له سکرينونو د کوچنيانو د لرې ساتلو اسانه لار

له سکرينونو د کوچنيانو د لرې ساتلو اسانه لار ټولنیزې

يوې تازه څېړنې ښودلې، چې شنو سيمو ته د کوچنيانو بوتلل او چکر ورکول له سکرينونو د هغوی د لرې ساتلو اسانه لار ده.

د امريکا د ميشيګان پوهنتون څېړونکو څرګنده کړې، چې له سکرينونو د کوچنيانو د لرې کولو پروګرامونه په هغو کليوالو سيمو کې ډېر اغېزمن وي، چېرې چې د بيدياو، باغونو، دښتو او خلاصو سيمو په څېر شنې ساحې ډېرې وي. د دې څېړنې پايلې په  (Health and Place) مهالنۍ کې خپرې شوې دي.

د سکرينونو مخې ته د کوچنيانو د ډېر وخت تېرولو ستونزه د نړۍ په مخ په پراخ ډول مخ په زياتېدو ده، هغوی په شپه او ورځ کې په ساعتونو ساعتونو د تلويزونونو، ځيرک موبايلونو او نورو وسايلو مخ ته کښېني، روغتياپوهان دا د هغوی د بدني او عقلي روغتيا لپاره خورا تاواني بولي، ځکه له يوې مخې د کوچنيانو بدني فعاليت کموي او هغوی کې په چاغښت د اخته کېدو فرصتونه ډېروي او له بل لوري د هغوی په خوب او دماغو منفي اغېزې لري او طبيعي کوچنيتوب ورځينې تروړي.

په دې سربېره څېړنې ښيي چې د سکرينونو مخ ته ډېره ناسته ښايي د کوچنيانو ټولنيزه او ادراکي وده هم وځنډوي، په رواني روغتيا هم منفي اغېزې لري او ښايي اندېښنې او خپګان راولاړ کړي.

څېړنه په متحده ايالاتو کې د روغتيايي ټولنو د هغو څېړنو پر معلوماتو بنا ده، چې له چاغښت سره د کوچنيانو په اړوند چلنونو تمرکز کوي، داسې چې څېړونکو د کوچنيانو د اوسېدو د کليو اړوند معلومات تحليل کړي او په دې سيمو کې يې شنو ساحو ته لاسرسی تر څېړنې لاندې نيولی دی.

بيا يې په هغو کليو کې چې شنې ساحې لري او په هغو کې چې دا ساحې نه لري؛ د سکرين مخې ته د ناستې د وخت کموونکو پروګرامونو د اغېزمنتيا پرتله کړې ده، دغه راز د سکرين کارولو د وخت او فزيکي فعاليت اړوند د کوچنيانو په چلنونو هم د دې پروګرامونو د اغېز اندازه اخيستل شوې ده.

له څېړنې سره سم نږدې په دريو کې دوه د ۶ او ۱۷ کلونو ترمنځ کوچنيان له دوو ساعتونو ډېر وخت د سکرين مخې ته تېروي، دا هغه وخت دی چې روغتياپوهان وايي له دې ډېر بايد بېخي و نه کارول شي. ځينې داسې پروګرامونه شته، چې د سکرين مخ ته د کوچنيانو په ناسته کمولو کې اغېزمن دي، لکه ښوونيز پروګرامونه يا کوچنيانو ته د فزيکی فعاليت وړيا فعاليتونه چمتو کول.

له پايلو سره سم دغو شنو سيمو ته لاسرسی د دې پروګرامونو په بريا کې يو مهم لامل دی، ځکه دا ساحې کوچنيانو ته له سکرين لرې د لوبو او فزيکي فعاليت فرصت برابروي.

د ميشيګان پوهنتون د څېړنې مخکښې څېړونکې ډاکټرې ايان مارشال لانګ ويلي: «د شنو ساحو نه شتون ښايي داسې چاپيريال رامنځته کړي، چې هڅوونکی نه وي او د يادو پروګرامونو اغېز کم کړي».

هغې د پوهنتون په وېبپاڼه زياته کړې ده، چې دغه پايلې د دې اهميت څرګندوي چې په بېلا بېلو سيمو کې شنو ساحو ته د لاسرسي په برخه کې شته خنډونه بايد له منځه يووړل شي او په ټولو کلو او ښارونو کې بايد کوچنيانو ته د لا صحي چاپېريال د رامنځته کولو برخه کې پانګونه وشي.

د هغې په اند دا يوه اغېزمنه حل لاره ده او د کوچنيانو روغتيا ته ډېره ګټه لرلی شي.

تړلي موضوعات