نوې څېړنه: يوه شپه بې خوبي مو روغتيا ډېره زيانمنوي

نوې څېړنه: يوه شپه بې خوبي مو روغتيا ډېره زيانمنوي طبي او روغتیايي

شکرې لپاره د کويټ په دسمان انسټيټيوټ « Dasman Diabetes Institute» کې ترسره شوې يوې څېړنې موندلې، چې يوه شپه بې‌خوبي د انسان په دفاعي سيستم کې ستره ګډوډی رامنځته کولی شي، چې له امله يې د چاغښت، شکرې او د زړه د ناروغيو غوندې حالات زياتېدی شي.

څېړنې څرګنده کړې ده، چې د بې‌خوبۍ ګواښونه په پراخه کچه پېژندل شوي دي، لکه مزاجي بدلونونه، ادراکي کمزورۍ، د زړه حملې، دماغي سکتې او...

د څېړنې ترسره کوونکو ويلي، چې د بې خوبۍ او دغو او نورو ناروغيو ترمنځ د تړاو په اړه بېخي ډېر دلايل شته او ډېر دلايل دې ته شاره کوي چې دا ډول روغتيايي ستونزې عادتاً له مزمن التهابه راولاړېږي.

په نوې څېړنه کې څېړونکو هڅه کړې چې د معافيت په شته حجرو د بې‌خوبۍ اغېز ومومي، لکه د مونوسايټس او سيستماتيک التهاب ترمنځ تړاو.

مونوسايټس د وينې لوی سپين کرويات دي، چې په فطري معافي سيستم کې اساسي رول لري او د مکروبونو ضد د دفاع لومړۍ کرښه چمتو کوي. له دې پرته انسان د مونوسايټس درې نورې فرعي ټولګې هم لري، چې کلاسيکي، غير کلاسيکي او منځنۍ دي.

د څېړنې ليکوالان روښانوي چې غير کلاسيک مونوسايټس د التهابي اشارو په کارولو د وينې رګونو کې او د وينې له رګونو بهر انساجو کې د ناروغيو رامنځته کوونکي لټوي، څو د بدن د دفاعي کړنو منظمولو کې مرسته وکړي.

څېړونکو په دې څېړنه کې د کويټ په ۲۳۷ تنو صحتمندو کسانو تجربه وکړه، د هغوی د خوب ډول يې تحليل کړ او د التهاب د نښو سربېره يې د مونوسايټس د بېلابېلو فرعي مجموعو د اندازو معلومولو لپاره د هغوی وينه وڅارله.

څېړنې ومونده چې د چاغو کسانو د خوب ښه والی له ډنګرو ګډونوالو ډېر خراب و،  د دې تر څنګ په کې د ټيټې درجې د مزمن التهاب کچه هم لوړه وه، دغه راز د هغوی د غيرکلاسيک مونوسايټس حجرو شمېر ډېر و، چې د خوب د کيفيت له خرابوالي او التهاب تاييدوونکو نښو سره يې تړاو ښودل شوی دی.

د څېړنې په يوه بله برخه کې د پنځو تنو ډنګرو ګډونوالو د وينې نمونې په دوو جلا وختونو کې پرتله شوې، چې لومړی د ۲۴ ساعتونو لپاره له خوبه محروم شول او وروسته څو ورځې د ارام او بشپړ خوب اجازه ورکړل شوه. دې پرتلې وښوده چې له خوبه يوازې ۲۴ ساعته محرومېدل د دې لامل شو چې په ډنګرو ګډونوالو کې د مونوسايټس کچه هغومره شي، لکه په چاغو ګډونوالو کې چې وه، د څېړونکو په وينا دې حالت ته د مزمن التهاب پياوړي کېدل وايي.

د ياد انسټيټيوټ څېړونکې او د څېړنې مشرې ليکوالې فاطمه الراشد ويلي: «زموږ پايلې عمومي روغتیا ته د لا ډېرېدونکي ګواښ ښودنه کوي، د تکنالوژۍ پرمختګ، د سکرين مخې ته ډېره ناسته او د ټولنيزو معيارونو بدلون ټول هغه لاملونه دي چې د انسان خوب ګډوډ کوي، د خوب دا ګډوډي په عامه روغتيا او دفاعي سيستم ژورې منفي اغېزې لري».

 

تړلي موضوعات