اسراييلي رسنۍ: حماس د جګړې ډول بدل کړی؛ اسراييلي سرتېري تېرباسي او وژني

اسراييلي رسنۍ: حماس د جګړې ډول بدل کړی؛ اسراييلي سرتېري تېرباسي او وژني فلسطین

اسراييلي ورځپاڼې «يديعوت احرونوت» څرګنده کړې، چې «حماس د خپلو جنګي تکتيکونو په بدلولو پيل کړی او دغه بدلونونه د دې لامل شوي، چې د اسراييلي پوځ تلفات ډېر شي. ورځپاڼې د همدې بدلون په ترڅ کې جباليا پنډغالي کې په يوه کمين کې د اسراييلو ۸۸۸ «د ارواو واحد» د ګيرېدو او د دې واحد د څلورو تنو سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

الجزيره عربي تېره ورځ د اسراييلو د يادې ورځپاڼې په حواله وليکل، چې «حماس زده کړه کړې او د جګړې ډول يې بدل کړی دی، د دې په ځای چې اوس د اسراييلي سرتېرو په نښه کولو کې د ودانيو لومړي منزل کې چاودېدونکي توکي ځای په ځای کړي؛ له دويم منزله دا ګټه اخلي. دا وروسته له هغه چې حماس درک کړه چې اسراييلي سرتېري هر ځل ودانۍ ته له ننوتو وړاندې لومړني منزلونه تر بريد لاندې نيسي». ورځپاڼې زياته کړې، چې د حماس له لوري د خپلو تکتيکونو د بدلون په پايله کې تېره اوونۍ په يوه وژونکې پېښه کې د «ارواو» څو بعدي واحد په نښه شو، چې له امله يې څلور سرتېري ووژل شول.

د «يديعوت أحرونوت» له راپور سره سم د غزې په شمال کې سيمه کې د بمونو د ځای په ځای کولو لپاره په لاس د جوړو شويو چاودېدونکو توکو کارونه بېخي ډېره شوې ده، تر دې چې «د حماس غړي د هاوان هغه مرمۍ هم د ځای په ځای شويو بمونو په توګه کاروي، چې له دوی سره دي».

راپور د جباليا د ۴۰۱ لوا قوماندان ډګروال احسان دقسه وژنې ته اشاره کړې او څرګنده کړې يې ده، چې حماس د هغه په وژنه کې چاودېدونکي توکي د عادت په خلاف بل ډول وکارول، «داسې باور کېږي، چې هغوی له لرې چاودنه ورکړه».

دغه ډګروال د تېر اکتوبر په شلمه نېټه سيمه کې له درېيو نورو پوځي افسرانو سره له خپلو ټانګونو ښکته شوی و، چې له ښکته کېدو سره سم پرې چاودنه وشوه؛ دی په کې ووژل شو او ملګري يې سخت ټپيان شول. اسراييلي پوځ وويل چې دا تر ټولو لوړه پوځي رتبه ده، چې درلودونکي يې غزه کې وژل کېږي. له دقسه وړاندې درې نور اسراييلي ډګروالان هم د غزې په جګړه کې وژل شوي دی.

تړلي موضوعات