په ټولنيزو شبکو د روږدتيا منفي اغېزې او درملنه يې
د نوې ټکنالوژۍ پرلهپسې کارول زموږ په رواني او چلنيزه روغتيا منفي اغېزې لري، تر دې چې روغتيا پوهان وايي موږ په ناروغانو کې د مغزو تعفن (خرابېدا) وينو. دا يوه نوې اصطلاح ده چې د تکنالوژۍ په ضرري اغېزو دلالت کوي.
د ټيک ټاک او انسټاګرام په څېر په نورو پليټ فورمونو د روږدتيا له زياتوالي سره د انسان پاملرنه پاشل کېږي او په فعال ډول په تمرکز کولو توان له لاسه ورکوي.
له څېړنو سره سم نن سبا ډېری وګړي او په ځانګړي ډول هغه نسل چې له ۲۰۱۰ نه تر نن ورځې زېږدېدلی دی او هغه نسل چې له ۱۹۹۷ نه تر ۲۰۱۰ پورې زېږېدلی دی؛ په پرله پسې توګه په ټولنيزو شبکو له لنډو او ټوټه ټوټه محتواوو سره د مخ کېدو له امله يې د افکارو په راټولولو او په اوږدمهاله اهدافو په تمرکز کولو توان له لاسه ورکړی دی. دا اغېزې تر دې بريده روښانه دي، چې کاروونکي خپله په همدې شبکو په څرګندونو کې وايي، چې د دې روږدتيا له امله يې روان اغېزمن شوی دی.
د ډيلي ميل له راپور سره سم په همدې تړاو د مغزو ډاکټر پروفيسر انډريو شولي څرګنده کړې، چې په سکرينونو روږدي کېدا د بقا له پخوانۍ غريزې راولاړېږي، کومې چې بشر د ممکنه تهديداتو په څېر په منفي محرکاتو تمرکز کولو ته اړ کاوه.
شولي دې ته اشاره کړې، چې د ټولنيزو شبکو په پليټ فورمونو چې کوم الګوريتمونو ولکه ټينګه کړې؛ هغه پاروونکې او منفي منځپانګې غوره کوي، چې له امله يې د مغزو د تعفن اغېز نور هم زياتېږي.
درملنه يې د دې اعصاب پوه په اند دا ده چې تمرينونه وکړی شي، صحي خوراکي نظام خپل شي او داسې تفريحي فعاليتونه وشي چې اندېښنې او خپګانونه نه رامنځته کوي، لکه فکر کول، لوبې او باغباني کول. ډاکټر وايي چې دا د دماغو توازن او فعاليت بېرته راګرځوي.
په همدې اړوند ځينې اپليکيشنونه هم شته چې کوچنيانو باندې د سکرين مخې ته د ناستې وخت کموي او د سکرينونو دا وخت په ګټورو فعاليتونو پورې تړي، لکه د کورنۍ دندې ترسره کول او په خلاصه فضا کې لوبې کول، چې په مرسته يې د دې روږدتيا اغېز کمېدی شي.