د غره له څوکې

د غره له څوکې تاریخي

د کریملین د ننه وضعیت عادي نه و، د ټولو په څېرو کې د وارخطایۍ او پرېشانې نښې له ورایه ښکارېدې، د کمونیست ګوند لوی او اتم رهبر ته دا پرېکړه اسانه نه وه، خو هغه نور اړ و چې د خپلې زیاتې رسوایۍ او مرګ ژوبلې مخه ونیسي.
دا پرېکړه رښتیا هم د یو روسي نژاده کمونیست رهبر لپاره د زهرو ګوټ و، اوس اوبه تر ورخ تېرې وې، د لئونید برژنف پر تېروتنې ټېنګار نور له تباهۍ پرته بله مانا نه درلوده!

پنځم رهبر لئونید ایلیچ برژنف او د هغه سلاکاران اوس نه وو، چې جګړه کې د خپلو ماتو عسکرو ژړغوني تصویرونه وګوري، او یا هم د جګړې په میدان کې د ورکو او بې درکه عسکرو کورنیو ته د هغوی په اړه قانع کوونکي ځوابونه ووايي.
جنګي تجهیزات، سمبال لښکرې، پراخه مالي سرچېنې او نور امکانات د یوې جګړې د ګټلو په مانا نه دي، د جګړې پیل اسان، خو دا بیا وخت ثابته وي چې ګټوونکی څوک دی! 

د جګړې له ډګره د جنرالانو ورځني راپورونه او د سلاکارانو مشاهدې ناهیلې کوونکې وې، د پرمختګ څرک نه لګېده، دا د خرپ او ترپ جګړه وه، د سترګو په رپ کې به څو کسان له ګارو او څوکو راپورته شول، سرې لمبۍ به جوړې او بیا به تري تم شول، د دښمن د ماتې لپاره له دې لویه ضربه بله څه ده چې تلفات دې وویني، خو په ساعتونو دې خالي او تشو ګارو سره په جګړه بوخت وي؟
د جګړې دې نوې تاکتیک د نړۍ یو لوی زبرځواک له وارخطایۍ سره مخ کړی و، نوره هیڅ لار نه وه پاتې، د لینن ځای ناستي باید حالات کنټرول کړي وای او د خپلې ماتې او رسوایۍ پټولو ته یې نقشه وېستې وای.

د کمونیزم دا اخري رهبر میخائیل ګورباچوف و، هغه دې جګړې ته د سرطان نوم ورکړی و، نو ځکه خو اړ و چې ددې ناعلاجه ناروغۍ پر وړاندې خپلې پښې وغځوي، همداسې وشول، د کرملین د هغه وخت واکمن د خپلې تاریخې ماتې د پټولو لپاره د ژئنو په نوم هوکړه لاسلیک کړه!
له نن پوره ۳۶ کاله وړاندې د افغان خاورې شاوخوا لس کلنۍ غمیزې یو بل باب تمام، او د وینو او اور له لمبو یو لوی ملت برېمن راووت!

جګړه هېڅکله د مقایسې وړ نه وه، له یوې خوا د وخت پرمختللی جنګي ماشین، پراخ مالي امکانات، لویه پرمختللې جغرافیه، ملیونونه نفوس او د وخت په عصري وسایلو او امکاناتو سمبال پوځ، خو بل لوری بیا یو عام ولس!
هو، دا د پرتلې وړ نه وه، خو دا په حقیقت کې پر مادیاتو، جنګي ساز سامان او پر نېواک د عقیدې او ایمان برلاسي وه!
څو دې وس رسي په لوی دریاب کې ګرځه
په ویاله کې دې زوال وینم نهنګه

هو، همداسې وشول، د کریملین سرې ماڼۍ هغه مهال سور اور شېندلو، ټول یې په مخه کړې وو، د واک لمن یې له اروپا تر منځنۍ اسیا راوغځوله، خو د نېواک دا تنده یې سړه نه شوه، هدف او موخه تر ګرمو اوبو او سویلي اسیا رسیدل و!
د همدې موخې د ترلاسه کولو لپاره یې د ۱۳۵۸ کال د جدي په ۶ نېټه د ټولو نړېوالو اصولو څخه په سرغړونې پر افغان خاوره یرغل راوړ، د وخت واکمنو یې د مخالفت پر ځای ګلان په غاړه کې ور واچول خو یو لوی ولس چې تش لاس و، د ذلت پر دې معامله یې شونډې چېچلې.
یرغلګرو د خپلو داخلي مزدورانو په مټ هر ځای د خپلې مفکوري ضد وګړي په ډېرې بې رحمۍ څپل، خو نا خبره له دې چې همدا یې د زوال پیلامه وه!

شاعر څومره په ځای ویلي:
ټېټ مې مه بوله غورڅنګ راباندې مه کړه
زه په دې افتادګۍ کې لوی ګړنګ یم
دلته یو بې وزله خو په ایماني جذبه سرشاره ولس سترګې غړولې، د پردیو دې یرغل سره ولسونه په خوځښت راغلل، دوی د خپلو نيکونو روایات وپالل، د واخان له کنګل ځمکې بیا د فرا تر ریګستانانو، د هندوکش له لوړو بیا د هلمند تر ډاګونو، د کونړ له پیچلو درو بیا د پکتیا تر غرونو د غزا غزا غږ، انګازې کولې.
دا غږ د وطن دښتو، بېدیاوو، غرونو، درو او د وطن ترهر کوره لکه د برښنا پړک ورسید، همدا نو د مغرور او سرکشه دښمن د ماتې نغارې وې چې وغږیدې.
روسانو د خپل شاوخوا لس  کلن اشغال پر مهال له هیڅ ډول وحشت سترګې پټې نه کړې، هغوی ته هر څه د یو نظامي هدف په توګه مالومیدل، حقیقت هم و، د وطن غرونه، دښتې، هسکې، ځنګلونه انسان او ان حیوان هم د روسانو دښمن و، دلته هر روسي ته د پردي او متجاوز په سترګه کتل کېدل، همدا د وخت تقاضا وه، د حالاتو درک همداسې و، دا د دې ولس فطرت دی چې د بیګانه په وژلو کې له یو بل مخکې کیږي.

هو روسان د سکندر مقدوني او انګلیس په برخلیک اخته شول، د افغان انسان په اړه دا خبره نوره هم پخه شوه، دا نه ماتیدونکي وګړي او دا خاوره ناتسخیره ده!
د افغانانو ګذار لکه د پامیر او هندوکش دروند دی، د کریملین ماته همدومره نه وه، دا نه جبرانېدونکې وه، د افغانانو سرښندنو او مقاومت له ختیځې او شمالي اروپا بیا تر مرکزي اسیا په اشغال شویو ولسونو کې د ازادۍ او خپلواکۍ حس را ژوندی او په دې ډول د معاصرې نړۍ په نقشه کې ۱۵ خپلواک هېوادونه ور اضافه شول
لا تر اوسه یې ماغزه په کرار نه دي 
چا چې ما سره وهلی سر په څنګ دی.

هو، دا ولس له نورو ځانګړی دی، دوی لکه خدای د یو ځانګړي ماموریت لپاره چې خلق کړي وي، د وخت هر لوی او ناړامه ځواک همدلته راغورځي، په تېره یوه پېړۍ کې درې لویې پېښې همداسې یو په بل پسې راغلې، د برېټانیا له لویې امپراطورې بیا د روسانو او دا درې کاله څومیاشتې وړاندې د امریکا او ناټو ماته.

جنرال بورس ګروموف چې پنځه کاله او شپږ میاشتې یې په افغانستان کې تېرې کړې وې، وروستی کس و چې د ۱۳۶۷ کال د دلوې په ۲۶ مه د حیرتان له بندره پلی واوښت.
هغه شاته وکتل، تور او ویروونکی غرونه په خپل حالت ولاړ و، د جنرال ګروموف کرکه او وېره له دې غرونو بېځایه نه وه ، د هغه  ډېر عسکر دلته نادرکه او دوی یې تر پایه په تسخیر بریالي نه شول!
د وطن غرونو د سکوت په ژبه په یو مات لښکر پورې خندل، زرهي ټانګونو او زغروالو ګاډو پر سر چورلکې تاوېدې، خړه لېکه هواته پورته کېده، هلته په لوړه څوکه څو ببرسرو ځوانانو د تښتیدونکو عسکرو ننداره کوله.
پای

تړلي موضوعات