د بشار الأسد پاچاهي.. د سوريايي ولس له وينو او وژنو ډک تاريخ

د بشار الأسد پاچاهي.. د سوريايي ولس له وينو او وژنو ډک تاريخ تاریخي

له سوریې تښتېدلي بشار الأسد د سوريې واک او د ولس په ضد ظلم له خپل پلار حافظ الأسد نه په ميراث وړي وو. وروسته له هغه چې پلار يې نږدې دېرش کاله په سوريه واکمني وکړه؛ بشار الأسد د دې هېواد چارې په لاس کې واخيستې، له هغه وړاندې یې مشر ورور باسل د هغه د پلار ځايناستی باله شو، خو په ۱۹۹۴ کال کې دمشق کې په يوه ترافيکي پېښه کې د هغه له مړينې وروسته لندن کې په زده کړه بوخت د سترګو دغه ډاکټر د سوريې د واک د ميراث خور په توګه وپېژندل شو او وروسته یې د خپل ولس په ضد داسې خونړۍ جګړې په مخ يووړې، چې سلګونه زره سوريايان یې قرباني شول.

بشار په ۲۰۰۰ز کال کې د خپل پلار له مړينې وروسته د هېواد د قانون د يوې مادې په بدلولو په ۳۴ کلنۍ کې رييس شو، وړاندې د هېواد د مشرۍ لپاره څلوېښت کلني شرط وه.
واک ته د هغه له رسېدو سره سم د بېلا بېلو لوريو د فشارونو په پایله کې بشار خپلو خلکو ته د بيان يو ډول ازادي ورکړه، چې وړاندې يې سوريه کې اجازه نه وه، دې ازادۍ ته د «د دمشق پسرلی» نوم ورکړل شو، خو د دمشق دغه پسرلی ډېر اوږد نه شو او په ۲۰۰۱ز کې امنيتي ادارو د دولت هغه مخالفين ټول ونيول چې د بيان له ازادۍ په ګټه اخيستو يې خپل نظرونه څرګند کړي وو.

دا چې د سوريې خلک د بشار پلار لا له وړاندې ځپلي وو او په دې برخه کې دی هم د پلار په لار روان و، نو د ۲۰۱۰ کال په وروستيو کې تونس کې پاڅونونو د نورو عربي هېوادونو په اوسېدونکو کې هم د ظالمو او مستبدو دولتونو په ضد د راولاړېدو ساه پو کړه، چې سوريې ته هم دغه څپه ورسېده.
په ۲۰۱۱ کال کې سوريايي ولس د بشار په ضد لاريونونه پيل کړل او د بشار ځواکونو د هغوی د تيتولو او څپلو په پار په هغوی وسله وال بريدونه وکړل.
څو مياشتې وروسته لاريونونه په وسله والو نښتو واوښتل او د بشار د رژيم په ضد مخالفې وسله والې ډلې رابرسېره شوې.

بشار د خپل ځان د ساتنې په پار ايران پلوه شيعه وسله والې ډلې وروغوښتې چې د لبنان حزب الله یې په سر کې وه. بشار او د هغه پلويان د دې جګړو په ترڅ کې په شکنجو، زبرزناوو، د کېميايي وسلو په کارونه، کلابندۍ، په لوږه په وژنه، ړندو بمباريو او ښارونو نړولو تورن شول.
په همدې ترڅ کې هغه مهال چې د بشار حکومت له نړېدو سره مخ و او د هېواد په لر او بر کې یې ډېرې سيمې له لاسه ورکړې وې، د روسيې مداخلې حالات بدل کړل او بشار ته یې د هغو سيمو د بېرته نيولو توان ورکړ چې له لاسه یې وتلې وې.

نړيوالو رسنيو په دې جريان کې د بېلا بېلو هغو وژنو او جنګي جرمونو په اړه راپورونه ورکړل، چې د بشار الأسد ځواکونو او د هغوی پلويانو ترسره کړي وو، چې ځينې یې په لاندې ډول دي:


د کېمياوي وسلو پراخ کارول:
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کميشنرۍ په خپلو راپورونو کې هغه معلومات وړاندې کړل چې ښيي بشار په کې د ۲۰۱۲ او ۲۰۲۲ کلونو ترمنځ موده کې د کېمياوي وسلو ۲۱۷ بېلا بېل بريدونه کړي دي، په دې بريدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون نږدې ۱۴ زره کسان وژل شوي او ټپيان شوي دي.

د نړيوالو رسنيو له راپورونو سره سم «بشار د انسانيت ضد ډېر جرمونه ترسره کړي دي»، چې بايد حساب ورسره وشي. د بېلګې په توګه دغو راپورونو وښوده چې د بشار ځواکونو په «الغوطة» سيمه کې د خپلو مخالفينو او ولسي وګړو په ضد کېمياوي وسلې کارولې دي، چې بشار يا ترې خبر و او يا د همده له لوري امر ورته شوی و، هيومن رايټس واچ له يوې پېښې وروسته بشار د دې بريدونو مسوول وباله.


د البيضاء وحشت:
د هيومن رايټس واچ له راپور سره سم په دې بريد کې ۲۴۸ تنه وژل شوي وو، چې ۲۳ مېرمنې او ۱۴ کوچنيان هم په کې وو، دا د ‍۲۰۱۳ کال د مۍ مياشت پېښه وه، چې سوريايي ځواکونو په البيضاء او بانياس کلو کې په کورونو له ورننوتو وروسته ياد کسان يوه ځای ته راټول کړل او بيا یې د خپلو خپلوانو په وړاندې ووژل. له وژنې وروسته هغوی لسګونه جسدونه په اور هم وسوزول.


شکنجې:
د ۲۰۱۱ کال له مارچ راهيسې ګڼ شمېر داسې ويډيوګانې خپرې شوې، چې بنديان په کې په رواني او فزيکي توګه شکنجه کېدل. هغوی يا په سخت ډول وهل کېدل، يا يې نوکونه او ويښتان په زور ويستل کېدل، يا غوښې ځينې شکول کېدی، يا یې د بدن غړي پرې کېدل، يا یې پوستکي په تېزابو سوزول کېدل او يا داسې غوښتنې ځینې کېدی چې په رواني ډول يې هغوی ځورول، لکه د بشار انځور ته رکوع کول او...
د سکاټلينډ د ډنډي پوهنتون د اناتومي استاذې سوسن بليک او درې نورو پخوانيو مدعيانو د جنګي جرمونو محکمو کې وويل چې ۱۱ زره سوريايي بنديان د زندانونو دننه وژل شوي  دی، د هغوی په بدنونو د مرۍ خپه کېدو او برېښنايي شارټونو نښې نښانې څرګندې وې.
د ۲۰۱۴ز په جنورۍ کې اناضول خبري شبکې د نږدې ۱۱ زرو قربانيانو ۵۵ زره انځورونه ترلاسه کړل، دغه انځورونه چې د «قيصر» په نامه له نظامي پوليسو جلا شوي يو تن افشا کړي وو؛ د هغو خلکو وو چې يا تر شکنجو لاندې وژل شوي وو او يا زندانونو کې بې خوراک او څښاکه پرېښودل شوي وو، څو ساه یې ووځي. دا يوازې د ۲۰۱۱ د مارچ او د ۲۰۱۳ د اګست ترمنځ موده کې وو.


چاودېدونکي بيرلونه:
د بشار الأسد ځواکونو د هغه د مخالفينو د ځپلو په پار په ځلونو په هغوی چاودېدونکي بيرلونه ورولي، چې درنه مرګ ژوبله یې رامنځته کړې ده. د ۲۰۲۱ کال په اپريل مياشت کې د بشر حقوقو د سوريايي شبکې له يوه راپور سره سم د جګړې په لومړيو کلونو کې د نظام ځواکونو نږدې ۸۲ زره چاودېدونکي بيرلونه ورولي دي، دغه وسله خورا وژونکې ده او نړيوالې ټولنې بنديز پرې لګولی دی. راپورونو وښوده چې دې چاودېدونکو بيرلونو له ۱۱ زرو ډېر ولسي وګړي وژلي، چې له ۱۸۰۰ ډېر په کې کوچنيان وو.


خپلسري توقيفونه او جبري تری تم کېدل
د بشر حقوقو نړيوالو او عربو فعالانو د همدغو کلونو په اوږدو کې د بشار نظام د لوی شمېر خلکو د تری تم کېدو مسوول وباله. د بښنې نړيوال سازمان د ۲۰۲۲ کال په خپل کلني راپور کې خبر ورکړ، چې د جګړو پر مهال لسګونه زره وګړي تری تم دي. د همدې کال په اګست مياشت کې د بشر حقوقو سوريايي شبکې په خپاره کړي يوه راپور کې وويل، چې د تری تم شويو وګړو شمېر ۱۱۱ زره دی، چې پړه یې د بشار په رژيم اچول شوې وه.


صيديانا زندان
د بشار دغه پټ زندان د مجاهدينو له لوري د دمشق له نيول کېدو وروسته مات او بنديان يې خوشې شول، په دوی کې داسې بنديان هم وو، چې همدلته پيدا شوي وو او لمر او رڼا یې لا په سترګو نه وه ليدلې او داسې بنديان هم په کې وو، چې د تېرو شلو کلونو له حالاتو ناخبره وو. دغه زندان چې په «انساني مسلخ» مشهور و؛ د بشار د واکمنۍ په اوږدو کې يې شکنجو او وحشت نوم درلود. يوه خوشې شوي بندي يې په اړه وويل، چې زندان دوه جلا پوړونه لري، چې يو یې د عادي بنديانو لپاره دی او بل یې لاندې پوړ دی چې ان دروازې یې په شفرونو خلاصېږي او دا شفرونه يوازې هغو پوځي افسرانو ته معلوم دي، چې اوسمهال تښتېدلي دي. 
دوه کاله وړاندې نړيوالو رسنيو په دې بدنامه زندان کې په مالګه کې د بنديانو د جسدونو له ساتلو پرده پورته کړه. راپورونو وښوده چې د دې زندان بنديان په سخت ډول شکنجه کېږي او پراخې وژنې په کې کېږي، چې ټول یې بشر ضد جنايات بلل کېږي.
راپورونو کې ويل شوي و، چې د ۲۰۱۱ او ۲۰۱۸ کلونو ترمنځ موده کې له ۳۰ زرو ډېر بنديان په دغه زندان کې يا اعدام شوي او يا د شکنجو او روغتيا ته د نه پاملرنې په پايله کې وژل شوي دي.


د ايران او روسيې مداخله:
په ۲۰۱۳ کې د لبنان حزب الله ډلې سوريې ته د زرګونو جنګياليو په استولو او د بشار د ځواکونو تر څنګ په جنګېدو اعتراف وکړ.
د ۲۰۱۵ کال د سپتمبر په ۳۰مه وروسته له هغه چې د بشار ځواکونه په ډېرو جبهو کې له ماتې سره مخ شول، روسيې نظامي مداخله وکړه او دې مداخلې د جګړې لوری بدل کړ.
له راپورونو سره سم روسيې له همدغه وخته پيل تر اووکلونو موده کې د سوريې په بېلا بېلو ښارونو کې له «۵۷۰۰» ډېر بريدونه کړي، چې په ترڅ کې يې ځينې وختونه بشپړ کلي او سيمې اوارې شوې دي. سره له دې چې رسمي شمېرې د دې بريدونو د قربانيانو شمېر ۱۲ زره کسان ښيي، چې څلور زره یې کوچنيان دي، خو غير رسمي شمېرې د روسيې د بريدونو قربانيان د دې څو برابره ښيي. سرچينو دا هم ويلي، چې روسيې د سوريې جګړه کې ګڼ شمېر نوې وسلې هم ازمويلې دي.


ټول وژل شوي ملکيان
د الجزيره عربي له راپور سره سم د ملګرو ملتونو د بشر حقوقو سازمان دفتر د موثقو معلوماتو په اساس ويلي، چې د ۲۰۱۱ او ۲۰۲۲ کلونو ترمنځ نږدې ۳۰۷ زره ولسي وګړي د بشار الأسد د ځواکونو له لوري وژل شوي دي. دا په داسې حال کې ده، چې د ټپيانو او رواني ناروغانو شمېر له يو نيم مليون زيات ښودل شوی دی.
بل پلو جګړه کې د بشار او د هغه د پلويانو د وحشت له امله مليونونه سوريايان کډوالۍ ته اړ شول، چې يو لوی شمېر یې له سوريې هم ووتل.


د بشار د رژيم نسکورېدل

د تېرې نومبر په وروستيو کې د بشار دیکتاتور حکومت پر وړاندې تحریر الشام جهادي غورځنګ په مشرۍ جهادي ډلو په ناڅاپي توګه خپل بريدونه بيا پيل کړل او ښارونه يې يو په بل پسې د بشار له ځواکونو پاک کړل، د دې بريدونو د پيل په نهمه ورځ ياد ځواکونه پلازمېنې دمشق ته هم ننوتل او ورسره د بشار د تری تم کېدو خبرونه خپاره شول. 
د اسلامي نړۍ علماو، مفکرينو او عامو مسلمانانو د نوموړي په راپرځېدو او د مجاهدينو په بريا خورا خوښي وښوده. نړيوالو د بشار په راپرځېدو او د هغه د مخالفينو په بريا بېلا بېل غبرګونونه وښودل او اسراييلي چارواکو له دې وېره څرګنده کړه، چې په ګاونډ کې يې يو «اسلامي دولت» رامنځته شي.

تړلي موضوعات