۱۴میاشتنی مهلت
د یخ ژمي پای بیخي رالنډ و، دا اوس د هر پسرلي معمول و چې پیل به یې د پردیو په مرګونو کېده!
امریکا او نړېوالو ملګرو یې نه غوښتل لکه د تیرو پسرلیو په څېر د پسونو په شان له ستوني راونیول شي.
نن یوه تاریخي هوکړه کېده، د سېمې او نړۍ د هېوادونو او معتبرو سازمانونو استازي راټول شوي وو ، دا رښتیا هم تاریخې شېبې وې، دا تصور نه کېده چې یو ورځ به پرمختللې نړۍ د افغان انسان د نه ماتیدونکو ارادو پر وړاندې د زور او فشار پر ځای په نورو انتخابونو فکر کوي!
د شاهي کوټ له څوکو پیل شوی دا مزل اوس تر هر کلي، کور او د ښار تر کوڅو رسیدلی و، نن یو ملت یو ځل بیا د وخت په بل سرکرشه او مغرور ځواک دا منله چې له خاورې به یې وځي، کټ مټ لکه ۱۹۱۹ کې یې چې نیکونو په انګریز او بیا یې پلرونو په ۱۹۸۸ کې پر روسانو ومنل!
دا د تاریخ تکرار او د یو خونړي وحشت پای شېبې وې، د شنبې په ورځ او د همدې حوت میاشتې همدا لسمه نېټه وه، د دوحې شرایدون هوټل تالار کې یو افغان پګړېوال د خپلو خلکو او خاورې په استازیتوب له امریکايي ډېپلوماټ سره د اشغال د خاتمې پر هوکړې د قلم نوکه کېښوده، دا په حقیقت کې د یرېوتي غلیم پر سېنې د برچې څوکه وه، دا د یو نړېوال ایتلاف پر وړاندې د یو نه ماتېدونکي ملت د بریا جشن و، بې له شکه دا الهي نصرت و چې د وخت زورور یې د یو بې وسه ملت پښو ته غورځول۔
هو، دا هوکړه تاریخي وه، زرګونه کیلومتره لرې یو نړېوال زبرځواک د څلوېښتو هېوادونو په ملتیا د یو ولس د څپلو، د هغوی دیني عقایدو، اسلامي روایاتو او افغاني غرور او هویت د منځه وړو لپاره راغی، خو الهي نصرت یو ځل بیا بې اسرې وګړي یواځې پرېنښودل، هر څه د هغوی د تمې خلاف او د مومنانو د هیلو سره سم مخ ته لاړل، د وخت دا یاغي او باغي ځواک نن د خپلو ماتو لښکرو ویستو لپاره له هغو کسانو مهلت غوښت چې دوی یې د څپلو لپاره د وخت تر ټولو پرمختللي وسایل، امکانات او تاکتیکونه وکارول!
هو، د دوحې هوکړې د اشغال لمن ور ټوله او افغان انسان یو ځل بیا دا موکه پیدا کړه چې د خپل کور په غولي کې په ارام زړه ویده شي، په ډاډه زړه خپلې کروندې ته ووځي، د خپلې عقېدې او کلتور له مخې ژوند وکړي، په خپلو طبیعي شتمنیو واکمن ، له چور او تالان یې مخنیوی وکړي، همدا اقتصادي او سیاسي خپلواکي ده چې د پردیو د اجازې اخېستو پرته د خپلې ارادې په زور د لویو او ملي پروژو په اړه خپلواک ګامونه پورته او نړۍ ته ووايي: موږ له هر چا سره په متقابل درناوي ولاړې اړېکې غواړو.
د اشغال د خاتمې دې تړون نه یواځې دا چې افغان جغرافیه له نېواک او زبېښاک راوګرځوله، بلکې د سېمې او ګاونډ هغو نظامونو هم د ارام ساه واخېسته چې د امریکا او ناټو عسکر یې په درشل ولاړ وو!
له شک پرته دا ورځ تاریخي وه، دوی نور بې وسه و، شاوخوا شل کاله یې دلته ټول زور وازمایلو، له پرمختللو وسلو بیا تر ټولو مادي او ټولنیزو سرچېنو یې کار واخیست، خو پایله یې د سر او مال له زیان پرته بل څه نه وه!
ورځ تر بلې د تابوتونو انتقال زیاتیده او مصرفیدونکو ډالرو هیڅ ځای نه نېوه.
د هغو ارقامو له مخې چې د امریکا دفاع وزارت پنټاګان د اشغال له پیل بیا تر پایه خپاره کړي شاوخوا درې ترېلیونه امریکايي ډالر یې لګولي، خو دې لګښتونو داسې ملموسه پایله نه درلوده چې امریکايي نظامیان او سیاسیون یې د جګړې په ډګر کې د خپلې لاسته راوړنې په توګه ومني.
دا یې د خپل تاریخ تر ټولو اوږده جګړه وه، د مقاومت څپلو پر ځای یې د نېواک کړۍ ورځ تر بلې محدودیده، اوس د کانکریټي ديوالونو تر شاه هم خوندي نه و!
همدا نظامي او اقتصادي فشارونه ددې لامل شول چې اشغالګرو وپتییله چې نور باید ځانونه د سرېښو له دې ډنډ وباسي، د مغرور او سرکشه دښمن له حوصلې دا پورته وه چې نور دې دا ملا ماتوونکي ځاني او مالي زیانونه وزغمي!
د کب یا حوت لسمه د افغان تاریخ یوه بله وړیامنه او تاریخي ورځ ده، افغان مبارزینو یو ځل بیا خپلو راتلونکو نسلونو ته د افتخار یو بل لیکلی سند په میراث پرېښود، ددې سند د متن دا یوه کرښه د بریا او ماتې ټوله کېسه داسې رانغاړي، موږ د خپلو ټولو عسکرو وېستلو لپاره ۱۴ میاشتې مهلت غواړو.