د مرګونو سوداګر... امريکايي شرکت چې په جګړو پايي او ملياردونه ډالر ترې ګټي

د مرګونو سوداګر... امريکايي شرکت چې په جګړو پايي او ملياردونه ډالر ترې ګټي سیاسي

د وسلو جوړولو د امريکايي شرکت ريتيان معلومات ښيي، چې اوکرايین ته د وسلو ورکولو په ترڅ کې يې په ګټه کې د پام وړ زياتوالی راغلی دی. دا په داسې حال کې ده، چې ياد شرکت د اوکرايین له جګړې وړاندې له ستونزو سره مخ و.


ريتيان چې نړۍ کې د رهبري شويو توغنديو تر ټولو ستر شرکت بلل کېږي؛ د ۲۰۲۲ کال له فبرورۍ راهيسې يې ډېره ګټه کړې ده، چې د دوه نيمو کلونو په موده کې يې ډېری توليدات د اوکرايین جګړې ته استول شوي دي.


دغه شرکت بېلا بېل ډولونه رهبري کېدونکي توغندي لکه «ناسماس»، «جاولين» او «سټينګر» جوړوي، دغه راز د هوايي دفاع «پاتريوت» سيستم هم په فعال ډول صادروي او له بېلا بېلو غربي هېوادونو يې د توليد تکراري غوښتنې ترلاسه کوي.


تحليلګران څرګندوي، چې تر ۲۰۲۲ کال پورې په ګټو کې له کمښت وروسته د اوکرايین جګړه د شرکت لپاره د ګټې يو مهم فکتور ګرځېدلی، چې ورسره سم يې په مالي برخه کې ثابت پرمختګ پيل کړی دی.


د شمېرو په حساب د ۲۰۲۲ کال په دويمه ربعه کې د نويو غوښتنو سلنه ۱۸.۶ وه، چې ۶۶۲ مليون ډالر کېدل، دغه توليدات يې وروسته له هغه امريکايي پوځ ته د سټینګر توغنديو د ذخيرو بشپړولو اړوند وو؛ چې امريکا له ۱۰۰۰ ډېر د دغه ډول توغندي کييف ته واستول.


د همدې کال د څلورمې ربعې له پيل سره سم د تېر کال د همدې مودې په نسبت د شرکت د توغنديو د سيستمونو اړوند په نويو غوښتنو کې ۶ سلنه ډېروالی راغلی و. دغه راز يې د اوکرايین جګړې ته د ۶۹۸ مليون ډالرو په ارزښت د «ناسماس» توغنديو ستر قرارداد هم د نويو غوښتنو د حجم ۱۷ سلنه جوړوي.


ورپسې په ۲۰۲۳ کال کې د وسلو غوښتنه په پرله پسې توګه ډېرېده او په جون مياشت کې ريتيان د ۱.۱۵ مليارد ډالرو په ارزښت د «AIM-120 D-3» او د «C-8 AMRAAM» توغنديو د صادرولو تړونونه وکړل، چې د اوکرايین په ګډون يې ۱۸ هېوادونو ته ورکړل او د ۲۰۲۳ کال د دويمې ربعې په پلور کې يې ۲۸.۸ سلنه ډېروالی راوست.


د همدې کال په څلورمه ربعه کې د پاتريوت سيستم لپاره د «GEM-T» توغنديو پلور ريتيان ته ۲.۸ مليارد ډالر ورکړل، چې د ۶.۹ مليارد ډالرو په ارزښت د نويو غوښتنو ۴۰ سلنه يې جوړوله. وروسته له دې چې المان دغه سيستم اوکرايین ته ورکړ، د خپلې اړتيا له مخې يې شرکت سره د ۱.۲ مليارد ډالرو بل تړون لاسليک کړ. ورپسې يې په جولای کې د همدومره ارزښت يو بل تړون هم لاسليک کړ.


ياد شرکت له يوه بل شرکت سره په ګډه د ۲۰۲۳ کال په اګست کې پنتاګون سره د «جافين» توغنديو يو بل مليارد ډالري تړون هم لاسليک کړ، دا وروسته له هغه چې امريکا د همدې ډول زرګونه پخواني توغندي اوکرايین ته استولي وو. شرکت په پلان کې لري، چې د ۲۰۲۶ کال په راتلو به په کلنۍ توګه ۳۹۶۰ توغندي توليدوي.


د اوکرايین په جګړې سربېره د ريتيان په څېر د وسلو امريکايي سوداګر منځني ختيځ کې د وضعيت په خرابېدو اسراييلو سره د امريکا له نه درېدونکې مرستې هم ستره ګټه پورته کولی شي. د اسراييلو دفاع وزارت په يوه خبرپاڼه کې وويل، چې تر اګست مياشت پورې يې له امريکا څخه ۵۰۰۰۰ ټنه نظامي مرستې ترلاسه کړې دي.


شنونکي وايي چې د وسلو جوړولو شرکتونه امريکايي کانګرس ته په کلنۍ توګه لسګونه مليون ډالر د بډو په توګه ورکوي، څو د دوی توليدات له خنډ او ځنډ سره مخ نه شي او په ارامۍ خپله سوداګري پر مخ يوسي.


د يادونې وړ ده چې يمن کې د سعودي عربستان او عربي اماراتو د اوږدې جګړې پر مهال د امريکايي شرکتونو له ۴۰ سلنې ډېر توليدات منځني ختيځ ته تلل. دغه راز په عراق او افغانستان کې د امريکا د يرغل پر مهال امريکا خپل نظامي لګښتونه سلګونه مليارد ډالر ښودل، چې هغه مهال د وسلو د ځينو امريکايي شرکتونو کلنی عايد له ۵۰ مليارد ډالرو هم پورته ښودل کېده.


سره له دې چې د نړۍ په هره جګړه کې امريکا په مستقيم يا غير مستقيم ډول ښکېل وي او له خپلو ګټو سره سم له بېلا بېلو لوريو سره وسله والې مرستې کوي؛ خو بل پلو د سولې او جګړې درولو د هڅو دعوې هم کوي او دا د دې لامل شوی، چې امريکا په پراخ ډول په دوه مخۍ تورنه شي. د فلسطين او اسراييلو په روانه جګړه کې امريکايي دولت په ځلونو دعوه وکړه چې د جګړې درولو لپاره په پرله‌پسې توګه هڅې کوي، خو د فلسطين د اسلامي غورځنګ وياند په خپله وروستۍ وېډيويي وينا کې په دې نيوکه وکړه او څرګنده يې کړه چې څنګه به د امريکايي دولت دا دعوه ريښتينې وي، په داسې حال کې چې په پرله پسې توګه له اسراييلو سره د وسلو مرستې کوي. د رسنيو له راپورونو سره سم د فلسطين د روانې جګړې د يوه کال په اوږدو کې امريکا له اسراييلو سره د ۱۷.۸ مليارد ډالرو په ارزښت د وسلو مرسته کړې او اسراييلو دغه وسله د فلسطيني ولس په نسل وژنه کې کارولې ده.

تړلي موضوعات