د اسلامي امارت مشرتابه نوي فرمان دوهمه ماده:
د مړي په مراسمو کې د رعایت وړ ټکي
دوهمه ماده:
(۱) په ځينو سیمو کي د مړي د کورنۍ له لوري کلیوالو او نورو خلکو ته په معينو ورځو کي طعام او مېلمستیا برابرېږي، چي فقهاء کرامو ترې منع کړې ده، په دې هکله د فقهاء کرامو څو اقوال په لاندي ډول دي:
- د مړينې په مناسبت د مړي د کورنۍ له لوري خلکو ته مېلمستيا برابرول مکروه دي؛ ځکه مېلمستيا په خوشحاليو کي وي، نه په غمونو کي، دا ډېر بد بدعت دی (چي د غم په ورځ خلکو ته مېلمستيا تياروي، ځکه چي شريعت کي دا اصل نهلري او بل دا چي د دغو ورځو خپل خپل ترتيبونه او مکلفيتونه دي).
- د مړينې په مناسبت راټولو شویو خلکو ته د مړي د کورنۍ له لوري د خوراکونو چمتو کول ګناه ده؛ جریر بن عبد ﷲ رضی ﷲ عنه وايي: د مړي په کور کي د هغه د خپلوانو راجمع کيدل او د هغوی له لوري د خوراک ترتیبول موږ له نياحت څخه ګاڼه؛( ) يعنې لکه ویر (چيغي او فرياد) مو چي ممنوع او بد ګڼلو دا مو هم بد ګڼلو (حال دا چي نیاحت او وېر کبیره ګناه ده).
- د مړي د کورنۍ له¬خوا خلکو ته خوراک برابرول مکروه دي، ځکه چي له دې سره يې مصیبت زياتېږي او بل دا چي د جاهليت د زمانې له خلکو سره مشابهت راځي.
- رواجي خیراتونه د ځان مشهوره کولو او رياء لپاره دي، د ﷲ تعالی لپاره يې نهکوي له دې امله باید ډډه ترې وشي.
- رواجي خیرات که مباح هم شي له دې امله چي خلکو د واجبوالي مرتبې ته رسولې، مکروه او ترک یې ضروري دی.
پورته ذکر شویو شرعي دليلونو او همداراز نورو ګڼو، ټولنيزو، شرعي او اقتصادي رامنځته کيدونکو زيانونو ته په کتو سره په لاندي ټکو باندي عمل کول ضروري دي:
(۱) د مړي د کور له لوري د بدرګې او مېلمستيا په څېر د رواج له مخې (په لومړۍ، دريمه، اوومه او څلوېښتمه ورځ) طعام برابرول، منع دي،( ) د مېلمستیا له شکل او د ورځې له تعيین پرته د نقد مال يا جنس صدقه کول چي لاندي شرطونه هم پکي رعايت شوي وي، مړي ته د ثواب سبب دي:
۱- صدقه به د رياء، شهرت، سيالۍ، رواج او د خلکو د پېغور له امله نهوي.
۲- صدقه او خیرات به واجب او ضروري نهګڼل کيږي، که چا ونهکړ هغه ته به په بده سترګه نهکتل کيږي.
۳- صدقه او خیرات یوازي بالغ او عاقل وارثان له خپل مال څخه په خپله خوښه کولای شي، د يتيم او غيرحاضر وارث مال به پکي نهمصرفېږي.
(۲) د يتیم له مال څخه په مړي پسې خيرات او صدقه کول که څه هم د يتيم په اجازه وي، منع دي، هغه څوک چي د يتيم په مال کي دا ډول تصرف وکړي، ضمان پرې لازم دی.
(۳) په ځينو سیمو کي د رواج له مخې خلک د مړي په لومړي اختر د مړي کور ته د تعزيت لپاره ورځي، دا هم ناسم رواج او منع دی.
(۴) په ځينو ځايونو کي رواج دی چي ښځه تر وفات وروسته ضرور بايد د پلرنۍ (هديرې) ته انتقال کړل شي او نه انتقال يې د ټول قوم لپاره پېغور ګڼل کيږي، چي دا کوم شرعي حيثيت نه¬لري، بلکي غوره دا ده چي د هغې د خاوند او اولادونو د خوښې په هديره کي دفن کړل شي.
(۵) د ګاونډيانو او خپلوانو له لوري د مړي کور ته طعام برابرول مستحب عمل دی.
(۶) د تعزيت لپاره د شريعت مطهره له لوري د دفن له ورځې سره درې ورځې ټاکل شوي دي، البته غائبو اشخاصو ته تر هغه وروسته هم د تعزيت کولو اجازه شته.
(۷) له يو ځل فاتحې کولو وروسته بیا د مړي کور ته د فاتحې په نيت ورتلل مکروه دي.
(۸) امارتي مسئولين دي د خپلو وفات شويو خپلوانو فاتحې نهاعلانوي، له اعلان پرته د خپلو اوسېدلو په ځای کي دي يوازي تر درو ورځو د فاتحې لپاره کښېناستلای شي.
(۹) حيله اسقاط د هغه مړي لپاره کيږي چي فقير، يا مالدار وي خو له وصيت پرته وفات شوی وي، يا يې وصيت هم کړی وي خو د مال دريمه برخه يې د واجبو فديو لپاره کفايت نهکوي، که مړی شتمن وي او وصيت يې کړی وي پر ولي باندي يې واجب دی چي واجبې فديې به يې د مال له دريمې برخې څخه اداء کوي او يوازي په حيله اسقاط به بسنه نهکوي، البته د حيلې طريقه به د حنفي فقهې د هغو شرطونو مطابق وي چي يادونه یې شوې ده.
(۱۰) د شرعي حیلې شرطونه په لاندي ډول دي:
۱- د حیله اسقاط لپاره جمع شوی مال به د قبض لپاره یوازي مسکینانو ته ورکول کيږي، غني، ماشوم، لیوني، سفیه (بې عقله) او کافر ته به نهورکول کيږي.
۲- حيله اسقاط به د رواج او ځان ښودنې په خاطر نهکيږي؛ بلکي په دې نیت به کيږي چي د مړي غاړې پرې خلاصې شي.
۳- د مړي وارثان به د حیلې لپاره له داسي سړي څخه پیسې یا بل جنس نه قرض کوي چي هغه يې په خپله مالک نه وي او نه به له داسي شریک څخه قرض اخلي چي د بل شریک يې اجازه نه وي.
۴- د فدیو ګرځوونکی باید د مړي وارث یا د وارث وکیل وي او وکیل ته وویل شي چي د هرې دورې له ختمېدو وروسته د هرې بلې دورې لپاره فقیر ته د مال په ورکولو او بېرته اخیستلو کي بيا زما وکیل یې.
۵- د مړي قضاء شوي لمونځونه او روژې باید دقیق حساب شي او که دقیق معلوم نه وي نو په غالب ګمان دي حساب شي.( )
۶- فقیر ته د ورکړې پرمهال به يې دا نیت وي چي فقیر د دغو پیسو او شیانو مالک ګرځي.
۷- فقیر به په دې پوه وي او یا به يې څوک پوهوي چي په قبض کولو سره يې مالک ګرځي.
۸- کوم شخص چي فدیې ګرځوي او فقیر ته یې ورکوي باید لاسونه ترې لرې کړي او له هغه څخه په بېرته اخیستلو کي تلوار ونهکړي.
۹- د فدیو ګرځوونکی به فقیر ته داسي الفاظ وایې: دا د فلانکي چي د فلانکي زوی دی د لمونځ، روژې، قسم یا ...فدیې دي قبولې یې کړه، هغه به ووایې: قبولې مي کړې، زه یې مالک شوم، بیا به یې بېرته یاد شخص ته هبه کړي.
۱۰- حیله کوونکي به له دورې وروسته د فقیر له زړه بدوالي څخه ځان ساتي، که مال د حیله کوونکو وي دومره مال به په صدقه کي ورکوي چي د فقیر زړه پرې خوشحاله شي.
۱۱- که د حج په مياشتو کي حیله کيږي دا دي په نظر کي ونيسي چي دومره پيسې يو ځای فقير ته ورنهکړي چي حج ورباندي فرض شي.
۱۲- که مړي وصیت نه وي کړی، ولي يې له مال څخه فقير ته د وارثانو په رضا هغه مهال څه مال ورکولای شي چي په وارثانو کي به يې غائب او صغير نه وي او که یې وصیت کړی وي، نو بیا د ميت د مال له دريمې برخې څخه مال ورکولای شي که څه هم په وارثانو کي غائب یا یتیم وي.