راتلونکي کال کې به ۲۰ زره ځوانان د فریلانسېنګ په برخه کې وروزل شي

راتلونکي کال کې به ۲۰ زره ځوانان د فریلانسېنګ په برخه کې وروزل شي ټیکنالوژي

د اطلاعاتو کلتور وزارت د ځوانانو چارو معینت وایي، په پلان کې لري چې په راتلونکي کال کې د هېواد په کچه تر ۲۰ زرو ځوانان د فریلانسېنګ په برخه کې وروزي.


د اطلاعاتو کلتور وزارت د ځوانانو چارو معین قاري محمد یونس راشد د فریلانسېنګ په برخه کې له تخصصي پروګرام څخه د ۴۴ځوانانو د فراغت په مراسمو کې ویلي، د فریلانسېنګ تخصصي پروګرام کې ځوانان د انلاین کاروبار ترڅنګ په انلاین ډول د دندې اخیستلو برخه هم چمتو شي او له دې سره به د ځوانانو د بې کارۍ ګراف هم راټیټ شي.


قاري محمدیوسف راشید په دې اړه وویل،«زموږ پلان دی چې په راتلونکې ۲۰۲۴ کال کې به په افغانستان کې ۲۰ زره ځوان فریلانسلران ورزو ځکه دغه اساس چې موږ د زونو په کچه ايښي دغه استادان چې فارغ شول دا په خپلو زونو کې به خپلو ولایتونو کې خلکو ته د فریلانسېنګ په برخه کې روزنه ورکوي او دا پروسه به ټول هېواد ته غځول کیږي.»


نوموړي همدراز زیاته کړې، چې د کابل په ګډون په ټولو ولایتونو کې د فریلانسېنګ تخصصي پروګرامونه ترسره کوي، په خبره یې، کومو ځوانانو چې په یاد پروګرام کې زده کړې کړي اوس مهال په ان لاین ډول خپله دنده او تجارت مخې ته وړي چې تر ټولو ښه پرمختګ یې کړی دی.


نوموړي په دې اړه له رسنیو سره په خبرو کې ویلي،«زموږ په فارغ شویو محصلینو کې یو تن یې تر زده کړو وزوسته به بهرنیو کمپینو څخه د زرګونو ډالرو وړاندیزونه ترلاسه کړل چې کار ورسره وکړي په دغې تدریسي دوره کې زموږ ځوانانو ۱۴زره ډالر عواید ترلاسه کړل.» 


بلخوا د اطلاعاتوکلتور وزیر ملاخیرالله خیرخواه د فریلانسېنګ پروګرام څخه فارغ شویو ځوانانو ته وویل، چې د خپلو ګټلو ترځنګ د نورو هېوادوالو ګټې هم په نظر کې ونیسي نوموړي ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت د ځوانانو ظرفیت لوړنې ته ژمن دی.


ښاغلي خیرخواه زیاته کړې،«موږ به خپلو ځوانانو ته ګټه رسوو هر څوک باید د دې فکر وکړي چې زما د سیمي ځوانان ماته رسیدنه کولای شي زه به هغوی ته ګټه رسوم او د تعلیمي په کچه د دوی ارتقا کوم او هغه به کار ته برابروم ته به خود به خوده ستا کار به هم جوړ وي.» 


د لوړو زده کړو وزیر شیخ ندا محمد ندیم هم ویلي، هڅه کوي چې په داراو کې مسکي کسانو ته ځای ورکړي ترڅو د افغانستان د پرمخت لپاره کار وکړي.


ندا محمد ندیم په دې اړه ویلي،«خپله زموږ د پوهنتونو په داخل کې اړتیا وي هغه که په هره برخه کې وي موږ هڅه کړې چې فارغ شوي ځوانان په دغو بستونو کې ځای پر ځای شي.»


هیره دي نه وي چې  د فریلانسېنګ تخصصي پروګرام کې یاد ځوانانو ته د  ډیزاینګ، یی کمرس  ویب ډولپمینټ، انلاین کاروبار او انلاین دنده اخیستلو په برخه کې زده کړې ورکړل شوې دي.