د ملي یووالي مات شوي ځنځیر د پیوند هڅې!
افغانستان؛ د قومي او قبیلوي جوړښت له اړخه ګڼ شمېر توکمیزې ډلې لري چې په هغو کې پښتانه، تاجک، هزاره ګان، ازبکان او نور توکمیز ګروپونه شامل دي او دغو ډلو په تاریخی لحاظ د حد تر کچې په خپل منځ کې اختلافات لرل چې بالاخره د ۱۹مې پېړۍ په اوږدو کې یې د اختلافاتو کچه تر نورو پېړیو زیات په تاوتریخوالي بدل شول.
قومي او د کورنیو ترمنځ شخړې د نړۍ په ځینو هېوادونو کې یوه بده پدیده ده، چې هر کال د زرګونو کسانو ژوند اخلي. له بده مرغه په افغانستان کې له لسیزو راپدېخوا قومي تاوتریخوالی روان دی چې زرګونه کورنۍ یې د غم په ټغر پریښي.
په ټولنیز لحاظ؛ دغو جګړو په هېواد کې ناورین را منځ ته کړ، قومي او کورني اړیکې پر بدیو بدلې شوې، د افغانانو تر منځ د شفقت کړۍ تنګه او انساني حقوق پایمال شول، ډېری ځوانان د کورني تربیې او مینې له رحمت بې برخې او زرګونه ځوان قشر مو په نورو هېوادونو کې د پردیو د سیسو ښکار وګرځېدل.
په حقوقي لحاظ؛ په زور زیاتي او وحشت سره دغو جګړو د ډېرو ارمانونه له خاورو لاندې کړل، زرګونه کورنۍ او خلک د خپل ژوند نیمه برخه د دښمن له وېرې په اندېښنو او ډار کې تېر کړ، سربېره پر دې خویندې په بدو کې ورکړل شوې، نېستۍ او د ظلم بړبوکۍ د ډېرو میندو تړمې اوښکې په مخ پرېښودې.
په اقتصادي لحاظ؛ دغو جګړو د هېوادوالو اقتصاد کمزوری کړ او میلیونونه افغانۍ زیان ور واوښت بلاخره؛ په توره شپه کډوالۍ ته اړ شول سربېره پر دې ډېری افغانان له هغو عایداتي سرچینو بې برخې شول چې له اجدادو ورته پاتې وو. شته ځمکې او جایدادونه یې د لمر تېزو وړانګو وسوځول.
یو له بدو پایلو چې دغو جګړو په میراث پرېښودل هغه د ملي یووالي د ځنځیر ماتول وو، ډېری افغانان، د پلانکي زي او پلانکي خېل په نوم یوبل سره په جګړو کې ښکېل شول. باید ومنو چې بلاخره دغو جګړو په هېواد کې بده پدیده پرېښوده. پوره څو لسیزې ګڼ شمېر افغانان د داسې پېښو شاهدان وو\دي.
دغه جګړه په ۱۹مه پېړۍ کې د اسلامي امارت له راپورته کېدو سره کمه شوه خو؛ بدبختانه په هېواد کې د یو شمېر کړیو له لوري دغه ډګر بیا تود شو چې بیا ځلي جګړو، ظلم او وحشت ته زمینه مساعده شوه.
د بشري حقونو د څار ادارې په ۲۰۰۱ کال کې خبرداری ورکړی و، چې ښایي په افغانستان کې د توکمیزو ډلو تر منځ د جګړو له امله قومي تاوتریخوالی زیات شي، چې غربیانو هم په دې کې رول لوباوه. د دې میدان د تودوالي په موخه یې د حکومت ۸۰ سلنه واک شمالي ټلوالې ته سپارلی وو.
تاریخ ته په کتو دغې ستونزې ته د حل په موخه هېڅ داسې حکومت نه وو چې پر وړاندې یې جدي دریځ ولري څو دغه پدیده د هېوادوالو له منځه وباسي.
د ۲۰۲۱ م کال په اوږدو کې یو ځل بیا اسلامي امارت د هېواد واک ترلاسه کړ او دغه ستونزه یې په خپلو لومړیتوبونو کې وبلله هماغه وو، چې د قومونو د یووالي او اتحاد په موخه یې ځانګړي کمیسیون جوړ کړ، قراني منشور یې عملي او مدني ژوند په اړه یې خلکو ته عامه پوهاوی ورکړ، بلاخره اسلامي امارت په کم وخت کې دغه ستونزه ۶۰ سلنه حل کړې او له فرعوني عمل څخه یې خلک را ګرځولي دي.
نږدې درې کلونو کې اسلامي امارت ۶۳۲ لویې او ۶۵۵ وړې منازعې چې په دې سلګونه کسان مړه، زخمیان او میلیونونو افغانیو په ارزښت مالي زیانونه اړول شوي وو حل شوي
په هر ولایت کې لسګونه شخړې اوس هم د ولایتي مسولینو تر څېړنې لاندې دي چې په راتلونکي وختونو کې به حل لاره ورته وموندل شي.
هره اوونۍ د هېواد له بېلا بېلو ولایتونو ګڼ شمېر داسې خبرونه ترلاسه کیږي چې په هېواد کې د دوه یا زیاتو کورنیو او یا هم د قومونو ترمنځ شخړې پکې حل شوې وي.
ومو لیدل چې ځینو سیمو کې یو بد دود او دستور دا وه، چې د شخړو د حل پر مهال به د جریمې په توګه نجونې یا هم ډېرې پیسې مقابل لوري ته په بدو کې ورکول کېدې چې د اسلامي امارت په راتګ سره دغه دود او دستور له منځه تللی او هرڅه د اسلامي شریعت په رڼا کې حل او فصل کېږي.
افغانستان چې د قومي ترکیب له پلوه یو متنوع هېواد دی، او په هېواد کې مېشت قومونه ټول د رنګا رنګ ګلانو په څېر دي اړتیا لیدل کیږي، چې د خپلمنځي اړیکو پر ټینګښت غور وشي. په اوسنيو شرایطو کې د قومي جرګو له لارې د دښمنیو او شخړو حل تر ټولو ښه میکانیزم حکومت، قومي مشران او علما دي چې پر مټ یې دغه ستونزې حلیږي، خو د دایمي حل لپاره لازمه ده چې راتلونکی نسل د دې جهالت له دایرې د علم پر مټ وژغورو خپل اولادونو ته سالمه روزنه ورکړو او پرېنږدو چې د ذلت زولنې د تل لپاره په غاړه کې واچوي.