغ ستونزو ته د حل په لټون کې سرګردانه پاتې کېږي». هغه روښانوي، چې دا د وخت په تېرېدو سره ستاسو د مغزو توليد او د انرژۍ کچه کموي او په ځينو مواردو کې د ستړيا او عصبي کېدو لامل کېږي»

د دې لپاره چې ذهني ستړيا کمه کړو، خپله انرژي بېرته واخلو او د راتلونکې ورځې لپاره لا ډېر فعال واوسو، آغلې مورټ په بشپړ ډول له دې خبرتياو سره د پرېکون خبره کړې، چې د کار موبايل او کمپيوټر بايد په بله خونه کې پرېښودل شي.

د معلوماتي ټکنالوژۍ سويډنی پوه ويليام ميلر بيا وايي، چې په روښانه ډول خپل کاري ساعتونه معلوم کړه او ملګري، رئيسان او کارمندان ټول پرې خبر کړه، ځکه دا درسره مرسته کوي، چې له رسمي ساعتونو وروسته درته څوک مزاحمت و نه کړي.

۳- د دندې او شخصي وخت تر منځ د نورو فعاليتونو نه شتون

څېړنو ښودلې چې دنده او شخصي ژوند سره تر دې بريده ګډ شوي دي، چې انسان د تمرکز د له لاسه ورکولو او کار ته د هڅونې د کمښت احساس کوي، ځکه نسبت ډېرو وګړو ته د دندې د رسمي ساعتونو او شخصي وخت تر منځ واټن روښانه نه دی، په ځانګړي ډول هغو خلکو ته چې له کوره دندې کوي.

د ميلر له څرګندونو سره سم ځينې انتقالي فعاليتونه رامنځته کول، لکه لنډ چکر وهل، د خپلې خوښې يو شی اورېدل د دندې او د شخصي ژوند ترمنځ د بېلتون يوه لار بلل کېږي، داسې چې دې کې مغزو ته يوه اشاره ورکول کېږي، چې د عمل له وضعیته د شخصي ژوند وضعيت ته واوړي.

صوفي مورټ هم د دې پخلی کړی: «مغزو ته دغه اشاره نه ورکول چې ته د نن ورځ لپاره نور له کاره فارغ يې، ښايي دماغ له کاري ساعتونو وروسته هم همداسې د کار په وضعيت کې وساتي». ځکه نو د هغې په وينا د کار له پای ته رسېدو وروسته يوه کړنه ترسره شي، اګر که ساده وي، لکه جامې بدلول، يا مخ وينځل، او دا چاره په ورځنۍ توګه تکرار شي، څو دماغ يې د کار د پای ته رسېدو د يوې اشارې په توګه وپېژني.

۴- د شپې لپاره سخت کارونه ځانګړي کول

د دې په ځای چې له کاري ساعتونو وروسته څو نور کارونه د انسان انتظار کوي، لکه ډېرې جامې وينځل او بازار کې سودا رانيول، بيلي روبرټس ټينګار کوي چې کورنۍ چارې په څو ورځو ووېشل شي، ځکه: «په يوه وخت د ټولو کارونو راټولول د ورځې په اوږدو کې زموږ همت له منځه وړي او انرژي مو ختموي».

روبرټس زياتوي چې که ځينې کارونه داسې وي چې خلاصی ترې نه شته، نو له ځان ستړي کولو پرته يې بايد وکړو، لکه له نورو جالبو کړنو سره يې ګډې کړو او يا يې د ادا کولو په مهال نور خوشحالوونکي فعاليتونه ترسره کړو.

۵- د خوب مهالوېش له پامه غورځول

له دې هر څه که يو شی زده کولی شو، هغه دا دی، چې «د ذهني فعاليت، حافظې، خلاقيت او انرژۍ لرلو لپاره د شپې ښه خوب کول يوه انتهايي ضروري چاره ده». بالمقابل د خوب مهالوېش له پامه غورځول سړي ته د ستړيا احساس ورکوي او په راتلونکې ورځ کې ښايي نورمال نه وي.

مورټ په دې اړه د قيلولې کولو او له هغو مشروباتو د ځان ساتلو توصيه هم کوي چې کافيين لري. هغه وايي دغه مشروب نه بايد د خوب له وخته له ۶-۸ ساعتونو مخکې وڅښل شي.

دغه راز ميلر په هغو فعالیتونو د بوختېدا وايي، چې په ارام او انرژۍ بېرته ترلاسه کولو کې مرسته کوي، لکه له ملګرو یا د کورنۍ له غړو سره وخت تېرول. پوهانو اړين ساعتونه خوب کول هم د دې لپاره ګټور ښودلي دي.

 

تړلي موضوعات