نړېوال تکاملي بدلونونه؛ پر ملتونو یې اغېز او د مقاومت حل لارې.! 

نړېوال تکاملي بدلونونه؛ پر ملتونو یې اغېز او د مقاومت حل لارې.!  سیاسي

نړېوال تکاملي بدلونونه؛ پر ملتونو یې اغېز او د مقاومت حل لارې.! 

د لرغوني اتصال (۲۱۰۰) کاله پخوا د نړېوالې سوداګرۍ لومړۍ شبکې راهېسې ملتونه له سیاسي، اقتصادي، ټکنالوژیکي، کلتوري او چاپېریالۍ له اړخه سره تړل شوي او مشترکې ګټې خوندي شوي دي، نو په نړۍ کې د تحولاتو د بدلون حالاتو ټول ملتونه اغېزمن کېدای شي، هیڅ هېواد یوازې نشي پاتې کېدلی. 
په نړېواله سطحه د ټکنالوژۍ او سیاسي، جیوپولټیکي، ټکنالوژیکي او چاپیریالي بدلونونه د حکومتونو او نړېوالو سازمانونو پر ستراتېژۍ اغېز لري، او د مقاومت لوری ورته ټاکي.

هوښیار ملتونه او رهبران د بدلون د مدیریت لپاره ملتونه او سازمانونه آماده کوي، چې د هر بدلون سره دوی له ستر زیانه وژغورل شي، خو تر ډېره حده د دریمي نړۍ هېوادونه چې د بدلون لپاره اوږد مهاله تکاملي پالېسۍ نه لري، د بدلون په جریاني لړۍ کې زیانمن دي.

پر ملتونو یې اغېز:
د درېیمي نړۍ هېوادونه تل د سترو قدرتونو د ټکر مېدانونه ګرځېدلي دي، ځکه دوی ددې بحراني حالت څخه د وتلو او مقاومت لپاره اوږدمهاله ستراتېژۍ نه لري. د لومړۍ کچې هېوادونه هم کوشش کوي، چې د درېیمي نړۍ هوښیار رهبران له منځه یوسي، تر څو دا هېوادونه د همدې نړۍ وروستي پاتې هېوادونه پاتې شي. امریکایي، هندي او چینایي ملتونه ځان د نړۍ تر ټولو ستر ملتونه ګڼي او د دې درېیو ملتونو ها خوا ورته ټول ټېټ ملتونه ښکاري او دا د دوی پر پالېسۍ هم اغېز کړې ده. او همدارنګه ملي استقلال نقض کېږي او پر داخلي سیاستونو ژور اغېز لري. 

نړېوال اقتصادي بحرانونه، او تجارتي بندیزونه هم د بدلون په دې تکاملي بحران کې پر دریمي نړې هېوادونو پراخ اغېز لري، همدارنګه د ټکنالوژۍ او مصنوعي ځېرکتیا د پراختیا سره د سایبري امنیت غلا زیاتېږي محرمیت له منځه ځې، چې د ملتونو تر منځ بې باوري رامنځته کوي، او اتومات ټکنالوژۍ انساني منابع له کاره لوېږي، چې دا تر ټولو ستر بحران رامنځته کوي.

د مقاومت حل لارې:
د نړۍ دا تکاملي بدلونونه سره د ځان عیارولو لپاره وروسته پاتې ملتونه د دې تکاملي بحراني حالت څخه د ځان ژغورلو څو اساسي نقطې د پام وړ دي. 

۱: انعطاف پذیره ستراتېژیکه رهبري:
د وروسته پاتې ملتونو لپاره تر ټولو مهم او اساسي نقطه د انعطاف پذیره ستراتېژیکه رهبرۍ درلودل دي، تر څو رهبرۍ داسې یو ستراتېژي رامنځته کړي، چې د تکاملي بدلونونو پروسې ته لوری ورکړي، چې د اصلي ملي او نړېوالو ارزښتونو پر بنسټ ولاړه وي. 

۲: قوي ډیپلوماسي او د نړېوالي همکارۍ پراخول:

د هېوادونه سره پراخ ډیپلوماتیک ډیالوګ رامنځته کول، د اغېزمنو هېوادونو سره د اړېکو پراخول، د نړۍ په اغېزناکو اقتصادي، او سیاسي سازمانونو کې ګډون کول، دا هغه څه دي، چې ددې بحراني حالت څخه پر وتلو راسره همکاري کوي. 

۳: اقتصادي تنوع او خودکفايي:
د درېیمي نړۍ هېوادونو لپاره په کار ده؛ چې په اقتصادي برخه کې پراخ انساني منابع جذب کړي، د خپل ملت فعال وګړي، د نړۍ د نوي ټکنالوژيکي او اقتصادي سسټمونو سره عیار کړي. 

همدارنګه د اقتصاد تنوع، د ملي تولیداتو پراخېدل، او د وارداتو او صادراتو توازن د دې سبب کېږي چې حکومتونه د نړیوالو سیاسي بدلونونو له احتمالي فشارونو څخه وژغورل شي. د نړېوالو تحریمونو، سوداګریزو جنګونو، او مالي بحرانونو پر وړاندې مقاومت د اقتصادي مدیریت له لاري پیاوړی کېږي. 

۴: د ټکنالوژۍ پراختیا:
ټکنالوژۍ د نوي عصري نړۍ د پرمختګ او مدیریت مهم عنصر دی، هغه هېوادونه چې پر ټکنالوژۍ او سایبري امنیت باندې پراخه پانګونه کوي، کولی شې، چې د نړۍ تکاملي بدلونونو په وړاندې مقاومت وکړای شي. 

دا پورته ځېني هغه نقاط چې د ملتونو د بحراني حالت څخه د وتلو او د بدلونونو پر وړاندې پر مقاومت پراخ اغېز درلودلی شي، نو زموږ لپاره هم په کار ده؛ تر څو د نړۍ ددې تکاملي بدلونونو په وړاندې د ملت په د ژغورلو او د مقاومت لپاره کار وکړو او له همدې فرصته پراخه استفاده وکړو، تر څو په راتلونکې کې ددې انزوا حالت څخه د مقابلې حالت ته ووځو.

تړلي موضوعات