د ستر امام ابوحنیفه رح د عدل او علم په اړه څو کرښې
د ستر امام رحمه الله نوم نعمان بن ثابت و. په کال اتیا هجري کې يې په کوفه کې نړۍ ته سترګې وغړولې. امام ابوحنیفه رحمه الله له ماشومتوبه له خپل پلار سره ګرځېدو او له خلکو سره یې د تعامل او چال چلند لارې چارې زده کولې.
ده د خپل پلار کسب ته؛ چې د رخت تجارت و، دوام ورکړ او ښه ژوند یې درلود. د امام ابوحنیفه رحمه الله قول دی چې: تر ټولو حلاله نفقه د تڼاکو لاسونو او د حلال کسب نفقه ده.
واقعه ده چې امام صاحب رح ته یوه مېرمن راغله چې پر هغه خپلې وریښمنې جامې وپلوري. امام صاحب له هغې وپوښتل چې په څو دي؟ ښځې وویل چې په سل! امام صاحب ورته وویل چې له دې په زیاته بیه ارزي. ښځې وویل چې په دوه سوه! امام صاحب رح ورته وویل چې تر دې هم ډېر ارزښت لري.
آن تر دې چې بیه یې تر څلورو سوو ورسېده. امام صاحب رح یو بل کس راوغوښت او همغې کس په پنځه سوه دیناره واخیست.
دده یوه بله واقعه ده چې د تجارت خپل یوه شریک ته یې رخت ورکړ، خو په هغه رخت کې عیب و. امام صاحب رح خپل شریک ته وویل چې د خرڅولو په وخت کې باید اخیستونکي (مشتري) ته د رخت عیب بیان کړي. کله چې دده د تجارت شریک کس راغی نو امام صاحب ورنه وپوښتل چې آیا د خرڅ شوي رخت عیب یې اخیستونکي ته بیان کړ او کنه؟ سړي وویل چې نه! د خرڅولو پر وخت یې د رخت د عیب بیان هېر شوی دی.
امام صاحب رح د هماغه پلورل شوي رخت ټولې پیسې صدقه کړې.
عدل:
دخلیفه منصور او د هغې د مېرمنې ترمنځ یې زړه بدوالی رامنځته شو. مېرمنې خلیفه منصور ته وویل چې د دوي ترمنځ باید یو عادل انسان د عدل یوه پرېکړه وکړي.
منصور مېرمنې ته وویل چې د فیصلې یا پرېکړې لپاره څوک انتخابوې؟ د خلیفه منصور مېرمنې د پرېکړې لپاره امام صاحب غوره کړ.
کله چې امام صاحب راغی، خلیفه منصور امام صاحب ته وویل چې: زما مېرمن له ما څخه عدل غواړي. امام صاحب وویل چې خبره څه ده؟
خلیفه منصور له امام صاحب وپوښتل چې: د سړیو لپاره څو ښځې روا دي؟ امام صاحب وویل چې: څلور!
منصور خپلې مېرمنې ته مخ ورواړوه او ورته یې وویل چې وادې ورېدل؟
امام صاحب رحمه الله خلیفه منصور ته وویل چې څلور ښځې یواځې د هغو کسانو لپاره روا دي چې د عدل څښتن وي او هغه څوک چې د عدل په رعایت کې ویریږي، باید یوه غوره کړي. او دا د الله تعالی حکم دی.
خلیفه منصور چوپ شو. امام صاحب رح پورته شو او ووت. کله چې دی کورته ورسېد، د منصور خلیفه مېرمنې د خپل یوه خدمتګار په لاس امام صاحب ته پیسې ولېږلې. امام صاحب هغه رد کړې او د هغه خدمتګار ته یې وویل چې ما هغوي ته د حق خبره وکړه او زه په دې وجه له چا مال او دولت نه غواړم.
امام صاحب رح د خپل کاروبار د کال ګټه جمع کوله او په هغې به یې د محدثینو او استادانو لپاره د هغوۍ د اړتیا وړ توکي اخیستل او پاتې پیسې به یې هغوی ته ورکولې او هغوی ته به یې ویل چې دا مې له خپل مال څخه تاسو ته نه دي درکړې، بلکې په ما دا مهرباني د خدای لخوا ستاسو له امله ده.
امام صاحب خپل ظاهر ته ډېر پام کاوه او تاکید یې پر دې و چې باید لباس ښایسته وي. واقعه ده چې دده په مجلس کی یو کس حاضر و او خراب لباس یې ا غوستی و. کله چې مجلس پای ته ورسېد، امام صاحب د جاینماز لاندې زر درهمه کېښودل او د زاړه لباس څښتن ته یې وویل چې تر جاینماز لاندې پیسې واخلي.
خو همدې سړي امام صاحب ته وویل چې دی شتمن دی او ددې پیسو مستحق نه دی. امام صاحب وویل چې ولې تا هغه حدیث نه دی اوریدلی چې رب دا خوښوي چې: پر خپلو بنده ګانو د خپلو کړو نعمتونو اثر وویني.
دعلم لټون:
امام ابو حنیفه رحمه الله د خپل وخت له جید عالم حماد بن ابي سلیمان څخه فقه زده کړه او ترمرګه یې د هغه له حضورڅخه استفاده وکړه.
په دوه ویشت کلنۍ کې یې له هغه څخه زده کړې پیل کړې او اولس کاله یې په مسلسله توګه دوام وکړ. امام صاحب رح وایي: وروسته له هغه چې له حماد سره مې شل کاله تېر شول، فکر راسره پیدا شو چې باید له هغه ګوښه شم او دې درس خپله حلقه ولرم. دی وایي چې په همدې فکر کې یوه شپه له کوره راووتم. کله چې مسجد ته ولاړم، دی مې ولید او په وجود کې دغه تمایل له منځه ولاړ.
په همدې شپه کې هغه ته خبر راغی چې په بصره کې د هغوی کوم نږدې کس وفات شوی دی. دی بصرې ته ووت او راته یې وویل چې باید دده پر ځای کېنم. دده له تللو سره ما ته داسې مسلې راغلې چې هیڅکله مې له هغه څخه اورېدلې نه وې. ما به دغو مسالو ته ځوابونه ورکول او له ځان سره مې دده تر راتللو پوري ساتل.
کله چې دی راستون شو، مسلې او ځوابونه مې دده مخې ته کېښودل. ټولې شپېته مسلې وې چې د څلوېښتو مسلو ځوابونه یې تائید کړل.
له دې وروسته مې له ځان سره ژمنه وکړه: ترڅو چې دی ژوندی وي له هغه به بېل نه شم.
د امام صاحب په باره کې دده د همعصرو اقوال:
امام شافعي رحمه الله دده په باره کې وایي (( په فقه کې خلک د امام صاحب رحمه الله عیال دي او دی یې سرپرست دی.))
عبدالله بن مبارک لوی عالم او جلیل القدر تابعي وایي چې: امام صاحب د علم چینه وه او ما له هغه څخه د علم اصل او جوهر زده کړي دي.
همدارنګه د هغه یو بل قول دی چې: د فقهې د علم په باره کې مې د امام ابوحنیفه رح غوندې بل څوک نه دی لېدلی.
امام زفر بن زهیل د امام صاحب رح په باره کې وایي چې: شل کاله مې له ده سره ناسته او ولاړه درلوده، خو په دغه ټوله موده کې مې دده غوندې خیرخواه او زړه سواند بل څوک نه دی لېدلی.
د خدای په لاره کې له خپل وجوده تېر و. د ورځې به یې د خلکو په خدمت کې و خو شپه به یې د الله تعالی پر عبادت او د قرآن کریم پر تلاوت رڼوله. تر دې چې په همدغسې یوه حالت کې له دنیا وکوچېد.
ستر امام ابوحنیفه رحمه الله په ۱۵۰ هجري کې په بغداد کې وفات شو.