غوري سمنټو فابریکه هره ورځ ۱۲ زره بورۍ سمنټ تولیدوي

غوري سمنټو فابریکه هره ورځ ۱۲ زره بورۍ سمنټ تولیدوي سوداګرۍ

د بغلان ولایت د غوري سمنټو فابریکې مسؤلین وایي، دا مهال دغه فابریکه هره ورځ ۶۰۰ټنه سمنټ تولیدوي چې ۷۲۰ کسانو ته پکې د کار زمنیه هم برابره شوې ده.


غوري سمنټو فابریکې کې تولېدونکې سمنټ چې دا مهال یې د افغانستان ۷ سلنه اړتیا پوره کړې، د دې فابریکې مسؤلین وایي، سږ کال د دغې فابریکې په عوایدو کې هم ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی چې د عوایدو دغه کچه به نوره هم لوړه شي.


د غوري سمنټو فابریکې د مالي او ادارې چارو مرستیال عبدالوکیل قیومي حریت راډیو ته وویل، د دې فابریکې له بیرته فعالېدو سره سلګونو کسانو ته د کار زمینې برابرېدو سربېره اوس د ورځې ۱۲زره بورۍ سمنټ تولیدوي.


قیومي زیاته کړه،«په فابریکو کې ۷۲۰ کسان کار کوي او ورځنی تولید مو له څلور سوه نیولې تر شپږ سوه ټنه پورې دی په ورځ کې تر لس زره بوریو پورې پلور لرو، عواید هم ۳۰ سلنه ډېر شوي تیر کال په ۱۲ میاشتو کې ۵۴۰ میلیونه و، خو سږ کال په شپږو میاشتو کې موږ ۷۰۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.»


د دې فابریکې د انجینري ځانګې مسؤلین هم وایي، د دغې فابریکې ټولي اړتیاوي او د سمنټو مواد د افغانستان له خپلو تولیداتو څخه برابریږي، چې ډېر کله په ماشینرۍ کې د خرابي رامنځته کېدو په صورت کې یې دوی پخپله ترمیموي.


د غوري سمنټو فابریکې د انجینري څانکې مشر حیکم شینواري له حریت راډیو سره په خبرو کې وویل، په دې فابریکه کې نړیوالو معیارونو سره سم سمنټ تولیدېږي، چې د بهرنیو هغو په پرتله یې قیمت مناسب دی.


حکیم شینواري په دې اړه له حریت راډیو سره په خبرو کې زیاته کړه،«زموږ د سمنټو کیفیت ډېر ښه دی، کاریګر او انجینران مو ټول افغانان دي او د سمنټو عام مواد، لکه چونه، ذغال او برق مو د خپل وطن دي، کارونه مو په ښه ډول روان دي.»


په ورته وخت کې هغه انجینران چې د دې فابریکې چارې پرمخ وړي وایي، د ستونزو پرمهال د فابریکې ټولې چارې خپله سمبالوي او د تخنیکي عوارضو په صورت کې خپله لاس په کار کېږي.


د دې فابریکې انجنیران زیاتوي، د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته یې په تولیداتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی چې ورسره د دوی کار و بار هم ښه شوی دی.


انجنیر محمد یوسف او ګلاب الدین حریت راډیو ته وویل،«ماشاءالله کارونه مو ډېر ښه روان دي، چې امارت راغلی معاشات مو پر وخت راکول کېږي، مخکې دولت کې د سکتور او دولت تر منځ ستونزې ډیرې وې چې اوس ټولې حل شوې دي موږ له اسلامي امارت څخه مننه کوو چې پر وخت زموږ ستونزو ته رسیدګي کوي.»


د غوري سمنټو فابریکه په ۱۳۴۴ لمریز کال کې تاسیس شوې، چې په ۲۴ ساعتونو کې د ۱۴۰۰ ټنه سمنټو د تولید ظرفیت لري.


خو په تیرو څو لسېزو کې پر افغانستان د بېلا بېلو هیوادونو پوځي یرغلونو او جګړو کبله د غوري سمنټو فابریکې په ګډون ګڼې نورې تولیدي فابریکې ویجاړي او غیرفعاله شوې.


خود اسلامي امارت په راتګ سره دغه فابریکه بیرته فعاله شوې، چې دا مهال د سمنټو په برخه کې د هېواد ۷سلنه اړتیاوي پوره کوي.


د دې فابریکې ترڅنګ اسلامي امارا توانېدلی چې په تېرو دوو کلونو کې په شمال زون کې د پروان ګلبهار، بغلان نساجي او غوري، بلخ کې د ډوډۍ پخولو نساجي او یو شمېر نورو ولایتونو کې هم بېلابېلي فابریکې بیرته له سره رغولې او فعاله کړې دي، چې دا مهال په رزګونو کسان پکې په کار کولو بوخت دي.

تړلي موضوعات