اسرائيل حقايق پټوي، خان يونس کې خبريالانو ته څه ورپېښ شول؟
د اسرائيلي اشغالګرو له لوري غزه کې د سرې مياشت او د ملکي دفاع ډلو د غړو په وژلو لږې ورځې نه وې تېرې، چې دې وحشي پوځ د دوشنبې په ورځ سهار مهال د غزې په خان يونس سيمه کې ناصر طبي کمپلکس ته څېرمه د خبريالانو يوه خيمه بمبار کړه. په دې بمبار کې په لومړيو شېبو کې د حلمي الفقعاوي (خبريال) او يوسف الخزندار په نوم دوه تنه په ژوندونې وسوځېدل او ګڼ شمېر خبريالان نور ټپيان شول.
په ټولنيزو شبکو خپرې شوې ويډيوګانې ښيي، چې په خېمه اورونه بل دي او د احمد منصور په نوم يو خبريال په کې په ژوندونې سوځي. د انس شريف په نوم يوه بل خبريال په دې ويډيو په تبصره کې ويلي، چې: «هغه اسرائيلو ژوندی وسوځاوه»، خپل ملګري احمد منصور يې ياد کړی و، چې له ځايي رسنۍ «فلسطين اليوم» سره يې د خبريال په توګه کار کاوه. انس شريف زياته کړې وه چې نوموړی په مرګوني ډول ټپي دی او ډاکټران يې د ژغورنې لپاره ټوله هڅه کوي.
نوموړي د خپل بل خبريال ملګري حلمي الفقعاوي د سوځېدو په اړه ليکلي وو: «د خبريال ملګري حلمي الفقعاوي د سوځېدو صحنه موږ نه شو بيانولی، الفاظ د دې تراژيدۍ په وړاندې له موږ سره وفا نه کوي».
په دې بوږنوونکو صحنو په تبصرو کې د غزې او نورې نړۍ خلکو ويلي، چې اسرائيل ځکه داسې کوي، چې دوی نه غواړي خبريالان د دوی جرمونه نړۍ ته وښيي. ټولنيزو فعالانو په نړۍ د دې له امله ملامتيا ويلې، چې اسرائيلو ټولې پولې ماتې کړې، خو نړۍ هيڅ ځان و نه خوځاوه. ځينو ليکلي: «پوښښ به روان وي، هيڅکله به و نه درېږي».
د «ژورنالېزم ازادي»... ميداني دروغ
نورو ويلي، چې: «د بيان او ژورنالېزم ازادي هغه دروغ دي، چې په کانفرانسونو کې پرې شخوند وهل کېږي، خو په واقعيت کې تر پښو لاندې غوبل کېږي، دا د ملګرو ملتونو او نړيوالو په لوحو ليکل شوی يو بېمعنا شعار دی...».
«نظام المهداوي» ليکلي: «خبريال احمد منصور خبريالانو ته په ځانګړې شوې خيمه کې سوځي، بلکې که سم ووايو، ټوله غزه د لويې امريکايي امپراتورۍ په وسلو لولپه کېږي».
اسرائيلو د لسګونو نورو خبريالانو له وژلو وروسته دا خبريالان په داسې حال کې په هدفي ډول په اور لمبه کړل، چې نه وسلې ورسره وې او نه يې په جګړه کې ګډون درلود، يوازې کمرې او خپل نور کاري وسايل ورسره وو. د مبصرينو په اند اسرائيل حقيقت وژل غواړي او نه غواړي چې د دوی له لوري د بې ګناه فلسطينيانو نسل وژنه نړۍ ته په ډاګه شي.
د احمد الطلول په نوم يوه بل تن ويلي: «نوې ستراتيژي بدبختانه همدا ده، غزه کې د ژوند د هرې نښې په ضد له ټول تشدد او وحشت کارولو وروسته به اسرائيل د ټولې نړۍ او ادارو په ملاتړ د هغو خلکو وژلو ته کار ووايي، چې د دوی جرمونه مستند کوي او نړۍ ته يې په ډاګه کوي».
د غزې خبريالانو د روغتون له داخله د شهيد احمد منصور انځورونه خپاره کړي، چې مخ او ټول سوی بدن يې په سپينو پټيو پوښلی، لکه اور چې غوښتل د هغه په بدن داسې نښې پرېږدي، چې د اسرائيلو په وحشت او د نړۍ په بې وسۍ ګواه واوسي. احمد منصور له يوې شپې ورځې وروسته نن سهار د ژوند پور پرې کړ او د زرګونو نورو شهیدو فلسطينيانو په څېر دی هم د شهیدانو شمېر ته ورزيات شو.