برېښنا د صنعتې ودې شونتیا تضمینوي

برېښنا د صنعتې ودې شونتیا تضمینوي سیاسي

برېښنا او ارزښت یې؛ برېښنا په معاصره نړۍ کې د بل هر مصرفي توکي په پرتله ډېر اهمیت لري د نړۍ انسانان د خوراک، امنیت، څښاک او نورو نعمتونو تر څنګ برېښنا اطلاعاتو ته د ژر لاسرسي، برېښنايي حکومتولۍ، سوداګریزو فعالیتونو، امنیتي دندو او نورو اقتصادي او اداري فعالیتونو برخو کې مهم رول لري. پر همدې تړوا نړۍوال کوښښ کوي چې په دې برخه کې یوه ستراتیژي جوړه او له مخې یې خپل اقتصاد ته وده ورکړي.
د انرژۍ دغه سکتور ځینې هېوادونو کې آن د لومړۍ کرښې په څېر دی او د پراختیا لپاره یې شپه ورځ هلې ځلې کوي، دوی له دې لارې د مصارفو مخه نیسي چې پر مټ یې د ملي اقتصاد ګراف لوړیږي. کله چې برېښنا ډېره او ارزانه وي، نو خلک بیا د صنعتي فابریکو جوړولو ته زړه ښه کوي، د فابریکو په زیاتېدو د تولید کچه لوړیږي، کاري فرصتونه زیاتیږي چې ورسره د بې وزلۍ ګراف راټېټېږي.


په افغانستان کې د برېښنا ظرفیت؛ افغانستان د برېښنا په برخه کې د لوړ ظرفیت لرونکو هېوادونو په قطار کې دی، دغه هېواد د برېښنا د تولید په برخه کې په لوړه کچه د اوبییزو، سکرو، ګاز، تېلو، باد او یورانیمو سرچینو درلودونکی دی. 
د څېړنو له مخې افغانستان شاوخوا ۳۲۰ زره مېګاواټه انرژي د تولید وړتیا لري؛ خو سربېره پر دې له دې برخې څخه کمه ګټه  اخیستل کیږي. افغانستان په ټوله کې څه باندې ۴۵۰۰ میګاواټه برېښنا ته اړتیا لري، چې اوسمهال څه باندې ۱۰۰۰ میګاواټه شته، له دې ډلې ۱۶ سلنه یې په کور دننه تولیدېږي او پاتې نوره یې له ګاونډیو هېوادونو واردوي.


همدارنګه د نوې کېدونکې انرژۍ د نړیوال مرکز د شمېر له مخې افغانستان په کال کې شاوخوا ۳۰۰ لمریزې ورځې لري، چې کولای شي په هر لس متر مربع کې یو کیلو واټ لمریزه انرژي تولید کړي. دغه انرژي پر چاپېریال محدود اغېز کوي او د نرخ له اړخه تر نورو ارزانه تمامیږي. دا راز د دغه هېواد په بېلابېلو برخو کې موسمي بادونه د بادي برېښنا د تولید په برخه کې ښه فرصت برابروي.
له خامو مادو څخه په دې برخه کې دغه هېواد غټې سرچینې لري، تورف؛ د ډبرو هغه سکاره دي چې پوره نه وي رسیدلي یانې خام وي. له دې مادې څخه د حرارتي برېښنا په تولید کې ګټه پورته کېږي. په افغانستان کې د دې مادې زیرمې ۱۱میلیونه ټنو ته رسېږي او په نیمروز، د غزني ناور او بدخشان کې شته دي.


ددې مادې ترڅنګ یورانیم هم هغه ماده ده، چې د اتومي ریکټرونو له لارې کولای شي اتومي برېښنا تولید کړي. دغه ماده په افغانستان کې شته او زیاتې زېرمې یې په هلمند، پنجشیر او د بدخشان په واخان کې دي. له دې ورهاخوا د هېواد په ځینو نورو سیمو کې هم شته دي چې لا یې هم په اړه بشپړې څېړنې نه دي ترسره شوې. ددې سرچینو ترڅنګ د برېښنا د تولید له پاره نورې سرچینې هم لرو چې په کارولو سره یې کولای شو؛ برېښنا تولید کړو، لکه بایوګاز چې د اکسېجن په نشتوالي کې د مایکرو ارګانیزمونو او باکتریاوو له سوځولو څخه لاسته راځي. 
د څېړنو له مخې افغانستان له لمريزې برخې د ۲۲۳ زره مېګاواټه، له اوبو څخه د ۲۳ زره مېګاواټه، او له باد څخه د ۶۸ زره مېګاواټه برېښنا تولید وړتیا لري. همدا راز په هېواد کې د ګازو ۷۷ میلیارده مکعبه زیرمې تخمین شوي دي، چې په دې جمله کې یوازې د شبرغان ګاز د ۶۰۰ میګاواټ برېښنا د تولیدولو ظرفیت لري.


دا باید ومنو چې د جګړو ناخوالې دغه برخې له ګټې اخیستنې محرومه او هېواد پر وارداتي برېښنا متکي کړی، د هېواد داخلي برېښنا تولید محدود شوی او په دې برخه کې خورا غور ته اړتیا لیدل کیږي. د راپورونو پر اساس په دې وروستیو کې اسلامي امارت پر دغه سکټور ورځ تر بلې هڅې ګړندۍ کړي او همدا ده، چې د افغانستان ولس ته د پرمختګ زېري ورکوي. په دې وروستیو کې د اوبو برېښنا تولید سربېره، د لمریزې، ګازي او ډبرو سکرو د برېښنا تولید لسګونو پروژو کارونه پیل کړي دي، چې په نږدې راتلونکي کې به بشپړې شي.


اسلامي امارت هڅه کې دی، چې دا تشه ډکه او هېواد د ځان بسیاینې ترڅنګ په یو وارداتي هېواد بدل کړي او د هغو پیسو مخه ونیسې چې د برېښنا په بدل کې ګاونډیو هېوادونو ته ورکول کیږي. افغانستان هر کال د میلیونونو  ډالرو په ارزښت برېښنا له ګاونډیو هېوادونو پېري، چې وخت ناوخته دغه برخه د سیاسي تعاملاتو ښکار ګرځي. له تېرو درېیوو کلونو راهیسي په دې برخه کې ځینې مهم ګامونه اخیستل شوي دي، چې له ډلې یې د کمال خان، بخش آباد، شا و عروس او د سروبي دویم بندونه دي، او همدا راز د ډبرو له سکرو، لمر او باد څخه د برېښنا د تولید پروژو په برخه کې له ځینو بهرنیو کمپنیو سره خبرې شوې دي، چې په بشپړېدو سره به یې د برېښنا په برخه کې شته ستونزې تر ډېره بریده حل شي.


اسلامي امارت دا درک کړې ده، چې د پياوړي اقتصاد درلودو لپاره صنعت او د صنعت د پرمختګ لپاره برېښنا تر ټولو مهم سکټور دی. همدې موخې ته د رسېدو لپاره اسلامي امارت په کور دننه د برېښنا تولید په خپلو لومړیتونو کې نیولی، حاکم نظام له بیا واکمنېدو سره په دې برخه کې ځینې پرمختګونه کړي چې موږ یې د یادونې په موخه څو لاسته راوړنې ذکر کوو؛
۱ـ  د کابل سروبي ولسوالۍ کې نغلو بند سره نږدې، د لس مېګاواټه لمریزې برېښنا پروژې پرانېستل؛
۲ـ  بخش آباد بند؛ د نوموړې پروژې د تونلونو د کیندنې چارې بشپړې شوې او د تونلونو ساختماني چارې ۳۷ سلنه پرمخ تللې دي. له بشپړېدو سره به ۲۷ میګاواټه برېښنا به تولید او ۶۸۰۰۰ هکټاره ځمکه به خړوبه کړي؛
۳ـ چک بند پروژه، چې  ۳.۹ میګاواټه برېښنا د تولید ترڅنګ ۴۰۰۰ کورنیو ته هم برېښنا ورکوي؛
۴ـ کمال خان بند؛ پر افغانستان د اسلامي امارت په بیاځلې واکمنېدو سره د یاد بند چارې نیمګړې پاتې وې، چې د افغانستان اسلامي امارت اقتصادي کمېسیون د هراړخیزې ارزونې وروسته پرېکړه یې وکړه، چې د ۱۴۰۲ مالي کال د بودیجې تر توشیح او منظورۍ وروسته د درېیم فاز (پاور هوز او دروازو) کار ۱۰۰ سلنه بشپړ شو. د کمال خان بند  پروژه ۹ مېګاواټه برېښنا تولیدوي او ۱۷۴۰۰۰ هکتاره ځمکه خړوبوي؛


۵ـ د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ کې د ۲۲.۷۵ مېګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پروژه پرانېستل شوه، د دې برېښنایي شبکې له لارې به ۳۸۸۲۰ مېګاواټه برېښنا په کال کې تولید شي، د کابل ښار انتقالي شبکې سره به وصل شي یعني د نغلو بند د برېښنا سره به موازي کار وکړي؛
۶ـ  د ۱۴۰۳ لمریز کال د ۷مې پر لومړۍ نېټه، د افغانستان برېښنا شرکت او یوشمېر کورنیو خصوصي شرکتونو ترمنځ قراردادونه وشول، د معلوماتو پر بنسټ به ۲۴۰ میګاواټه لمریزه او ډبرو سکرو څخه برېښنا تولید شي؛
۷ـ د طوطي میدان ګازو د استخراج لس کلن تړون د شاوخوا یو میلیارد ډالرو په پانګونې سره له ازبکستاني کمپنۍ سره لاسلیک شو، چې له استخراج شوو ګازو څخه په لومړیو دوو کلونو کې ۱۰۰میګاواټه ګازي برېښنا تولید شي؛
۸. د شاه او عروس بند پروژه د ګټې اخیستنې په درشل کې ده، نوموړې پروژه ۱.۲ مېګاواټه برېښنا تولیدوي او ۲۷۰۰ هکټاره ځمکه خړوبوي؛
۹. د هلمند ولایت د کجکي بند د دویمې برخې لومړي لاټ (د برېښنا تولید فابریکې) چارې ۱۰۰ سلنه بشپړې شوې دي او همدارنګه د دویم لاټ (پرچاوې) ساختماني چارې ۴۰  سلنه پرمخ تللې دي، نوموړې پروژه ۱۵۱ مېګاواټ برېښنا تولیدوي او د دوهم لاټ په تکمیل سره به ۲۷۶۰۰۰ هکټاره ځمکه خړوبه کړي؛
۱۰ـ  پاشدان بند چارې تقریباً ۹۰ سلنه پرمخ تللې دي، د دغې پروژې په تکمیل سره به ۲ مېګاواټه برېښنا تولید شي او همدا راز به  ۱۳۰۰۰ هکټاره ځمکه خړوبه کړي؛
۱۱. تورې/عمري بند؛ نوموړی بند د افغان کادرونو له لوري هم سروې او هم ډیزاین شوې او د اوبو د مدیریت هغه لومړۍ پروژه ده، چې د افغانانو له لوري شروع او ګټه اخیستنې ته وسپارل شوه. د نوموړې پروژه ۵۶۰ هکټاره ځمکه خړوبوي او ۳ میلیون متر مکعبه اوبو د ذخیره کولو وړتیا لري؛
۱۲ـ پلتوني بند؛ پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند چارو پیلېدل چې کارونه یې اوس په ساحه کې جریان لري، ۲۵۰۰ هکټاره ځمکه خړوبوي، چې تقریباً تر یو مېګاواټ پورې برېښنا به هم تولید کړي.


اسلامي امارت له بیا واکمنېدو سره په کم وخت او لږو امکاناتو سره وکولای شول، چې د انرژۍ پر شنډه برخه کار وکړي او خپل هېواد په دې برخه کې د احتیاج له دایرې څو قدمه وباسي. نو په پایله کې ویلای شو، چې د شته فقر  او بېوزلۍ رېښې له شته سرچینو کمه ګټه او دغه سکټور ته نه پاملرنه کې نغښتې دي.

تړلي موضوعات