بایللی افغانستان چا وګټلو؟
له نن ۲۳ کاله وړاندې د امریکا یو بل سرکش او خونخوار ولسمشر جورج ډبلیو بوش په ډېرې بې باکۍ پر افغانستان د برید اعلان وکړ.
د شیطاني دسېسو دغه سر لاري د ترهګرۍ په نوم داسې یوه جګړه پیل کړه چې هر وخت او هر ځای چې د امریکا د ګټو پر ضد کوچنۍ هڅه هم کېده دوی پرې د ترهګرۍ مهر وهلو او د هغوی وژلو او زنداني کولو ته همدې کلېمې مشروعیت ورکاوه!
دا هغه مهال و چې افغانستان تازه له کورنیو جګړو راوتلی و، د هېواد بنسټونه وران ویجاړ پراته و، سړکونه او پلونه په بد حال کې و، د هغه وخت ټپي افغانستان اوسېدونکي د نړۍ تر ټولو زیات بې وسه، مات او د ناتوانه ولسونو په سر کې و!
خو د وخت بې رحمه او جابر زبر ځواک همدا موکه غنیمت وګڼله، نړۍ ته یې د خپل ځواک او دبدبې ننداره وړاندې کړه، پر یو جګړه ځپلې هېواد یې برید وکړ، پر داسې ولس برید چې لا یې حلق د بارودو له تریخ لوګي نه و پاک شوی!
هو، د یو ملت د ځپلو او لاندې کولو لپاره همداسې موکې غنیمت ګڼل کېږي خو دا پر ملتونو پورې اړه لري، ځېنې ملتونه زور او ځېنې بیا مادیاتو ته سر ټېټه وي، امریکا د روسانو خلاف په یو وخت کې دواړه وازمایل!
لنډه دا چې د اکتوبر پر اوومه د افغانستان فضا د یو بل زبرځواک له لوري اشغال شوه، پر کلیو، ښارونو، غرونو او دښتو، هر هغه ځای چې دوی ترې وېره درلوده، پرمختللي رهبري شوي بمونه وغورځېدل.
د افغانانو وژنې ته امریکا اشر وکړ، ناټو او ګڼ نور هېوادونه یې له ځان سره کړل، لوجستیک او استخباراتو کې د سېمې او ګاونډ هېوادونو په لېوالتیا دې جګړه کې په مستقیم او یا غیر مستقیم ډول برخه واخېسته، دا نوره عقل نه منله چې افغانان دې بیا د امریکا له اوسپنیز جال راووځي!
د افغان وژنې او کړونې لپاره له هر ډول میتود او وسېلې کار واخېستل شو، بمبارۍ، چاپې اشغالګرو خپل ۲۴ ساعته نظامي مسولیتونه بلل، ګوانتانامو، بګرام او پلچرخي سربېره په ولایتونو کې لوی او کوچني زندانونه په خلکو ډک شول.
لوی ښارونه، ولایتونه، ولسوالۍ، کلي او ان پر کورونو استخباراتي جالونه وغوړېدل، د اشغال پر ضد خبره جرم و او مرتکبین به یې یا له منځه تلل او یا به هم په کلونو کلونو د زندان تورو خونو ته!
دا قضاوت له منطق او عقل لرې و چې یو څوک دې ووايي، یوه ورځ راتلونکې ده چې امریکا او پرمختللي ملاتړي به یې د داسې کسانو په هڅو مات شي چې په غرونو او دښتو کې وچه ډوډۍ له اوبو سره خوري!
خو دا هر څه هغه وخت لا زیات ممکن شول چې وحشتونو زور واخېست، لا زیات انسانان په وینو کې ولمبیدل، کورونه او کروندې له منځه لاړې، د انسانانو د ورکولو او کړولو هڅې بېخې زیاتې شوې، همدا وخت و چې د افغانانو صبر تمام شو، ولس ورځ تر بلې د پردیو په هڅو له نصب شوې تش په نوم دولتي دستګاه فاصله واخېسته، د هغوی کړنې یې ناقصې او پرېکړې یې وغندلې!
اوس نو بهرنیان او د هغوی کورني مزدوران د خلکو د احساساتو په څپو کې راګېرو، کټ مټ هماغه دیني او ملي احساسات چې د انګریزانو او شورویانو پر ضد راپاریدلي وو.
هو، که د کوبرا زهر تېز دي، یا هم د زمري غاښونه تېره دي د افغانانو غچ او انتقام هم همداسې دی!
دوی باروت تر ځان تاو کړل، په اغزنو سیمانو یې لار وکړه خو تر دښمن یې ځان ورسولو، هغوی یې په خپلو خوندي خونو او زرهي برجونو کې راګېر کړل!
هو، همدا له دښمن د غچ اخېستلو یوازنۍ لار وه، دښمن له ځان کانکريټي دېوالونه تاو کړي و، زرهي موټرې او مرمۍ ضد ټانګونو کې د پټ دښمن د منځه وړلو لپاره همدا حربه بریالۍ وه!
کلونه تېر شول، د اکتوبر ۷ مې پیلوونکی جورج ډبلیو بوش له واک لرې شو، نور واک ته ورسېدل، دا اوس د امریکايي ولسمشرانو لپاره یو لوی سرخوږی و، څنګه د خپلو استخباراتو، پوځي مشرانو او ان د وخت ولسمشر پرېکړه وغندي، دوی ضد اخېستې و، د جهالت ضد!
د غرونو له څوکو بل شوی اور اوس کلیو، ولسوالیو، ولایتونو او تر لویو ښارونو رسېدلی و، دفاعي څپو اوس تهاجمي بڼه غوره کړې وه، هر وخت او هر ځای د یوې لویې پېښې د راتلو احتمال و.
په داسې شرایطو کې ځان اېسارول او بوختول د امریکا د سر او مال په لا زیات زیان تمامیدل نو ځکه خو یې د هغو خلکو لپاره د سیاسي دفتر منښته وکړه چې دوی یې پر سر انعامات اېښې و، د ګوانتانامو پروني بندیان چې دوی ورته د نړۍ د خطرناکو انسانانو نوم ورکړی و نن یې د یو سیاسي بهیر د استازو په توګه ومنل! همدا د ماتې او ذلت منلو پرته بله مانا نه لري!
هو، د ظلم او جبر پای رسوايي او ذلت دی، افغانان د یو بل نړېوال خونخوار له ستونې تېر نه شول، د بشر په تاریخ کې یو بل شهکار د افغانانو په وینو ولېکل شو، افغانان وځپل شول، دومره زیات چې ښايي اغېزې یې تر نسلونو ورسېږي خو د یو لوی زبرځواک غرور یې ور مات کړ، د هغوی ستراتېژیک اهداف او موخې یې ور شنډې کړې!
رښتیا هم افغانان له یو بل لوی ازمون بریالي راووتل خو دا باید په یاد ولرو، مومن له یو غار دوه ځله نه چېچل کیږي.