د حوت ۱۰ تاریخي تړون؛ د یکه تازي نړۍ ځوړ او پېل او د څو قطبي نظم د راتګ نوی فصل.!
له ۲۰۱۸ م کال څخه تر ۲۰۲۰ م کال پوري د قطر هېواد په آسانچاري د اسلامي امارت او امریکا تر منځ مذاکرات ترسره شوه، دا مذاکرات د دوحې تړون تر عنوان لاندې پای ته ورسېدل، او په ۱۳۹۸ کال په ۱۰ د حوت د قطر هېواد په کوربتوب، پاکستان، چین، روسیه، ایران، هند، سعودي عربستان، ترکیه، ازبکستان، اندونیزیا، ناروې او یو شمېر نورو هېوادونو په شتون کې د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ توافق نامه امضاء شوه.
دا تړون پر څلورو اساسي نقطو مشتمل وه؛ چې تر ټولو مهم پکې د خارجي قواوو، ناټو او امریکا نظامي حضور پای ته رسېدل وو. دا تړون نه تنهاء د افغانستان او سیمي پر سیاستونو اغېز وکړ، بلکې د نړېوال نظم پر سیاستونو او تحولاتو یې هم پراخ اغېز کړی دی.
په ۲۰۲۱ م کال کې د همدې تړون مهمو مادو د عملي کېدل او د ناټو او امریکا حضور ته پای ټکې کېښودل، د یکه تازي نړۍ او یو قطبي نظم د تګ او څو قطبي نړۍ د راتګ نظریې زور اخېستی دی. او یو نوی فصل یې رامنځته کړی دی.
په ۱۹۹۲ م کې د کرملین د ماتې وروسته دوه قطبي نظم پای ته ورسېد او په نړۍ کې د امریکا په مشرۍ یو قطب او یکه تاز نظم په توګه را څرګند شو.
دا یکه تازي د ۲۱ م لسېزي تر نیمايي پوري دوام درلود، چې پر نړېوال اقتصادي او نظامي سیاست پوره حاکم وو.
د یکه تازي نړۍ د ځوړ او پیل او د نویو لوبغاړو راپورته کېدل:
د ۲۱ م لسېزي په نیمایي کې یکه تازي او یو قطبي نظم ټکنی شو، چین او روسیه د اقتصادي، ټیکنالوژیکي او نظامي قوت سره راښکاره شوه او د یکه تازي نړۍ په وړاندې د څو قطبي نظم فکر احیاء ومونده. او دا مفکورې زور واخېست.
چین د یو اقتصادي او ټیکنالوژيکي سیال په توګه راپورته شو، په ۲۰۱۳ م کال کې د ( یو کمربند یو لاره ) BRI ستري، تارېخي او اقتصادي پروژې پېل وکړ. او همدارنګه د روسیې ځواک بیا احیاء، په ۲۰۰۸ م کال کې د جورجیا جګړه، په ۲۰۱۴ م کال کې د اوکراین/ کریمیا الحاق، دا هغه څه دې، چې د څو قطبي نظم مفکوره یې رامنځته کړه.
د څو قطبي نظم د راتګ نوی څپرکی:
له افغانستان څخه د ناټو او امریکا د ځواکونو د وتلو وروسته ۲۰۲۲ م کال کې روسیې مستقیم، پر اوکراین نظامي برید وکړ، دا لوېدیځ ته پراخ نظامي او عملي غبرګون وو. چې تقریباً ۱۰ ملیونه پوري بشري زیانونه او په ملیاردونو ډالرو د مصرف سره لوېدېځ ته په یو ناکامه او بې پایانه جګړې تمامه شوه.
چین د آرام سمندر او تایوان ارضي تمامیت مسئلو او همدارنګه د چین اقتصادي او تیکنالوژیکي جګړو کې لوېدیځ ته مستقیم چیلینج ورکړ، چې دا امریکا ته یو ستر سر خوږی او مستقیم چیلینجونه ایجاد کړه. په دې وروستیو میاشتو کې چین د مصنوعي ځېرکتیا په نړۍ کې د امریکا په وړاندې د مصنوعي ځېرکتیا داسې یو پروګرام جوړ کړ، چې په یو ورځ یې په ټرېلینونه ډالر زیان ورسوی، همدارنګه پر چین د امریکا د تعرفې لوړولو سره چین هم پر امریکا ۳ چنده تعرفې لوړي کړې، چې دا لوېدیځ ته مستقیم ځواب دی.
همدارنګه ترکیه، سعودي او ایران د اسلامي نړۍ د حاکمیت او اسلامي نړۍ د سرپرستي په هڅو غواړي هر یو ځانته قطب شي.
او همدرانګه د یکه تازي/ یو قطبي نظم په وړاندې یو ستر اقتصادي سازمان BRICS رامنځته شو، چې د برازیل، روسیې، هند، چین او جنوبي افریقا هېوادونو څخه جوړ دی، دا د لوېدیځ اقتصاد ته کلکه ضربه او د برېکس پېسو ایجاد د ډالرو پر حاکمیت هم اغېز کړی دی.
همدارنګه د نړېوالو قدرتونو لپاره ستراتېژیکه سیمه منځنی ختیځ له ۱۹۴۸ راهیسې تل کړکېچن پاتې شوی، خو د ۲۰۱۱ عرب پسرلی او ۲۰۲۳ اسراییل-حماس جګړه د وروستیو کلونو د لوېدیځ په وړاندې د ستر ټکر او قوي ضربې مقابله ده، چې امریکا پکې ماتې راغلې ده، او مقابل لوري پکې کامیاب دي، دا هم پر یکه تازي نړۍ او یو قطبي نظم اثر کوي.
همدارنګه د سترو ټیکنالوژیکي او مصنوعي ځېرکتیا کمپنیو په پراخه کچه پانګونه او د ټیکنالوژیکي او مصنوعي ځېرکتیا پراختیا، د مصنوعي ځېرکتیا او ټیکنالوژیکي کمپنیو پر هېوادونو د پراخي اغېزي او د یو جلا قطب په حېث د راڅرګندېدو او یا د همدې کمپنیو د ممکنه سناریو له مخې د هېوادونو حاکمیت تر لاسه کول، هم د یکه تازي نړۍ او یو قطبي نظم په شدت سره د پای ښکارندويي ده.
د همدې پورته ټولو نقطو ته په کتلو سره دا جوته شوه، چې د دوه قطبي نړۍ پر مهال هم په افغانستان کې د کرملین ماتې چې له مخکې نه شروع شوې وه، دلته د جګړې بایللو سره دوه قطبي نړۍ ته د پای ټکی کېښودل شو.
همدارنګه د لوېدیځ یکه تازي نړۍ او یو قطبي نظم تګ او د څو قطبي نظم راتګ که څه هم مخکې نه شروع شوی دی، خو په ۱۰ د حوت ۱۳۹۸ کال کې د اسلامي امارت او امریکا سره د توافق وروسته د ناټو او امریکا ځواکونو په افغانستان کې د ماتې سره او د وتلو وروسته ډېر زور اخېستی دی، چې د څو قطبي نظم په راتګ سره به یکه تازي نړۍ او یو قطبي نظم ته د پای ټکی کېښودل شي او پر ځای به یې ممکنه څو قطبي نظم رامنځته شي.
د څو قطبي نظم راتګ او د نوي لوبغاړو پر نړېوال سیاست اغېز د ا.ا.ا لپاره بهترین فرصت دی، تر څو په بریالۍ دیپلوماسي او قوي بهرنۍ ستراتېژي سره د نړېوال نظم د لوبغاړو ترمنځ توازن وساتي او د بهرنیو د اتکاء پرته یو خپلواک هېواد او خپلواک بهرنی سیاست ولري.