ولې د ځینو خلکو منی خوښیږي؟

ولې د ځینو خلکو منی خوښیږي؟ ټولنیزې

د مني موسم د رنګونو او یخې هوا یو بېل موسم دی. د ځینو خلکو دا موسم خوښیږي خو د ځینو نه خوښیږي. خو ولې ځیني پر دې موسم میین دي؟
د مني په موسم کې د ونو پاڼې ښایسته رنګونه خپلوي. ځیني خو یې په همدې خاطر طلایي موسم بولي. ځیني له دې خوند اخلي چې د پلي ګرځیدو په وخت کې د ونو له توی شویو پاڼو له خرپا خوند واخلي. د مني په یخه هوا کې د چایو توده پیاله خوندوره وي.

منی د ګرمې هوا د تېریدو موسم دی. ډېر خلک د اوړي له ګرمۍ زاره چاودي وي. د مني یخه هوا د هغوۍ تاوده هډونه ساړه کړي. د هوا له یخ شماله خوند اخلي.

پلي ګرځیدا او د بدبویه خولو نه شتون یې هم یو خوندور دلیل دی. 
د زده کونکو او زده کړیالانو د درسونو یوه لړۍ پای مومي. په کور کې له یخ ژمي پناه اخلي او د کورنۍ د لیدو ارمانونه یې پوره کیږي.
راتلونکې ته د نویو درسونو پیل او ارتقاء هغوي ته انګېزه ورکوي چې له ژمنیو رخصتیو راتلونکې ته تیاری ونیسي. او د پسرلي په راتګ دوي هم د ونو او ګلونو غوندې غوړیدا ته تابیا نیسي.
ممکن د ځینو د بارانه له سببه هم خوښیږي. د بارانه له ټک ټکه د لمبو په تاو کې پناه اخلي. د غروب سرخي هم بې کیفه نه ده. د ګلګون کفنو شهیدانو یاد تازه کوي، هغوي چې د خدای ج په قول، مړه نه بلکې ژوندي دي.

د مني موسم د ماشومانو خاطرو یادګار دی. له واورو سړي جوړول او له خټو لوبتوکي. له بارانه وروسته د خاورو بوی، نوستالژیک احساسات پاروي. داسې چې له ډېرو خوږو عطرو یې بوی خوږ او مطبوع احساسیږي. دا وږمې ډېرې خوږې خاطرې راژوندی کوي او بنیادم د ذهن پر نیلي سپور د ژوند په لوړو او ژورو راګرځوي.

ممکن ځیني خلک منی د میوو د پریمانۍ له سبب هم خوښوي. انار، انګور، مڼې ددې وطن د هوا او خاورو کیف لري. هغه خاوره چې پر ځان د پردیو پل نه مني.

د ورځو لنډیدا او د شپو اوږدوالی د ځوانانو او همځولو د بنډارونو وخت بلل کیږي. ممکن ځوانان به دا شپې په ساتیرو تېروي. خو عابد بنیادم به دې ته خوښ وي چې له خدای سره راز او نیاز وکړي. سترګې یې د خدای له ویرې نمجنې شي او د پاک قرآن تلاوت وکړي. د سهار له وږمو سره د خدای له ویرې د خدای کور ته ځي.
منی به د نورو ډېرو د خوښې موسم نه وي. خو ټولې د الله تعالی ورځې او شپې دي. هغوي په ګټه کې دي چې وخت ګټور تېر کړي. لویه ګټه د خدای ج رضایت دی.

تړلي موضوعات