تایوان؛ چین او امریکا څه غواړي؟
تایوان:
د تایوان تاریخچه اوږده او پېچلې ده، چې د امریکا او چین لپاره د راتلونکې احتمالي ټکرونو نقطه ده. دا ټاپو د پیسفیک سمندر په منځ کې پروت دی. د لرغونپوهنې له نظره یاده سیمه کې تقریباً ۶۰۰۰ کاله مخکې انسانانو ژوند نه کاوه، چې وروسته د یو چینايي سیاح د دې سېمي د موندلو وروسته د چین امپراتورۍ برخه وګرځوله.
د المانیانو پر چین د استعمار پر مهال ( 1949- 1849) چې تقریباً یوه پېړۍ ( چینایان ورته د بې عزتۍ پېړي وایي) وخت ونیو، دا ټاپو المانیانو مستعمره کړ، له مستعمرې وروسته بېرته د چین کوین امپراطورۍ لاسته راوړ.
خو په ۱۸۹۵ کې د جاپان او چین د لومړۍ جګړې پر مهال چې چین ماتې وخوړه، تایوان د جاپان مستعمره شو. د دوهمې نړېوالي جګړې پرمهال د جاپان له ماتې وروسته تایوان بېرته د چین برخه وګرځېدل.
د چین د آزادۍ وروسته (۱۹۴۹) کال پر چین حاکم کوامینتینګ (KMT) ګوند مشران تایوان ته وتښتېدل او هلته یې د چین جمهوریت تر نامه لاندې یو حکومت اعلان کړ، چې امریکا یې ملاتړ کاوه. تر ۱۹۷۱ کلونو پوري په ملګرو ملتونو کې د چین استازیتوب د تایوان په لاس کې وو، په ۱۹۵۹ کلونو کې د ځېنو امنیتي مواردو له امله د چین او شوروي اړیکې خرابې شوې، چې په ۱۹۶۹ کلونو کې د سرحدي نښتو په پایله کې پای ته ورسېدل، چې دا د واشنګټن او بیجینګ د اړيکو پېل هم شو.
د متحده ایالاتو سره په ۱۹۷۱ کلونو کې د چین خلګو جمهوریت سره د ډېرو هېوادونو د اړېکو پراختیا او د روسیې د نفوذ مخنیوی هغه عوامل وه، چې د تایوان څخه د ملګرو ملتونو غړیتوب واخېستل شو او د چین خلګو جمهوریت ته ورکړل شو. په ۱۹۹۴ کلونو کې د ۲۰ کلني مارشل لاء وروسته د کومینټینګ ګوند ( هغه چې مشران یې د چین د آزادۍ پر مهال تایوان ته تښتېدلي دي) له لوري د خلګو د سیاسي آزادۍ غوښتنو له امله تایوان ته جمهوري ټاکنو لومړۍ اجازه ورکړل شوه، خو د چین د فشار له امله يې نړېوال مشروعیت پیدا نه کړ، او امریکا هم په رسمیت نه دی پېژندلی البته اړېکي ورسره پالي.
چین په تایوان کې څه غواړي؟
د چین لپاره تایوان مهمه او د ځمکنۍ بشپړتیا مسئله ده؛ چین د تایوان یو خپلواک هېواد په توګه په ګاونډ کې د امریکا ملاتړی شتون هیڅکله نه مني. چین د متحد چین (یو هېواد دوه سسټمونه) پالېسۍ سره غواړي چې تایوان هم د هانګ کانګ او نورو سېمو غوندي د چین سره توافق ته ورسېږي، چې د تایوان کومیټینک ګوند یې نه مني.
او چین په دې باور دی، چې تایوان د چین یو اساسي برخه ده. همدارنګه چین د تایوان مسئله د خپل ملي یو والی اړتیا ګڼي، او د ولسمشرانو لپاره يې تایوان د متحد چین برخه ګرځول د ځان لپاره ویاړ او یو ستره لاسته راوړنه ګڼي، د همدې هدف د لاسته راوړلو لپاره (شي جینپینګ) د چینایي خوب پوره کولو لپاره ۲۰۴۹ کال هدف ټاکلی دی. د تایوان د خپلواکۍ اعلان د چین خلګ جمهوریت د ځان لپاره خطر ګڼي، او د نورو سیمو (هانګ کانګ/ تبت) د جلاء کېدو وېره لري.
تایوان د چین لپاره سیمه یېز ستراتېژیک اهمیت لري، او د آرام سمندر ( جاپان، کوریا، او جنوبي آسیا ) هېوادونو ته تجارتي لارې برابروي او چین لپاره هم پر یادو لارو واک اهمیت لري. چین غواړي د نظامي فشار او نظامي واک له لاري تایوان منزوي کړي. او د نړۍ هېوادونه هم د چین فشار له امله د تایوان پر ځای له بیجینګ سره اړېکي پالي، او هغه هېوادونه چې تایوان په رسمیت پېژني بیجینګ ورسره اړېکي پرېکوي.
همدارنګه چین د متحد چین ( یو هېواد دوه سیسټمونه) د پالېسي تعقیبولو له مخې د تایوان په ملګرو ملتونو کې د غړیتوب مخه نېسي او د نړېوال رسمیت پېژندنه کچه یې ډېره محدودوي.
د تایوان استقلالیت او د امریکا تابع ګرځېدل، چین لپاره د امریکا د نفوذ وېره زیاتوي. چین په هیڅ صورت نه غواړي، په دې ستراتېژیکه سیمه کې چې د آرام سمندر تجارتي لاره ده، پکې د ستر حریف امریکا حضور شتون ولري، د همدې له امله چین په آرام سمندر کې خپل نظامي حضور زیات کړی دی، او د همدې لاري غواړي، چې د خپل نظامي ځواک ښودنه وکړي، تر څو تایوان په دې پوه کړي، چې د استقلالیت اعلان سره سم به پرې نظامي اقدام وکړي.
امریکا په تایوان کې څه غواړي.؟
تایوان د ستراتېژیک موقعیت له امله د امریکا په بهرنۍ پالېسۍ کې مهم ځای لري. امریکا د خپل متحدو سیمو آرام سمندر کې جاپان، جنوبي کوریا او فلپین .. کې د خپل حضور ساتلو لپاره د تایوان تنګی حمایت مهم ګڼي. په ملګرو ملتونو کې چوکۍ که څه هم د چین په لاس کې ده، خو د خپلو ګټو او اتحاد ساتلو لپاره د تایوان سره هم نظامي همکاري کوي.
د امریکا لپاره د تایوان او آرام سمندر سیمو ستراتیژیک موقعیت چې د نړېوال تجارت ټریلونه ډالر برابروي، حیاتي سېمه ګڼل کېږي، همدې موخې ته د رسېدو لپاره امریکا د آرام سمندر د اقتصادي همکارۍ په سرمشریزه کې خبر ورکړ چې متحده آیالات او اته نور هیوادونه د ټرانس پیسفیک شراکت - یو څو ملي وړیا سوداګرۍ تړون په اړه موافقې ته رسیدلي دي، چې دا په آسیا ـ آرام سمندر کې د چین د نفوذ مخنیوی هم ګڼل شوی دی. د ډونالډ ټرمپ بهرنۍ پالېسۍ د چین په اړه سخت دریځه او د اقتصادي بندیزونو باندې ولاړه ده، او ددې بندېزونو زیاتوالی یو لامل د چین سره د ایران د نفتي تجارتي اړېکو پراختیا هم ده. او همدارنګه د امریکا سمندري ځواکونو څو ځلي د تایون تنګي تېر شول تر څو په دې توګه پر چین فشار زیات کړي چې د چین د سخت غبرګون سره مخ شول.
همدارنګه امریکا د خپلو ګټو د ساتلو لپاره چین د نړېوال نظم په وړاندې د جدي او اوږدمهاله ننګونه خنډ باندې تورونوي. او امریکا وېره لري، چې تایوان د متحد چین برخه ګرځېدل به نورو هېوادونو ته دا زمېنه برابره کړي، تر څو په جبر او ځواک سره سرحدونو باندې یرغل وکړي.
او امریکا په دې باور دی، که چېري چین په تایوان خپل واک ولري، دا به په آرام سمندر ( چې د امریکا لپاره یو حیاتي او ستراتېژیکه سیمه ده) د امریکا د متحدینو دفاع، د نظامي همکاریو په وړانډې خنډ او په لوېدیځ آرام سمندر نړېوالو اوبو کې عملیات او حضور ډېر ستونزمنه وي. او په دې مهم سيمه کې د نفوذ د کمېدو وېره لري.
همدارنګه امریکا په نوي نړېوال نظم کې د خپل سیال چین په آرام سمندر کې نړېوالو اوبو ته د نفوذ د پراختیا او په دې ستراتېژیکه سېمه کې د امریکایي ګټو د ساتلو له امله تایوان د فشار په توګه استعمالوي، او همدارنګه په هانګ کانګ ، تبت او په ایغور کې د بشري په حقوقو په نقض تورونه وي. او تر ټولو مهم چې امریکا د چین سره د متحد چین ( یو هېواد دوه سیسټمونه ) د پالېسي سره د موافقې او د بیجینګ سره د دیپلوماتیکي اړېکو د ساتلو سره بیا هم د تایوان سره نظامي همکارۍ کوي، هغه په نوي نړېوال نظم کې د چین د نفوذ د پراختیا مخه نېول دي او د نړېوال نفوذ جګړه یې تعریفوي.
د تایوان د راتلونکې په اړه احتمالي سناریوګاني:
په پورته کې د امریکا او چین د ګټو، ټکرونو او ستونزو په اړه یادونه وشوه، په هم هغه اساس د تایوان د راتلونکې په اړه ځېني احتمالي سناریوګاني شتون لري:
۱: د تایوان سره د چین یو ځای کېدل:
دا چې چین هم تایوان د ځان سره د یو ځای کېدو لپاره هر څه ته آماده دی، او امریکا د تایوان دفاع د ځان حق ګڼي او حتما به ګډون کوي او دا به په نوي نړېوال نظم کې خنډونه ایجاد کړي، او په یو لوی ټکر به واوړي. چې دا نوي نړېوال جګړې ته عملا داخلېدل دي، چې دا به د چین اقتصاد ته کلکه ضربه ورکړي او نړېوال نظم کې ګډوډی رامنځته کوي.
۲: د تایوان د یو چین دوه سیسټمونو پالېسۍ توافق:
۳: د تایوان د خپلواکۍ اعلان:
که تایوان خپله خپلواکي رسمي اعلان کړي، دا به د چین د جدي ګواښ سره مخ شي او چین د نظامي عملیاتو ګواښ به زیات شي، دلته هم د تایوان د دفاع لپاره د امریکا د مداخلې امکان شته؛ دلته هم یو نوی نړېوال جګړې ته ننوتل امکان شته، دا به نړېوال اقتصاد ته د ټریلنونو ډالرو ضربه ورکړي.
پورته هغه احتمالي سناریوګاني دي؛ چې په راتلونکې کې د تایوان په اړه احتمال لري، دا چې وروسته به څه کېږي، ورته انتظار به کوو.
مأخذونه:
۱: دوکتور عبد الحی قانت. (2022, Aug, 15). نوې سړه جګړه تایوان؛ د نوې لوبې میدان نبرد. شهادت ورځپاڼه.
https://dailyshahadat.com/articles/5749
2: Asia unbound and Asia program.( 2023,June.20). Why is Taiwan Important to the United States?. Council on foreign relations.
https://www.cfr.org/blog/why-taiwan-important-united-states
3: BBC news. (14,October, 2024). What’s behind china_ Taiwan tensions?. BBC news.
https://www.bbc.com/news/world-asia-34729538.amp
۴: ټېم مارشال. ۲۰۲۰. چین. د جغرافیې بندیان. ۷۱ مخ
5: Lindsay maizland. ( 8, Fab, 2024). Why china_ Taiwan relations are so tense? Council on foreign relations.
https://www.cfr.org/backgrounder/china-taiwan-relations-tension-us-policy-biden