د سترګو د روغتيا ساتلو په پار هره ورځ دا مېوه وخورئ
سره له دې چې ګازرې د سترګو د ساتنې لپاره تر ټولو غوره خواړه بلل کېږي، خو د میساچوسټس د توفټس پوهنتون پوهانو موندلې، چې په ورځنۍ توګه د وچې مېوې يو ځانګړی ډول کولی شي، چې د سترګو روغتيا تر هر شي ډېره خوندي وساتي.
پوهانو څرګنده کړې ده، چې هره ورځ ۵۷ ګرامه پسته خوړل کولی شي، چې په لويه کچه د سترګو روغتيا ښه کړي، ځکه دا د لوټين «Lutein» اندازه لوړوي.
پسته د لوټين په نامه انټي اکسيډانټ لري، چې سترګو ته د دې توانایي ورکوي، چې له سکرين څخه راوتونکې رڼا لا شفافه کړي.
د عصبي روانپوهنې متخصصې ټامي سکاټ چې د څېړنې مشري يې کوله؛ وويل: «زموږ څېړنې وښوده چې پسته يوازې يو خفيف خوندور خواړه نه دي، بلکې د سترګو لپاره هم ډېر ګټور دي. په ورځنۍ توګه يوه اندازه پسته خوړل ستا سترګې ساتلی شي، په ځانګړي ډول کله چې عمر ډېر شي».
د څېړنو پايلو وښوده، چې کومو خلکو چې د شپږو اوونيو لپاره په پرلهپسې توګه پسته خوړلې وه، د سترګو ياده توانايي يې زياته شوې وه او دې سره د سترګو د هغو ناروغيو مخنيوی شوی و، چې د عمر له تېرېدو سره راپيدا کېږي.
سکاټ زياته کړې ده، چې «پسته داسې خفيف خواړه دي، چې اړين وټامينونه، منرالونه او انټي اکسډانټ چمتو کوي».
ياده دې وي، چې لوټين د بروکلي او پاڼه لرونکو سبزيو په څېر په نورو خوړو کې هم موندل کېږي، خو پسته کې شته طبيعي غوړ انټي اکسيډانټ ته دا توانايي ورکوي، چې وينه کې په اسانۍ جذب شي.