د ممیزو بې سارې روغتیايي ګټې

د ممیزو بې سارې روغتیايي ګټې طبي او روغتیايي

د هاضمي جهاز د ناروغيو متخصص ډاکټر ولاديمير لوګينوف ټينګار کړی، چې مميز بايد په منظم ډول وخوړل شي، ځکه دا د بدن د بېلا بېلو سيستمونو لپاره له اړينو وټامينونو، منرالونو او انټي اکسيډانټ څخه ډک دي.

هغه زياتوي چې مميز د انرژۍ غوره سرچينه ده، ځکه چې د کاربوهايډرايت لوړه سلنه لري؛ په ځانګړي ډول طبيعي شکره، لکه ګلوکوز او فرکتوز. په دې سربېره مميز ګڼ شمېر وټامينونه لري، لکه وټامين K، د B مجموعې وټامينونه، پوټاشيوم، مګنيزيم، اوسپنه، کالشيم، فاسفورس او بورون، په دې معنا چې دا د هډوکو روغتيا ته هم ګټور دي.

د ډاکټر په وينا مميز هغه انټي اکسيډاڼت هم لري، چې حجرې له زړښت او له منځه تلو ساتي. دغه راز د هاضمې عمليه کې مرسته کوي، ځکه دا د کولمو د پرسټالسېس لپاره اړين فايبرونه لري.

د ډاکټر له څرګندونو سره سم په منظمه توګه د مميزو خوړل په وينه کې د کولسټرول د کچې په کمولو او د زړه او د وينې د رګونو د حالت په ښه کولو کې مرسته کوي، ځکه په دې کې پوتاشيم او غذايي فايبرونه شته.

ډاکټر لوګينوف ټينګار کوي، چې سره له دې چې مميز ډېرې ګټې لري، خو له حده ډېر بايد و نه خوړل شي، ځکه په لوړه کچه خوږه په کې شتون لري، چې د شکرې ناروغانو ته هم ښايي تاوان وکړي او که له خوړو وروسته يې غاښونه پاک نه کړی شي، نو ښايي غاښونه هم زيانمن کړي.

 

تړلي موضوعات