د خوراک پر مهال د ځيرک موبايل د کارولو روغتيايي ګواښونه
د چارو پوهان څرګندوي چې هغه خلک ښايي له بېلا بېلو روغتيايي ګواښونو سره مخ شي، چې د خوراک پر مهال ځيرک موبايلونه کاروي.
انګلستان کې د چيسټر پوهنتون د فزيالوژي د څانګې مشر استاذ ډاکټر ګيرت ني ويلي، چې ځيرک موبايل ښايي ګڼ شمېر ګواښونکي ميکروبونه له ځان سره ولري او ستاسو د خوړو تر دسترخوانه یې درورسوي، چې د بېلا بېلو روغتيايي ګواښونو لامل شي.
د ډيلي ميل له راپور سره سم نوموړي زياته کړې ده، چې ځيرک موبايلونه د جراثيمو د ودې لپاره غوره چاپېريال بلل کېږي او ښايي د E. coli او Pseudomonas aeruginosa په څېر بکټرياوې ولري، چې د غذايي مسمومېدو، د پوستکی د التهاب او د تنفسي جهاز د ناروغيو لامل شي.
دا بکټرياوې دغه راز نور روغتيايي ګواښونه هم راولاړولی شي، لکه د کمزوري معافيت لرونکو خلکو کې د سږو التهاب (نمونيا) او سپېسس (sepsis).
ډاکټر څرګنده کړې، چې په ځيرکو موبايلونو کې د دې وايروسونو د شتون لامل دا دی چې موږ په ورځينۍ توګه ګڼ شمېر شيان لمس کوو او ځينې يې ښایي ضرري بکټرياوې ولري.
هغه زياته کړې، چې «زموږ لاسونه د ورځې نږدې ۱۵۰ بېلا بېل شيان لمسوي او د سفر پر مهال دا شمېره نوره هم لوړېږي؛ د دې شيانو لمسول زموږ موبايلونو ته بکټرياوې رالېږدوي، په ځانګړي ډول کله چې موبايل د تشنابونو دننه هم وکارول شي او دا خوراک ته د جراثيمو د لېږد ګواښ زياتوي».
له دې ګواښونو د ځان ساتنې لپاره پوهان ځينې وړانديزونه کوي، لومړی دا چې موبايل له برېښنا لرې کړل شي، څو د پاکولو پر مهال کومه ستونزه رامنځته نه کړي. بيا دې د موبايل پوښ وويستل شي او په ګرمو اوبو او صابون دې ښه ووينځل شي، بيا دې پرېښودل شي، چې وچ شي. که پوښ له پوستکي يا نورو کومو موادو جوړ وي، نو د پاکولو ځانګړي مواد پرې کارول کېدی شي.
وروسته دې د موبايل بهرنۍ برخه په يوه پاکه ټوټه پاکه کړل شي، څو خيرې او ګرد ترې لرې شي، دغه راز دې د موبايل د کوچنيو سوړو د پاکولو لپاره له برش وغيره نه کار واخيستل شي. پای دې په موبايل يوه داسې ټوټه راښکل شي، چې په اوبو او صابون لمده وي يا پاکوونکي مواد پرې موښل شوي وي.
خو سره له دې چې د ډيلي ميل په دې مطلب کې اشاره نه ده ورته شوې؛ له خوړو مخکې د لاسونو وينځل هم له دې مکروبونو د ځان ساتنې يوه غوره لار ده.