د اسراييلو په وروستيو بريدونو کې د حماس شهيد شوي شپږ تنه لوړپوړي مشران څوک دي؟
د حماس جهادي غورځنګ په ځانګړتياوو کې يوه دا ده چې د عامو مجاهدينو څخه مخکې د هغوی مخکښ مشران او قومندانان د جګړې لومړۍ کرښې او د شهادت ډګر ته وردانګي.
د تقریبا ۷۰ کلن جهادي مقاومت په اوږدو کې له شيخ احمد ياسين، يحیی عياش، عبد العزيز الرنتيسي رانيولې بيا تر اسماعيل هنية، يحيی السنوار او خالد الضيف پورې لوړ پوړو مشرانو او نومياليو قومندانانو يې د شهادت جامونه نوش کړل.
اوس تازه چې اسرایيلي رژيم د ۵۸ ورځو وروسته د امريکا په لمسون او ګوتڅنډنه د اوربند تړون مات کړ په غدر او دوکه يې د حماس د سياسي دفتر ځيني غړي او حکومتي مشران په شهادت رسولي.
وړمه ورځ سهار راهيسي اسرایيلي الوتکو د امريکا سره په همغږۍ په غزه بيا وحشي هوايي بريدونه پيل کړي چې په ترڅ کې یې شاوخوا ۵۰۰ فلسطیني وګړي چې زياتره یې ښځې او ماشومان دي په شهادت رسېدلي.
په دې شهيدانو کې د سرايا القدس په نوم د جهادي خوځښت د مشهور وياند أبو حمزه سربېره د حماس غورځنګ ځيني مشران هم په شهادت رسېدلي.
د نړيوالو او فلسطيني رسنيو له راپورونو سره سم غزه کې د اسرييلو په وروستيو خونړيو بريدونو کې د حماس جهادي غورځنګ شپږ تنه لوړپوړي مشران شهيدان شوي دي.
د الجزيره عربي له راپور سره سم حماس د دغو مشرانو د شهادت پخلی کړی دی، چې په لاندې ډول دي:
۱- عصام الدعاليس چې د دولتي کاري کمېټې رئيس و او وړاندې يې په انروا کې د مرستيال مدير دنده ترسره کړې وه، نوموړی د ۲۰۱۲ او ۲۰۱۴ کلونو ترمنځ د حماس د پخواني مشر شهيد اسماعيل هنية سياسي سلاکار هم پاتې شوی دی، په ۲۰۲۰ کال کې غزه کې د حماس د سياسي دفتر د غړي په توګه هم ټاکل شوی و او په ورپسې کال کې د دولتي کاري کمېټې د رئيس په توګه اعلان شو.
۲- محمد الجماصي «أبو عبيده الجماصي» چې د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۰ کال کې د حماس د سياسي دفتر د غړي په توګه وټاکل شو او د قدس، کډوالو او قانوني فايلونو مشري يې په غاړه وه. نوموړی تر ۲۰۱۷ کال پورې د اونروا ادارې کارمند پاتې شوی دی. په ۲۰۲۱ کال کې د غزې په جنوب کې د اداري مجلس د مشر په توګه وټاکل شو او د خپلو سازماني او مفکرانه فعاليتونو له امله مشهور و، جماصي د لسو کلونو لپاره د «غيث» په نامه د پرمختګ او مرستو د يوې ټولنې مشر هم پاتې شوی و.
۳- سلاکار أحمد عمر الحتة، چې د قانون برخه کې يې د ماسټرۍ تر کچې لوړې زده کړې درلودې، پخوا غزه کې د پوليسو د روزنې اړوند د الرباط پوهنتون رئيس پاتې شوی، په ۲۰۲۱ کې يې غزه کې د عدليې وزارت د مرستيال په توګه دنده پيل کړه او د تېرې ورځې په وحشي بريد کې له خپلې ښځې او اوو زامنو سره يو ځای په شهادت ورسېد.
۴- جنرال محمود أبو وطفة، غزه کې د امنيتي چارو په اداره کولو کې د محوري رول درلودونکې او د کورنيو چارو وزارت مرستيال و، د امنيت او تنظيم چارې يې په غاړه وې او د حماس د بېلا بېلو اړخونو ترمنځ د امنيتي عملياتو د همغږۍ د برخې مسوول هم و، جنرال محمود د اسراييلو د بريدونو له پيل راهيسې د غزې د امنيتي وضعيت او د غزې د اوسېدونکو د ورځيني ژوند په روان ساتلو کې ستره ونډه درلوده.
۵- جنرال بهجت أبو سلطان، غزه کې د کورنيو چارو وزارت مشهور امنيتي چارواکی و او د داخلي امنيت د سيستم عمومي مديريت يې په غاړه و، چې د تاسيس له پيله يې دنده د اسراييلو د جاسوسانو په نښه کول و، نوموړی له دې وړاندې غزه کې د کورنيو چارو وزارت د ادارې او تنظيم د پلاوي د عمومي مشر په توګه هم پاتې شوی دی. جنرال بهجت تېره ورځ د خپلې کورنۍ له څو تنو غړو سره يو ځای د شهادت لوړ مقام ته ورسېد.
۶- ياسر حرب، چې د حماس په سياسي دفتر کې يې بېلا بېلې دندې ترسره کړې دي، نوموړی د حماس د رسنيز ټيم رييس و او د امنيتي کړۍ مشري يې هم په غاړه درلوده، د ياسر حرب پنځ زامن په غزه د اسراييلو په روانو بريدونو کې شهيدان شوي وو او تېره ورځ دی هم د هغوی په څېر شهيد د الله لور ته ورغی.
د يادونې وړ ده چې د اسراييلو د تېرې ورځې په وحشي بمبار کې غزه کې د سرايا القدس په نوم د جهادي خوځښت خولهور وياند أبو حمزه ناجي أبو سيف هم له خپلې او د ورور له کورنۍ سره يوځای شهيد شو. د رسنيو له راپورونو سره سم په دې بريدونو کې تر ۵۰۰ پورې فلسطينيان شهيدان شوي دي.
د نړۍ د ډېرو هېوادونو لوړپوړو چارواکو د اسراييلو په دې بريدونو او غزه کې د جګړې په بيا پيلولو سختې نيوکې کړې دي، خو شنونکي وايي چې نتنياهو د ټرمپ په ملاتړ ډاډه دی او د دې او نورو نيوکو هيڅ باک نه لري.