د روژې اتمه ډالۍ د قیامت مهمې نښې
قیامت ډېرې نښې لري . دلته به یې صرف هغه اته ویشت نښې ولولو چې رسول الله صلی الله علیه وسلم بیان کړې او رښتیا شوې دي . نو موږ ته لازمه ده چې د دغو نښو په مشاهده کولو سره عبرت واخلو ، ځانونه اصلاح کړو او نور متوجه کړو . دا ۲۸ نښې په دې ډول دي :
۱ ـ نارينه به لږ او ښځې به ډېرې شي .
۲ ـ خلک به قرآن کریم د موسيقي په شکل تلاوت کوي .
۳ ـ د مال د محبت له وجې به ښځه هم د مېړه سره په تجارت کی برخه واخلي .
4.ـ هر څوک به غواړي چې خپل ځان چاغ او مظبوط کړي .
۵ ـ په لمانځه او ژوند کې به د خلکو سکون ختم شي .
۶ ـ د سود کاروبار به عام شي .
۷ ـ ريا کاره عابدان به پيدا شي ، خلک به عبادت د رياکارۍ او شهرت له پاره کوي .
۸ ـ فتنې به ډېرې شي او ديني علم به لږ شي .
۹ ـ خلک به قرآن کريم د معاش وسيله وګرځوي .
۱۰ ـ درواغ به عام شي او خلک به په درواغو شاهدي ورکوي .
۱۱ ـ خلک به د صحيح حديثونو څخه انکار کوي او غلط حديثونه به بيانوي .
۱۲ ـ مسلمانان به شتمن شي ، خو دينداري به نه وي .
۱۳ ـ کفر به آسانه شي ، انسان به سهار مسلمان وي، ماښام به کافر او ماښام به مسلمان او سهار به کافر شوى وي .
۱۴ ـ هره راتلونکې زمانه به د تېرې زمانې په پرتله بدتره وي .
۱۵ ـ د اسلام په دين عمل کوونکو باندې به خلک تعجب کوي او نوى شى به ورته ښکاري .
۱۶ـ قتلونه او وژني به ډېر شي ، قاتل او مقتول ته به معلومه نه وي ، چی زه یې ولې ووژلم او ولې وژل کيږم .
۱۷ـ کافران به پر مسلمانانو غالب شي ، مسلمانان به زيات وي ، مګر غلامان به وي ، ځکه دوى به د دنيا سره مینه لري او د مرګ څخه به ډاريږي .
۱۸ـ پر دين باندې به عمل داسې وي ، لکه د اور سکروټه چي په موټ کی نيسې .
۱۹ ـ ګناه کول به ډېر آسانه وي او ګناه به د ګناه په شکل نه منل کيږي .
۲۰ ـ د دنيا شتمن خلک به بخيلان وي .
۲۱ ـ د زمانې څخه به برکت ختم شي ، کال به د مياشتې غوندې ، مياشت به د هفتې غوندې ، هفته به د ورځې غوندې او ورځ به د ساعت غوندې تيريږي .
۲۲ ـ مسلمانان به په هر عمل کی د کافرانو پيروي او تابعداري کوي .
۲۳ ـ د عربو پر خاوره به پراخي راشي او د مدينې منورې نفوس به زيات شي .
۲۴ ـ خلک به د زکات اخستلو مستحق نه وي ، خو بيا به هم زکات غواړي .
۲۵ ـ ښځو به جامې اغوستي وي ، خو بيا به هم لوڅي وي ، يعنی جامې به یې دومره نازکې وي ، چی وجود به یې ترې ښکاري .
۲۶ ـ زنا کول به آسانه او د زنا کولو وسايل به زيات سي .
۲۷ ـ جهالت به عام شي ، خلک به د دنيا په علم پوه وي ، خو د جهالت له وجې به د ديني علم څخه غافله وي .
۲۸ ـ بې حيا ښځي او د موسيقي آلات به زيات شي .
هو درنو لوستونکو، نن چې موږ هرې خوا او هرې ټولنې ته وګورو ، همدا نښانې بالکل وینو . خو په ځینو ټولنو کی لږ او په ځینو کی آن دا ټوله نښې بالکل ښکاري او هر څه په ستوګو وینو . همدا لامل دی چی عوام وایي ( آخره زمانه ده ) . د دې فتنو او خرابیو څخه د خلاصون لاره دا ده چې څه وایوو، باید هماغسیې اوسو ، یعنې ګفتار او کردار مو برابر وي. نن د عمل ورځ ده بېله حسابه ، خو سبا د حساب ورځ ده بېله عمله !
#حریت_راډیو