لوړپوړی اسرائيلي افسر: غزه کې له بريا ډېر لرې يوو او د تونلونو ويجاړولو راپورونه دروغ دي
د اسرائيلي پوځ يوه لوړپوړي افسر جنرال اسحاق بريک ويلي دي، چې پوځ يې غزه کې له بريا ډېر لرې دی، حماس غورځنګ تر اوسه په تونلونو کې دی او د راروانو دوو کلونو چمتووالی يې نيولی دی.
نوموړي دا څرګندونې له عبري وېبپاڼې «معاريف» سره په يوه مرکه کې کړې دي.
بريک چې پخوا يې په اسرائيلي پوځ کې د شکايتونو د کمېټې د رئيس په توګه دنده ترسره کړې؛ زياته کړې ده، چې «اسرائيلي پوځ غزه کې د تونلونو د ويجاړولو اړوند دروغ وايي، ډېری دغه تونلونه اوس هم د حماس په ولکه کې دي، پوځ د اوږدې مودې لپاره په غزه د ولکې توان نه لري».
دې اسرائيلي افسر خپل لوی درستيز هرتسي هاليفي «ناکام» بللی او ویلي يې دي چې د پوځ د مشرانو باور يې له لاسه ورکړی دی.
د بريک په وينا «د اسرائيلي پوځ د دې ادعا خلاف چې ۵۰ سلنه تونلونه يې ويجاړ کړي دي؛ حماس اوس هم په تونلونو کې دي او د دوو نورو کلونو چمتووالی يې هم نيولی دی».
بريک نتنياهو د نورو له لوري محاصره بللی او څرګنده کړې يې ده چې «اسرائيل له ټولنيز او اقتصادي پلوه شړيدلي دي، موږ له نړۍ سره لاس او ګرېوان يوو، او نړۍ له لاسه ورکوو».
هغه د اسرائيلو لويه ستونزه په وروستيو کلونو کې په روښانه ډول د پوځ کمښت بللی، چې په اند يې د دې معنا دا ده چې د اوږدې مودې لپاره سيمې نه شي ساتلی.
اسحاق بريک دا څرګندونې په داسې وخت کې کړې چې د اسرائيلو لوی درستيز هرتسي هاليفي د تېرې چهارشنبې په ورځ د احتياطي او نظامي سرتېرو د شمېر زیاتولو غوښتنه کړې ده.
اسرائيل د پوځ د کمښت له امله د «حريديم» په نامه د خپلو ديني زده کړو په زده کوونکو زور اچوي چې پوځ کې دنده ترسره کړي، خو حريديم په کلکه له دې انکار کوي.