د حزب الله ډلې مشر حسن نصر الله چې اسرائيلو ووژلو، څوک و؟

د حزب الله ډلې مشر حسن نصر الله چې اسرائيلو ووژلو، څوک و؟ سیاسي

حسن نصر الله د لبنان حزب الله درېیم عمومي منشي يا مشر دی. هغه په ۱۹۶۰ کال کې زېږیدلی او په ۱۹۹۲ کال کې د فبرورۍ په ۱۶ مه نېټه د پخواني عمومي منشي عباس موسوي پر ځای وروسته له هغې د حزب الله مشر وټاکل شو، چې موسوي د اسرائیلو لخوا په توغنديز بريد کې ووژل شو.

 هغه په لبنان، عراق او ایران کې په شیعه دینی مرکزونو او تعليمي حوزو کې زده کړې ترسره کړې. په ۲۰۰۰ ميلادي کال کې د حزب الله لخوا د اسرائيلي اشغالګرو څخه د لبنان جنوب له نيولو وروسته حسن نصر الله ډېر مشهور شو، اسرائيلو ۲۲ کاله دا سيمې تر اشغال لاندې نيولې وې او همدارنګه په ۲۰۰۶ کال کې د اسرائیل سره په جګړه کې حزب الله او مشر يې حسن نصر الله ښه وځلېدل.

 د دې ترڅنګ د اشغالګرو اسرائيلو سره د بنديانو تبادلې هم د حسن نصر الله شهرت لا پسې ډېر کړی وو.

 خو په سوريه کې د بشار الأسد وحشي رژيم د ملاتړ له امله د حزب الله شهرت په کمېدو او پر وړاندې يې مخالفتونه را وپارېدل، د نوموړي حزب په سوريه کې د سوريې ډېر بې ګناه وګړي په شهادت ورسول او د بشار رژيم د راپرځېدو مخنيوي کې يې پراخه ونډه لرله.

 حزب الله، چې د ايران لخوا تمويلېدونکو نورو وسله والو ډلو سره یو ځای و، د سوریې د نظام پر وړاندې د پاڅونوالو او جهادي ډلو پر ضد جګړه کې برخه واخیسته او د دې ډلې افرادو او ملېشو په ګڼو سوریایي ښارونو او کليو کې وحشتناک قتلونه ترسره کړل. دوی د میلیونونو سوریایي وګړو د کډوالۍ په لړۍ کې هم برخه اخیستې وه. له دې وروسته، پر حزب الله او د دې د رهبرۍ په غړو، په ځانګړې توګه حسن نصر الله، باندې ګڼې نیوکې وشوې.

 د حسن نصر الله نوم په فلسطين کې د تېر ميلادي کال د اکتوبر په ۷مه نېټه د طوفان الأقصی عملياتو وروسته يوځل بيا را څرګند شو، طوفان الأقصی عملياتو د غزې د مجاهدينو لخوا هغه انتقامي ګوزار و چې اسرائيلي اشغالګرو ته يې د هغوی د بې شمېر او د کلونو وحشتونو په ځواب کې ورکړ، چې ورپسې د غزې پر سیمه باندې اسرائیلي بریدونه پیل شول، چې له کابو يو کال راهيسې دوام لري او په لړ کې يې په زرګونه بې ګناه فلسطينيان شهیدان شوي.

 

حسن نصر الله د اسرائيلي وحشتونو له پيل څو ورځې وروسته اعلان وکړ چې په جنوبي لبنان کې "یوه جبهه د فلسطیني مقاومت د ملاتړ او مرستې کولو لپاره پرانېستل شوې" چې هغه په څو ویناوو کې په ټينګار سره ویلي وو چې دا جبهه به یوازې هغه وخت خاموشه شي چې د غزې پر وړاندې جګړه ختمه شي. خو د حزب الله ډلې غبرګون بيا هم د نيوکو سره مخ شو او ډېر په دې اند وو چې حزب الله هغسې چې ښايي غبرګونه نه دی ښودلی او لا تر اوسه د جګړې ډګر ته په پراخه کچه نه دی داخل شوی.

 حسن عبد الكريم نصر الله د ۱۹۶۰م کال د اګست مياشتې په ۳۱مه نېټه د لبنان د جنوب لورې ته د صور ښار ته نږدې په البازورية کلي کې زېږیدلی.

د هغه پلار عبد الكريم نصر الله او مور یې نهدیه صفي الدين ده او هغه درې ورونه او شپږ خويندې لرلې د  فاطمة ياسين په نوم ښځې سره يې واده کړی چې د هادي، زينب، محمد جواد، محمد مهدي او محمد علي په نومونو ترې پنځه اولادونه لري.

 د اسرائیلي پوځ له لوري د هغه مشر زوی هادي په ۱۹۹۷ کال کې د لبنان جنوب په جبل الرفيع سيمه کې په جګړو کې ووژل شو او د هغه جسد تر ۱۹۹۸ کال پورې اسرائيلو سره و، ترڅو چې په یوه تبادله کې د ۴۰ لبناني شهیدانو او اسیرانو جسدونه سره يوځای لبنان ته وسپارل شو.

 

سياسي ژوند

 هغه د ثانويه زده کړو پرمهال د أمل په نوم شيعه تنظيم سره یو ځای شو او د خپلې کم عمرۍ سره سره بيا هم په البازورية کلي کې د ياد تنظيم مسؤل وټاکل شو. د عراق څخه د زده کړو ترلاسه کولو وروسته، يې بيا خپلو سیاسي او تنظیمي فعالیتونو ته ادامه ورکړه او په ۱۹۷۹ کال کې د بقاع سیمې لپاره د سیاسي مسؤل او ترڅنګ يې د ياد تنظيم د سیاسي دفتر غړی وټاکل شو.

 په ۱۹۸۲ کال کې د أمل ډلې څخه لبنان ته د اسرائيلي ځمکني بريد په هکله د اختلافاتو له امله له ګڼ شمېر مسؤلینو سره یوځای جلا شو، په همغه کال کې د حزب الله سره یو ځای شو او د بقاع سیمې مسؤلیت یې پر غاړه واخیست. د هغه دنده د مقاومت کوونکو جلب او د نظامي ډلو تنظيم او ترتيب وو.

 په ۱۹۸۵ کال کې د لبنان پلازمېنې بیروت ته لاړ او د سیمې د مرستیال مسؤل دنده يې پر غاړه واخیسته او وروسته بيا د بيروت ښار عام مسؤول وټاکل شو، چې له هغې را وروسته بيا د عمومي اجرائیه مسؤل په توګه وټاکل شو چې د شورا د پرېکړو پلي کولو مسؤولیت یې درلود، تر دې چې په ۱۹۹۲ کال کې د حزب الله ډلې عمومي منشي  يا مشر وټاکل شو.

 

 

د حزب الله رهبري

په ۱۶ فبرورۍ ۱۹۹۲ کې، د حزب الله شورا حسن نصر الله د حزب عمومي منشي يا مشر په توګه وټاکه، دا کار د پخواني مشر عباس الموسوي له وژل کېدو وروسته چې اسرائیل هغه وژلی و ترسره شو. سره له دې چې هغه د عمومي منشي مرستیال نه و او د شورا په کچه تر ټولو ځوان غړی و، خو شورا په متفقه توګه هغه په دې مقام کې وټاکه.

 د هغه د رهبرۍ تر پیل وروسته، حزب الله د اسرائیل پر وړاندې ځانګړې نظامي عملیات ترسره کړل، چې دې پایله کې اسرائیل په ۲۰۰۰ کال کې د ۲۲ کلن اشغال وروسته د لبنان له جنوب څخه ووتل.

 په ۲۰۰۴ کال کې، نصر الله د حزب او اسرائیلي اشغالګر رژيم ترمنځ د اسیرانو د تبادلې په پروسه کې مهم رول ولوباوه، چې دغه پروسه د دواړو لورو ترمنځ تر ټولو لویه د بنديانو تبادله بلل شوې ده؛ ځکه چې نه یوازې لبناني اسیران آزاد شول، بلکې په کې د سوریې، لیبیا، مراکش او فلسطین ګڼ شمېر اسیران هم شامل ول.

 د هغه شهرت په ۲۰۰۶ کال کې د جولای په جګړه کې زیات شو، چې ۳۳ ورځې یې دوام وکړ، او اسرائیلو ته په دې کې درانه زیانونه واوښتل او له جنوبي لبنان څخه پرته له دې چې خپلې موخې ترلاسه کړي، ووتل.

 

حسن نصر الله د اسرائيلو سره د مخامخېدو او پراخو جګړو په ترڅ کې ډېر شهرت او پراخه محبوبیت ترلاسه کړ، چې په عربي او اسلامي نړۍ کې د هغه نوم د اسرائیل پر وړاندې د مقاومت او په منځني ختیځ کې د لویدیځ نفوذ په وړاندې د مبارزې سره تړاو پیدا کړ.

خو دا شهرت د ۲۰۱۱ کال د عربي پسرلي په دوران کې له سختې ازموینې سره مخ شو، او هغه داسې چې نصر الله په څو عربي هېوادونو لکه تونس، مصر، لیبیا او بحرین کې د لاريونونو او مظاهرو ملاتړ اعلان کړ، چې هدف یې د سیاسي نظامونو غورځول و، خو په ورته وخت کې، هغه د سوریې د لاريونونو سره بل ډول چلند وکړ او د سوريې د مظلوم ولس پرضد يې د بشار الأسد وحشي رژيم ملاتړ ته ملا وتړله او هلته په جګړو کې حزب الله ډلې هم پراخ وحشتونه ترسره کړل چې په ۲۰۱۳م کال کې په مستقيم ډول حزب الله د بشار الأسد رژيم په ملاتړ د سوريې ولس پرضد جګړې ډګر ته ورننوت.

 مړينه

پرون جمعه د سپتمبر مياشتې په ۲۷مه نېټه د اسرائیلي اشغالګر پوځ اعلان وکړ چې د لبنان په جنوب کې يې د حزب الله ډلې د مرکزي دفتر په نښه کولو سره يې د حزب عمومي منشي يا مشر حسن نصر الله او نور مشران وژلي. 

 

حزب الله هم نن شنبه د سپتمبر په ۲۸مه، اعلان وکړ چې حسن نصر الله په دې برید کې وژل شوی دی. د حزب مشرتابه په یوه بیان کې وویل چې دوی به "د دښمن پر وړاندې جهاد ته دوام ورکوي او د غزې او فلسطین ملاتړ به کوي او د لبنان د دفاع لپاره به هلې ځلې کوي."


تړلي موضوعات