۶۵ هېوادونو کې ترسره شوې څېړنه: واده کړي په لوړه کچه د خوښۍ او نېکبختۍ احساس کوي
له ۶۵ په ډېرو هېوادونو کې ترسره شوې يوې څېړنې موندلې ده، چې واده کړي کسان د ناواده کړو په نسبت په لوړه کچه د خوښۍ او نېکبختۍ احساس کوي.
څېړنه کې د انګلستان، امريکا، فرانسې، ايټاليا، جاپان او تايلنډ په څېر هېوادونو د نږدې ۵۷ زرو کسانو معلومات تحليل شوي، چې نږدې نيمايي يې واده کړي وو. څېړونکو له ګډونوالو وغوښتل چې د خپل ژوند بېلا بېل اړخونه وارزوي، لکه يوه بېلګه ژوند ته د دوی نږدې والی، يا دا چې که دوی بېرته پخواني وخت ته وګرځي نو کوم شی به بدل کړي او دا چې ايا دوی خپلې مهمې موخې ترلاسه کړې دي؟
د څېړنې پايلې چې په PLOS One مجله کې خپرې شوي؛ څرګندوي چې واده کړي خلک چې خپلې دغې اړيکې ته پابند دي؛ له خپله ژونده په لويه کچه خوښ دي، داسې لکه هغه خلک چې له خپله ژونده خوښ دي؛ کوم چې له لويو مالي خونديتوبونو برخمن دي. څېړونکو دې ته اشاره کړې، چې د ډېر عمر لرونکو (۴۵ او له دې پورته) کې دا کچه ښه وه، خو هغومره نه لکه له دوی د کم عمر خلکو کې چې وه.
څېړنې ښودلې چې په يوه پابنده اړيکه کې ژوند؛ لويو ټولنو ته د منسوبېدو شعور زياتوي، چې له امله يې ژوند کې خوشحالي زياتېږي. هغوی څرګنده کړې، چې د ژوند ملګری ښايي د ستونزو په کمولو کې ونډه واخلي او صحي ژوند خپلولو ته هڅونه وکړي، چې له دې امله په ناروغيو د اخته کېدو ګواښ کمېږي او د ارامۍ احساس زياتېږي.
د RT له راپور سره سم د انګلستان د انګليا روسکين پوهنتون پروفيسر ويرين سوامي چې د دې څېړني مشري يې کوله؛ وويل: «واده کړي خلک چې جدي او دوامداره اړيکې لري؛ د مينې او پاملرنې احساس کوي او دې سره د هغوی دا شعور پياوړی کېږي چې هغوی مهم دي، چې له امله يې له ژونده د دوی په خوښۍ مثبت اغېز غورځوي. ان کوچنۍ چارې لکه دا چې بل څوک تا ته خواړه چمتو کړي؛ له ژونده د خوښۍ په ښه کولو کې ونډه لري».
سوامي زياته کړه، چې: «د ژوند د ملګري شتون تا هڅوي چې د ژوند صحي لاره غوره کړې، لکه ښه خواړه خوړل، تمرين کول او د ستړيا پر مهال ډاکټر ته ځان ښودل، چې له امله يې ژوند لا د استقرار په لور ځي. دغه راز واده کړي خلک د اړيکو پراخه ساحه لري چې له امله يې دې ټولنې ته د منسوبېدا وياړ پياوړی کېږي.
دا څېړنه په داسې حال کې ده چې د غربي نړۍ ډېری هېوادونه هڅې کوي په بېلا بېل لارو کورنی نظام له منځه يويسي او که يو څوک کورنۍ هم رامنځته کوي؛ نو دې ته هڅول کېږي چې بچيان يا بېخي را نه وړي او يا يوازې يو يا دوه کوچنیان ولري.